عبد الله بن یحیی حضرمي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عبد الله بن یحیی حضرمي د شرطة الخمیس غړی او د جمل په جګړه کې د امام علي له عسکرو څخه و. د امام حسن(ع) له صلحې وروسته د معاويه په امر شهيد کړی شو. امام حسن(ع) معاویه ته په یوه لیک کې د عبدالله بن یحیی د وژلو په اړه له معاهدې د معاویه د سرغړونې یادونه کړې ده.

نوم او نسب

عبدالله بن یحیی حضرمي د یمن حضرموت سیمې ته منسوب دی. په ځینو نسخو کې د هغه نوم عبدالله بن بحر[1] او عبدالله بن نُجی[2] (چې د عبدالله بن یحیی تصحیف دی)[3] هم ثبت شوی دی. د هغه کنیت ابوالرضا[4] یا ابوالرضی[5] نقل شوی دی.

پلار یې «یحیی حضرمی» د امام علی علیه السلام له اصحابو څخه ؤ او د شرطه الخمیس غړی ؤ.[۶] او د صفین په جنګ کښې له امام علی سره ؤ [۷] .

د جمل په جګړه کې ګډون

عبدالله د امام علی علیه السلام د خلافت پر مهال په شرطة الخمیس کې و؛[۸] همدارنګ هغه د جمل په جګړه کې هم حضور درلود. روایت دی چې امام علی علیه السلام د جنګ په وخت کې ورته وویل:

«تا ته دې زیرې وي ای عبدالله، ته او ستا پلار په حقیقت کې د شرطة الخمیس غړي  یئ. رسول الله(ص) ماته خبر راکړ چې ته او ستا پلار به په شرطة الخميس کې وئ او خداى د خپل پيغمبر په ژبه تاسو ته شرطة الخميس ویلي دي.»[9]

شهادت

عبدالله به د امام علی علیه السلام له شهادته وروسته تل د امام علی علیه السلام د فضائل په اړه خبرې کولې.[۱۰] معاویه ته له امام علی سره د هغه د مینې خبر ورکړی شو او هغه د عبدالله او د هغه د ملګرو د وژلو امر وکړ.[۱۱] علامه اميني په غدير كې له «المحبر» كتاب څخه نقل كړي دي چې زياد بن ابيه هغه د څو ورځو لپاره په كوفه كې د خپل كور په دروازه كې په دار وځړاوه.[۱۲] لکه څنګه چې د امام حسین(ع) په لیک کې معاویه ته اشاره شوې ده، زیاد د هغه بدن مثله کړی و(یعنی لاس پښې یې ترې پرې کړي وو).[۱۳]

د حسنینو(ع) غبرګون

شیخ صدوق په «الفروق بین الاباطیل و الحقوق» کتاب کې نقل کړي دي چې کله معاویه د صلحې له تړون څخه سرغړونه وکړه نو امام حسن (ع) هغه ته یو لیک ولیکه او د صلحې له موافقې څخه یې د هغه سرغړونې وروشمیرلې. هغه لومړی د عبدالله بن یحیی وژلو ته اشاره کړی.[14] همدارنګه امام حسین(ع) معاویه ته په یوه لیک کې د عبدالله بن یحیی د وژلو په سببه د هغه غندنه کړې ده.[۱۵]

روايي مقام

شیخ طوسي د هغه نوم د امام علی(ع) په راویانو کښې ذکر کړی دی.[۱۶] په شیعه او سنی منابعو کښې هغه له امام علی(ع) څخه روایتونه نقل کړي دي.[۱۷]

فوټ نوټ

سرچينې