عرش
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
عَرش یوه قرآني اصطلاح ده د هغه تخت په معنا چې خدای تعالی ته یې نسبت ورکړی شوی دی. د قرآن پاک په ځینو آیتونو کښې راغلي دي چې خدای تعالی په عرش باندې «استیلا» وموندله، چې مسلمان عالمان یې په تفسیر کښې د نظر ډیر اختلاف لري. د اشاعره او اهل حدیثو په شان ځینې اهل سنت ډلې وايي چې د دې آیتونو په هکله تفکر او غور نه دی پکار او ورباندې تش ایمان راوړل کافي دي.
د ظاهر پالو او حشویه په باور، «عرش» همهغه مادي تخت دی او خدای تعالی یو ستر تخت لري چې ورباندې کښیني او د نړۍ چارې چلوي. خو شیعه او معتزله په دې باور دي چې دا آیتونه تمثیلي او کنايي دي. په هغو کښې ځینو عرش، د خدای بې پایانه او نه ختمیدونکی علم تفسیر کړی دی. علامه طباطبايي عرش د وجود د عوالمو یوه بشپړه شوې مرحله او د الهي حکمونو د صادریدو ځآې بللی او په عرش باندې د خدای تعالی کښیناستل یې په ټولو چارو باندې د هغه خبرتیا او د نړۍ د تدبیر کنایه تفسیر کړې ده.
مفهوم پيژندنه او قرآني استعمال
عرش په لغت کښې «د باچا تخت» یا «یو داسې څیز دی چې چت ولري».[۱] په قرآن کښې د عرش کلمې ته ۲۱ ځلې له خدای تعالی سره نسبت او اړیکه ورکړې شوې ده.[۲] د سوره توبه ۱۲۹ آیت د الهي عرش ستروالي او عظمت ته اشاره کوي.[۳] په ځینو نورو آیتونو کښې په عرش باندې د خدای پاک د شتون یادونه شوې ده.[۴] په یوشمیر نورو آیتونو کښې بیا د هغو فرښتو یادونه شوې چې د عرش چاپیره په تسبیح ویلو بوختې دي [۵] یا یې عرش نیولی او اوچت کړی دی [۶] د هود سورې په ۷ آیت کښې هم راغلي دي چې الهي عرش په اوبو پروت دی.[۷]
په روایتونو کښې د عرش ځانګړتیاوې
د عرش په هکله ډول ډول روایتونه شته دي او یو په کښې دا دی چې خدای ته نزدې او مقربې فرښتې عرش پورته کوي او د نړۍ د ټولو مخلوقاتو مجسمې په عرش باندې موجودې دي[۸] یا دا چې د «لا اله الّا اللّه، مُحَمَّدٌ رَسولاللّه، علیٌ امیرالمؤمنین»[۹] جمله په عرش باندې لیکل شوې ده.[۱۰] له پيغمبر(ص) نه په یو حدیث کښې نقل شوي دي، د معراج په سفر کښې چې مې کله عرش ته وکتل نو ومې لیدل چې ټول معصومین د عرش ښي اړخ ته موجود دي.[۱۱] په ځینو روایتونو کښې راغلي چې عرش، د خدای پاک نه ختمیدونکی علم دی.[۱۲] د روایتونو له نظره، عرش ډیر عظمت او سترتوب لري او د عرش په وړاندې ټولو موجودات په یوې پراخې صحرا کښې د یوې کړۍ په شان دي.[۱۳] همداشان له یو بل سره د عرش د هرې ستنې فاصله دومره ده چې که یو چټک الوت کونکی مارغه زر کاله الوت وکړي، ایله به له یوې ستنې نه بلې ته ورسیږي.[۱۴] عرش له کرسۍ لوې دی.[۱۵] خدای تعالی جل جلاله عرش له نور څخه جوړ کړی او هیڅ مخلوق ورته نه شي کتلی.[۱۶]
د عرش په هکله مختلفې نظریې
په عرش او کرسۍ پورې اړونده آیتونه، له قرآني متشابهاتو څخه دي او مسلمان عالمان یې په اړه ډیرې او مختلفې نظریې لري.[۱۷] چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د عرش د معنا نامعلوم والی
د اهل سنت د ځینو ډلو لکه د اشاعره او اهل حدیثو له نظره، د عرش او کرسۍ په شان مفاهیمو باندې یوازې باید ایمان راوړل شي او په هکله یې له تفکر کولو ډډه وشي.[۱۸] دوي وايي چې د قرآن په وینا، خدای په عرش کښې دی خو څرنګوالی یې مونږ ته څرګند نه دی [۱۹] د مثال لپاره، مالک بن انس په عرش باندې د خدای پاک د کښیناستو د معنا په هکله وايي: «د کښیناستو معنا څرګنده ده په څرنګوالي یې نه شو پوهیدې او په هکله یې پوښتنه کول بدعت دی او ورباندې ایمان راوړل واجب دي.»[۲۰]
د عرش مادي او مکاني توب
ظاهرپالان او حشویه د «عرش» په ظاهري معنا پوهیدلي دي او هغه یې هم هغه مادي تخت بللی دی. هغوي باوري دي چې خدای تعالی یو ستر تخت لري چې ورباندې کښیني او د نړۍ کارونه چلوي.[۲۱] د ملا هادي سبزواري په شمول یوه ډله مسلمانو فلاسفرانو هم په «هیئت بطلمیوسي» باندې په استناد سره، الهي عرش «فلکالافلاک» ګڼه چې د یونان په فلسفي نظام کښې هم هغه نهم اسمان پاتې شوی دی.[۲۲] ځیني جسم پالان بیا باوري دي چې عرش او کرسي دوه ستر او پراخ اسماني شیان دي.[۲۳] ځینو کسانو هم ویلي دي چې عرش او کرسي هم هغه زُحَل او مشتري سیارې دي.[۲۴]
د عرش د معنا تمثیلي والی
معتزله او یوه ډله شیعه مفسران باوري دي چې د عرش په نامه یو څیز ظاهري وجود نه لري او الهي عرش، د نورو چارو کنایه ده.[۲۵] خو په دې کښې چې د کوم څیز کنایه ده، بیلابیلې لیدتوګې دي: یوه ډله وايي چې کرسي له مادي دنیا کنایه او عرش له مادې څخه د وتلې نړۍ کنایه ده.[۲۶] شیخ صدوق عرش د پروردګار لامحدود علم تفسیر کړی دی.[۲۷] ځیني نور یې هم د خدای تعالی له فرمانروايۍ، حاکمیت او مالکیت څخه کنایه ګڼي.[۲۸]
علامه طباطبایي باوري دی چې عرش د وجود د عالَمونو یوه بشپړه او کامله شوې مرحله ده او د نړۍ د قومندانۍ مرکز او د خدای تعالی د احکامو د صادریدو ځاې دی او په عرش باندې د خدای کښیناستل هم د نړۍ د تدبیر او په ټولو چارو باندې یې د علم او خبرتیا کنایه ده.[۲۹]
عرش، په نورو دینونو کښې
الهي عرش په نورو دینونو کښې هم مطرح شوی دی، مثلاً په مقدس کتاب کښې راغلي دي چې په اسمان قسم مه خورئ ځکه چې اسمان هم هغه د خدای عرش دی.[۳۰] همداشان هغه د یو داسې تخت په توګه یاد شوی چې پایې لري او خدای ورباندې ناست دی[۳۱] او عرش او پایې یې له اوره پړسیدلې دي.[۳۲] د دغه کتاب په یو بل ځاې کښې د هغو فرښتو یادونه شوې ده چې د خدای په سریر (عرش) باندې ناستې دي.[۳۳] هم داشان ویل شوي دي چې سَرّافین ملائکې د پروردګار د تخت چاپیره د هغه په تسبیح ویلو لګیا دي.[۳۴]
اړونده پوښتنې
- لوحِ محفوظ
- قلم
- کرسي
فوټ نوټ
سرچينې
- احمدی، جمال و دیگران، «اندیشه کلامی سنایی درباره عرش»، در نشریه دانشکده باهنر کرمان، شماره ۲۲، زمستان ۱۳۸۶ش.
- بیات مختاری، مهدی، «عرش خدا و تفاوت آن با کرسی»، در مجله تحقیقات علوم قرآن و حدیث دانشگاه الزهرا، شماره ۲، ۱۳۹۰ش.
- جعفری، یعقوب، «معارف قرآنی دیدگاهها درباره عرش خدا» در مجله درسهایی از مکتب اسلام، مرداد ۱۳۹۱، شماره ۶۱۵.
- جمعی از محققان، «آیات عرش و کرسی»، در فرهنگنامه علوم قرآنی، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، وابسته به دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
- خرمشاهی، بهاءالدین، «عرش» در دانشنامه قرآن و قرآنپژوهی، تهران، نشر دوستانـناهید، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه دهخدا، تهران، مؤسسه لغتنامه دهخدا، ۱۳۴۱ش.
- رستمی، محمدزمان و طاهره آلبویه، سیری در اسرار فرشتگان با رویکردی قرآنی و عرفانی، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی،۱۳۹۳ش.
- صدوق، محمد بن علی، معانیالاخبار، ترجمه عبدالعلی محمدی شاهرودی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۷ش.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات جامعه مدرسین، ۱۴۱۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، موسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، ج۳، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۶ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۹ش.