عزائم
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
عَزائِمُ یا عَزائِمُ السُجود، څلورو سورتونو سجده، فُصِّلَت، نَجم او عَلَق ته اشاره لري چې په اورېدلو سره یې سجده واجبیږي. دا سورتونه ځینې احکام لري: په جنُب او حائض انسان یې لوستل حرام دي او په واجبو لمونځونو کې باید ونه لوستل شي.
د قرآن د واجبو سجدو لپاره ځانګړي ذکرونه نقل شوې دي، خو سره له دې د سجدې لپاره یې اودس، غسل او د قبلې په لور مخ کولو ته اړتیا نیشته او کوم خاص ذکر هم نه دی لازم. که څه هم تندی باید په داسې شي کېښودل شي چې سجده پرې صحیح ده.
نوموَنه
عزائم یا عزائم السجود څلورو سوروتونو سجده، فصلت، نجم او علق ته ویل کیږي چې د واجبو سجدو لرونکي آیتونه لري.[۱]په ځینو سرچینو کې د فصلت سورې په ځای لقمان سوره راغلې ده.[۲][یادداشت۱] عزائم د عزیمه جمع او په لغت کې د یو کار د کولو لپاره کلکې ارادې او هوډ کولو ته وایي.[۳]همداراز د هغو فرایضو په معنا هم ده چې خدای واجب کړې دي؛[۴] له دې امله دغه سورې چې پکې د واجبو سجدو ایتونو راغلي، عزائم نومول شوې دي.[۵]
سجده لرونکي آیتونه
د شیعه فقیهانو له نظره د سجده سورې ۱۵ ایت د فصلت سورې ۳۷ ایت ، د نجم سورې ۶۲ ایت او د علق سورې ۱۹ ایت واجبې سجدې لري.[۶]همداراز د صاحب جواهر په وینا په قران کې لسو سورو کې یوولس ایتونه مستحبې سجدې لري.[۷] دا ایتونه په دې ډول دي: د اعراف سورې ۲۰۶، د رعد سورې ۱۵ ، د نحل سورې ۴۹-۵۰ د اسراء سورې ۱۰۹، د مریم سورې ۵۸، د حج سورې ۱۸ او ۷۷ ، د فرقان سورې ۶۰ د نمل سورې ۲۶، د ص سورې ۲۴، او د انشقاق سورې ۲۱ ایتونه،[۸] د هغه څه په اساس چې شیخ صدوق ته منسوب دي، په ایت کې د «سجده» کلمې شتون سبب کیږي چې هغه ایت مستحبه سجده ولري.[۹]
شیعه فقیهان له امام صادق (ع) د ځینو روایتونو په استناد سره باوري دي چې سجده یوازې په دغو څلورو سورو کې واجبه ده.[۱۰] د اهل سنتو شافعي، حنبلي او حنفي فقیهان د قران په واجبو او مستحبو سجدو کې له فرق پرته سجده لرونکي ایتونه ۱۴ او مالکي فقیهان هغه ۱۱ ایتونه ګڼي.[۱۱]
اړونده احکام
د قرآن د واجبې سجدې ذکر
"«لا اِلهَ اِلَّا اللهُ حَقًّا حَقًّا، لا اِلهَ اِلَّا اللهُ ایماناً وَ تَصْدیقاً، لا اِلهَ اِلَّا اللهُ عُبُودِیةً وَرِقّاً، سَجَدْتُ لَک یا رَبِّ تَعَبَّداً وَرِقّاً، لا مُسْتَنْکفاً وَ لا مُسْتَکبِراً، بَلْ اَنَا عَبْدٌ ذَلیلٌ ضَعیفٌ خائفٌ مُسْتَجیرٌ»[۱۲]".
عزائم سورې او ورپورې اړوند احکام د فقهي کتابونو د طهارت [۱۳] او لمانځه [۱۴] په بابونو کې ذکر شوې دي. د فقیهانو له نظره دغه سورې ځینې احکام لري چې دا دي:
- لوستل یې پر جُنُب[۱۵] او حائض[۱۶] حرام دي. فقیهان په دې اړه چې ایا د سجده لرونکو ایتونو لوستل حرام دي یا ټوله سوره دغه حکم لري د نظر اختلاف لري.[۱۷] علامه حلي ویلي چې حتی د دغه سورو د یو ټکي ویل هم حرام دي.[۱۸] که جنب او حائض انسان سجده لرونکي ایتونه واورېدل واجبه ده چې سجده وکړي.[۱۹]
- د شیعه فقیهانو په فتوا، په واجبو لمونځونو کې د واجبې سجدې لرونکو سورو عمدي لوستل د لمانځه د باطلېدو سبب کیږي.[۲۰] که یو کس د دغه سورو یوه سهوا په لمانځه کې ولولي، که سجده لرونکي ایت ته له رسېدلو مخکې یا د سورې په نیمه کې متوجې شي، باید سجده لرونکې سوره پرېږدي او یوه بله سوره ووایي او که له سجده لرونکي ایت او یا نیمې سورې وروسته متوجې شي، د سجدې کولو د څرنګوالي او لمانځه په اړه د تقلید په مراجعو کې اختلاف موجود دی.[۲۱] د امام خمیني په فتوا په دې بڼه کې باید په اشارې سره سجده وکړي او د سجده لرونکي سورې په لوستلو بسنه وکړي.[۲۲] همداراز د آیتالله سیستانی او سید موسی شبیري زنجاني په فتوا که واجبه سجده ونه کړي لمونځ یې صحیح دی که څه هم ګناه یې کړې ده.[۲۳]
- د قرآن واجبه سجده فوري (سملاسي) وجوب لري؛ له دې امله د عزائم سورو د سجده لرونکو ایتونو په اورېدو سره سملاسي سجده واجبیږي.[۲۴]
- د قرآن په واجبې سجدې کې، اودس، غسل، مخ په قبله کېدل او کوم خاص ذکر نه دی واجب، خو باید تندی په داسې شي ولګوي چې سجده پرې صحیح ده.[۲۵] سره له دې د واجبې سجدې لپاره خاص ذکرونه نقل شوې دي.[۲۶]
فوټ نوټ
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، توضیح المسائل(محشی)، تصحیح سید محمدحسین بنی هاشمی خمینی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۴ق.
- بنیهاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۳۷۸ش.
- جزیری، عبدالرحمن بن محمد عوض، الفقه علی المذاهب الاربعه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
- طریحی، فخرالدین، مجمعالبحرین، تحقیق سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی مرتضوی، ۱۴۱۶ق.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیبالاحکام، تحقیق حسن خرسان موسوی، تهران، دارالکتب العلمیه، ۱۴۰۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، تصحیح علی خراسانی و دیگران، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به حوزه علمیه قم، ۱۴۰۷ق.
- فیروزآبادی، محمد بن یعقوب، القاموس المحیط، بیروت، دارالکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلفالشیعه فی احکامالشریعه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهرالكلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- یزدی، سید محمدکاظم، العروةالوثقی، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.