عمدي قتل
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
عمدي قتل د یو داسې چا قصدي وژنه ده چې وژل یې په شریعت کې جایز نه دي. قصداً قتل له لویو ګناهونو څخه ګڼل کیږي. د یو چا د قتل حرمت یو له هغو مسلو څخه دی چې ټول الهي دینونه او بشري قوانین پرې موافق دي. د قران کریم د ایتونو له مخې د انسانانو د وینې احترام واجب او د وژل یې حرام دي.
په قرآن کې د آخرت تر ټولو سخت عذابونه او ابدي پاتی کیدل د قاتل لپاره په پام کې نیول شوي دي. قرآن ناحقه وژنه دومره ستره ګڼلی چې د یوه انسان وژنه د ټولو انسانانو د وژلو په شان ګڼي. له رسول الله(ص) څخه روایت دی چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی لومړنی قضاوت د وینې تویولو په هکله کوي.
په اسلامي فقه کې د باعزته خلکو لکه مسلمان او غیرحربي کافر وژل حرام دي. د اماميه فقهاوو په منځ کې مشهوره فتوا دا ده چې قصداً قتل په دوو معيارونو سره کېږي: يو دا چې د قتل اراده لري او بل د قتل د وسيلې وژونکي شونه. په اسلامي احکامو کې د قصدي وژنې سزا غچ (قصاص) دی. ځان وژنه او ماشوم سقطول هم د قصدي قتل له مصداقونو ګڼل کیږي.
موقعیت
په قصدي توګه وژنه ظم او له لويو ګناهونو څخه ده[1] او په اسلام کې د قصدي قتل د مرتکب لپاره ابدي عذاب سزا ټاکل شوې ده.[2] نور الهي دینونه هم ځان وژنه حرام او له لویو ګناهونو څخه ګڼي.[3] د انسانانو د قتل حرام شونه هغه مسله ده چې د ټولو بشري قوانینو ورباندې اتفاق دی.[4] د ژوند حق یو له خورا اساسي حقونو څخه دی چې د نورو حقونو بنسټ ګڼل کیږي.[5] او دا په ټولو سرچینو او د بشري حقونو په اسنادو کې په رسمیت پيژندل شوی دی.[6] د دې مسلې اهمیت په مذهبي سرچینو کې په ځینې موضوعاتو لکه د قتل حرام شونه، ځان وژنې حرام شونه او د جنین وژنې حرام شونې په بحثونو کې موندل کیدی شي.[7]
په اسلامي فقه کې د وژنې حرمت ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.[۸] او د وژنې احکام د فقهې په ډیرو فصلونو کې ذکر شوي دي لکه جهاد، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، میراث، حد، انتقام او دیت په بابونو کې.[۹]
په اسلام کې د انسان وينې ته درناوى يوازې مسلمانانو سره خاص نه دى؛ بلکې هغه کافران چې له مسلمانانو سره په جګړه کې نه وي او له هغوی سره سوله ییز ژوند کوي، د هغوی ژوند هم خوندي دی.[10]
امام علی (ع) مالک اشتر ته:
نو د حرامو وينو په تويولو سره خپله واکمني مه مزبوتوه. ځکه چې دا یو له هغو شیانو څخه دی چې ستا حاکمیت کمزوری کوي او ضعیفوي او کیدای شي هغه له مینځه یوسي او له نابود یې کړي او د قصدي وژنې په وړاندې د خدای په نزد ستاسو هیڅ عذر نه منل کیږي.[۱۱]
تعریف، شرطونه او حکمونه
قتل په دریو ډولونو ویشل شوی دی: قصدي، شبه قصدي او خطايي.[۱۲] عمدي قتل دې ته ویل کیږي چې په عمدي توګه څوک ووژل شي بې له دې چې کوم څوک یې وژلي وي یا یې په ځمکه کې فساد رامنځته کړی وي.[13] د اسلامي فقهه کې د عمدي قتل لپاره ملاک دا دی چې قاتل باید بالغ او عاقل وي او د هغه کار اراده یې کړی وي چې د قتل لامل شوی دی او همدارنګه د وژلو اراده یې کړی وي یا یې د داسې کار اراده کړی وي چې ډیر وختونه د وژنې لامل کیږي.[14]
د قصدي وژنې ځینې نور احکام په لاندې ډول دي:
د ماشوم او لېوني لخوا قصدي وژنه د شريعت له نظره په خطايي وژنه ګڼل کیږي.[15]
د فقهاوو د مشهورې فتوا له مخې قصدي قتل يوازې د دوو عادلو کسانو په ګواهۍ ثابتیږي.[۱۶]
ځان وژنه[17] او سقط کول د قصدي قتل له مصداقونو دي.[18]
که مقتول د قاتل له خپلوانو وي، نو قصدي وژنه د دې لامل کېږي چې قاتل له ميراث څخه بې برخې شي.[۱۹]
د محترم انسان لکه مسلمان او غیرحربي کافر وژل حرام دي. مګر دا چې د شریعت له مخې په وژلو کې کومه ستونزه نه وي؛ لکه د برید کوونکي کس د ځان په دفاع کې وژل یا په جنګونو کې د ځان د دفاع په حالت کې یا په قصاص کې یا په ځمکه کې د فساد کولو او یا د هغه مجرم وژل چې حد یې قتل دی.[20]
د فقهاوو د مشهورې فتوا له مخې که څوک د تقيى په حالت کې وي او يا په زوره له هغه وغوښتل چې چې څوک وژني، که څه هم خپل ژوند ته یې خطر وي، خو بیا حرامه ده چې قتل وکړي او که قتل يې وکړ، بايد قصاص شي.[۲۱]
قتل په قرآن کې لویه ګناه
د قرآن د آيتونو له مخې د انسان د وينې احترام فرض دی او وژل یې حرام دي.[۲۲] په قرآن کې د بې ګناه انسان وژل له لويو ګناهونو څخه ګڼل شوي دي.[23] د قرآن د مفسر ناصر مکارم شیرازی له نظره، د قتل لپاره په قرآن کې چې تر ټولو سخته کومه سزا بیان شوی دی هغه ډېر سخت عذاب دی.[۲۴] په قرآن کې راغلي دي: «څوک چې مؤمن په قصد سره ووژني، د هغه سزا دوزخ ده؛ په داسې حال کې چې په هغه کې به ابدي وي.»[۲۵]
په قرآن کریم کې قاتلانو ته څلور سختې سزاګانې راغلي دي:
په دوزخ کې خلود او تل پاتی والی،
د خدای په غضب اخته کیدل،
د خدای لخوا لعنت کیدل
لوی عذاب.[۲۶]
د یو انسان وژل د ټولو انسانانو وژل دي
قرآن ناحقه او ناروا وژنه دومره ستره بللې ده چې د یوه انسان وژنه یې د ټولو انسانانو له وژلو سره برابره بللې ده.[۲۷] د مائدې سورت په 32 آیت کې يې فرمايلي دي: «که چا يو کس، بې د کوم نفس په بدل يا په ځمکه کښې د فساد په بدل کښې، مړ کړ نو داسې ده لکه چې ټول خلک يې مړه کړي وي.»[۲۸] علامه طباطبايي د دې آیت په لاندې ډول تشریح کړی چې که یو بې ګناه انسان ووژل شي نو د خدای د پیدایښت له منځه تلل او د خدای د غرض باطلیدل دي. ځکه چې د انسانیت باقی پاتی کیدل له یوه نسله بل نسل سره دي.[29]
د قصدي قتل په اړه روایتونه
په ډیرو روایاتو کې د قتل د ګناه عظمت بیان شوی دی.[۳۰] له رسول الله(ص) څخه په یوه روایت کې راغلي دي چې د قیامت په ورځ به الله تعالی چې کومه لومړۍ فیصله کوي هغه به د وینې د تویولو په هکله وي.[۳۱] په بل روایت کې رسول الله(ص) فرمایلي دي چې که ټوله دنیا تباه شي نو د خدای په نزد له دې اسانه ده چې په ناحقه وینه توی شي.[32] مالک اشتر ته د امام علی(ع) په لیک کښې راغلي دي چې د ناحقه وینه تویولو ځان وساته؛ ځکه چې له دې پرته بل هېڅ شی دومره د بدبختۍ لامل نه کېږي او هېڅ شی له دې څخه لویه پایله نه لري او هېڅ شی د دې عمل په څېر نعمتونه له منځه نه وړي.[۳۳]
د هیوادونو په قوانینو کې د قتل سزا
د عمدي وژنې لپاره د هیوادونو په جزایي قوانینو سخته سزا په نظر کې نیول شوې ده؛ لکه اعدام، عمري قید یا اوږده قیدونه.[۳۴] په اسلامي احکامو کې د قصدي قتل سزا قصاص ده.[35] د مقتول اولیاء حق لري چې قاتل سره له دې دریو حکمونو یو جاري کړي: قصاص، معافي بې د وینې قیمت اخستلو، معافی سره د وینې د قیمت اخیستلو.[36]
په ځینو هیوادونو کې، لکه کاناډا او انګلستان، د وژنې سزا عمري قید دی.[37] په عراق کې، د وژنې اصلي سزا لنډمهاله یا دایمي بند دی، او په ځانګړي حالت کې، د وژنې سزا اعدام دی.[35]
د ایران د اسلامي جزا د قانون د ۳۸۱ مادې له مخې چې په ۱۳۹۲ کال کې تصویب شوی، د قصدي وژنې سزا قصاص ده. د دې قانون له مخې، د مړي وارثانو د رضايت په صورت کې د قصاص پرځای دیه اخستلی شي.[۳۹]
د اسلامي جزا قانون د ۲۹۵ مادې له مخې، د هغه کار پریښودل چې د یو کس د وژنې لامل ګرځي، په ځینو حالاتو کې قصدي قتل ګڼل کیږي؛ لکه مور یا نانځکه چې ماشوم ته د شیدو ورکولو مسولیت لري، ماشوم ته تر هغه وخته پورې شیدې ورنه کړي چې مړ شي، یا ډاکټر یا نرس خپله قانوني دنده پریږدي او کس مړ شي.[40]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنابیجمهور، محمد بن زینالدین، عوالی اللئالی، قم، مؤسسه سید الشهداء(ع)، ۱۴۰۳ق.
- ابوالفتوح رازى، حسين بن على، روض الجنان و روح الجنان فی تفسير القرآن، مشهد، آستان قدس رضوى، بنياد پژوهشهاى اسلامى، ۱۴۰۸ق.
- احمدینژاد، نیما، «بزه قتل عمد در حقوق ایران و فقه امامیه»، پژوهش ملل، شماره ۵۸، آبان ۱۳۹۹ش.
- امام خمینی، سید روح الله، تحریر الوسیله، بیجا، مؤسسه تنظيم ونشر آثار امام خمينی، ۱۳۹۲ش.
- اندک، سیده پریسا، و سیدعلی ربانی موسویان، «مطالعه تطبیقی کیفر قتل عمد در قانون مجازات ایران و عراق»، پژوهشنامه حقوق فارس، شماره ۴، ۱۳۹۸ش.
- پیرداده بیرانوند، احسانالله، «بررسی مبانی فقهی مجازات قتل عمد»، کانون، شماره ۱۰۴، سال پنجاه و دوم، اردیبهشت ۱۳۸۹ش.
- حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- حسینی، سیده رؤیا، «قتل نفس ومجازات آن در ادیان ابراهیمی»، فقه، حقوق و علوم جزا، شماره ۱۶، تابستان ۱۳۹۹ش.
- راوندی، قطبالدین، فقه القرآن، محقق: سید احمد حسینی، بیجا، منشورات مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، بیتا.
- سلیمانی میمندی، نجمه، «بررسی تطبیقی قتل عمد در حقوق ایران و کانادا»، پژوهش ملل، شماره ۴۹، دی ۱۳۹۸ش.
- شهابی، محمود، ادوار فقه، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، مصحح: علی اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضی، ۱۴۰۶ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- «قانون مجازات اسلامی»، مرکز پژوهشهای مجلس شورای اسلامی، بازدید: ۱۲ تیر ۱۴۰۳ش.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
- «قتل عمد و مجازات آن در قانون مجازات اسلامی»، روزنامه اعتماد، ۲۹ آذر ۱۴۰۱ش.
- کلینی، محمدبن یعقوب، الکافی، مصحح: علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مدرسی، سید محمد تقی، احکام شریعت پیرامون حیات طیبه، قم، انتشارات محبان الحسین(ع)، ۱۳۸۶ش.
- مدرسی، سید محمد تقی، تفسیر هدایت، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهشهای اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- مصباح یزدی، محمد تقی، نظریه حقوقی اسلام، تحقیق و نگارش: محمدمهدی نادری قمی، محمد مهدی کریمینیا، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
- معینی، محسن، «قتل»، دانشنامه قرآن و قران پژوهی، ج۲، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران، دوستان ناهید، ۱۳۷۷ش.
- مكارم شيرازى، ناصر، پيام امام امير المومنين(ع)، تهران، دار الكتب الاسلاميه، ۱۳۸۶ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، آیین ما (اصل الشیعة)، قم، امام علی بن ابی طالب علیه السلام، ۱۳۸۸ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، والاترین بندگان، تهیه و تنظیم: ج فرازمند، قم، نسل جوان، ۱۳۸۳ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
- منذری، عبدالعظیم، الترغیب و الترهیب، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
- نجفی جواهری، محمد حسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.
- نهج البلاغه، صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- موحدی ساوجی، محمدحسن، «بررسی تطبیقی حق حیات از دیدگاه قرآن کریم و اسناد حقوق بشر»، دین و دنیای معاصر، شماره ۱۰، ۱۳۹۸ش.
- هاشمی شاهرودی، سیدمحمود، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دائره المعارف فقه اسلامی، ۱۳۹۵ش.