عمرة القضاء
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
عُمْرَةُ الْقَضاء یا عُمْرَةُ القضیة و یا عُمْرَةُ الْقَصاص هغه عمره ده چې حضرت محمد (ص) او مسلمانانو د هجرت د اوم کال په ذی القعده کې ترسره کړه. په عمرة القضاء د هغې نومونه له دې امله وه چې مسلمانانو د تېر کال په ذي القعدې کې د عمرې اراده لرله؛ خو د مکې مشرکانو یې مخه ونیوله او د هغه تړون په اساس چې د حدیبیه سولې په نامه مشهور شو، مسلمانانو اجازه وموندله له سولې یو کال پس د حج عمره ترسره کړی.
پېغمبر په دې عمره کې طواف، او صفا مروه سعي په داسې حال کې چې په اوښ سپور و ترسره کړه او په خپله عصا یې حجر الاسود لمس کړ. د ځینو مفسرانو په باور د بقرې سورې ۱۹۴ ایت د عمرة القضاء په اړه نازل شوی دی. همداراز ځینې باوري دي چې د فتح سورې د ۲۷ ایت نزول او له میمونه بي بي سره د پېغمبر واده په دې سفر کې شوی دی.
نوموَنه
په اوم قمري کال [۱] د اسلام پېغمبر له یو شمېر مسلمانانو سره د عمرې حج د ترسره کولو لپاره مکې ته لاړ.[۲] دا د عمرې حج په دې وجه چې د تېر کال قضا ګڼل کېده، « عمرة القضاء» ونومول شو.[۳]
په تېر کال یعنې د هجرت په شپږم کال، مسلمانانو د عمرې د کولو لپاره د مکې لور ته حرکت کړی و؛[۴] خو مشرکانو مکې ته د هغوي د ورتګ مخه ونیوله. اخر د مسلمانانو او د مکې د مشرکانو په مینځ کې یوه سوله لاسلیک شوه چې د حدیبیه سولې په نوم مشهوره شوه. د حدیبیه سوله لیک په اساس، مسلمانانو په شپږم کال کې د حج د کولو اجازه نه لرله؛ خو ورپسې کال (اوم کال) یې وکړی شول درې ورځې مکې ته داخل شي او عمره یې وکړه.[۵]
عمرة القضار په نورو نومونو لکه «عُمرَة القضیة»، «غَزوَة القضاء»، «عُمرَة الصّلح»،او «عُمرَة القِصاص» هم پېژندل کیږي.[۶] په عمرة القصاص د هغې نومول له دې امله ګڼل شوي چې پېغمبر په حرام میاشته ( د اوم کال په ذي القعدې کې) مشرکان چې په حرام میاشته (د شپږم کال په ذي القعدې کې) یې د هغه د عمرې مخه نیولې وه، قصاس کړل.[۷]
ځینې مفسران باوري دي چې د «الشَّهْرُ الْحَرامُ بِالشَّهْرِ الْحَرامِ وَ الْحُرُماتُ قِصاصٌ؛ ایت (دا حرام میاشته د هغه حرامې میاشتې په بدل کې ده او د حرمتونو [سپکاوی] قصاص لري...»[۸] د دغه واقعې په اړه نازل شوی دی.[۹]
د مکې په لور تګ
د پېغمبر (ص) د امر مطابق، هغه ټول کسان چې په حدیبیه سوله کې موجود وو، د اوم قمري کال په ذي القعدې کې د مکې په لور روان شول. ځینې نور کسان هم له هغوي سره یو ځای شول او د مسلمانانو شمېر دوو زرو تنو ته ورسېد.[۱۰] مسلمانانو د قربانۍ لپاره ۶۰ اوښان له ځان سره بوتللې وو.[۱۱] پېغمبر (ص) ابوذر غفاري په مدینه کې خپل ځای ناستی کړ.[۱۲]
د حدبیه سولې په اساس مسلمانانو یوازې د مسافر له وسلې سره [یادداشت۱] مکې ته د ورتګ اجازه لرله.[۱۳] سره له دې پېغمبر ۲۲۰ مسلمانان له اسونو او جنګي وسلو سره له مکې بهر مستقر کړل چې که د مکې خلکو د جنګ اراده لرله، مسلمانان وکړی شي له ځانه دفاع وکړي.[۱۴]
مکې ته ننوتل
مکې ته د مسلمانانو په ننوتلو سره، ځینې مشران له دغه ښاره ووتل.[۱۵] ځینې نور په ښار کې پاتې شول چې پېغمبر (ص) او مسلمانان وویني. پېغمبر خپل ښی لاس د احرام له جامې رابهر کړ او مسلمانانو هم دغه کار وکړ چې خپل طاقت د مکې خلکو ته وښیي.[۱۶] پېغمبر په داسې حال کې چې په اوښ سپور و، د کعبې طواف یې وکړ او د صفا او مره تر مینځ یې سعي وکړه.[۱۷] همداراز حجر الاسود یې په خپلې امسا سره استلام کړ.[۱۸] پېغمبر (ص) د حج له عملونو وروسته کعبې ته ننوت او بلال د کعبې لپاسه د ماسپښین اذان ورکړ.[۱۹]
نورې پېښې
په عمرة القضاء کې نورې پېښې هم شوي چې ځینې یې په دې ډول دي:
- د حارث له لور میمونه سره د پېغمبر واده [۲۰] کله چې د پېغمبر او ملګرو یې درې ورځنی مهلت پای ته ورسېد د مکې مشرانو پېغمبر ته یو څو کسان ولېږل او ترې یې وغوښتل چې له مکې ووځي، پېغمبر وړاندیز وکړ چې له میمونه سره یې د واده دستورې په مکې کې ترسره شي او د مکې خلکو ته یوه ولیمه ورکړي؛ خو هغوي د پېغمبر وړاندیز ونه مانه.[۲۱]
- د فتح سورې د ۲۷ ایت نزول: [۲۲] په دې کې د حج ځینې احکام لکه حلق او تقصیر راغلي دي.[۲۳]
- مدینې ته د حمزه بن عبدالمطلب د لور عماره لېږدول چې په مکې کې اوسیدله او خپل تره جعفر ته د هغې د سرپرستۍ سپارل.[۲۴]