عمرو بن عبدود
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
عَمرو بن عَبدِوُدّ یا عَمرو بن عَبدِوَدّ (په ۵ هجري کې ووژل شوی) د قریشو له غوره جنګیالیو څخه و چې د خندق په جګړه کې د امام علي (ع) په لاس ووژل شو. د ځینو روایتونو له مخې رسول الله(ص) په دې جنګ کښې په عمرو بن عبدود باندې د علی بن ابی طالب (ع) ګوزار د ټولو پیریانو او انسانانو له عبادت څخه غوره ګڼلی دی. ابن تیمیه چې د اهل سنتو عالم او د سلفیت بنسټ ایښودونکی دی، د عمرو بن عبدود له وجوده انکار کړی دی. ځينو پوهانو د ابن تيميه انګيزه د امام علي (ع) له فضيلت څخه انکار ګڼلې ده.
د مناقب آل ابي طالب په کتاب کې چې ابن شهر آشوب ليکلي، ليکي چې امام علي(ع) له عمرو بن عبدود سره د جګړې په وخت کې له دې وروسته چې عمرو د هغه حضرت په مخ باندې توکې واچولې، امام د څو شېبو لپاره د خپلې غصې د ختمولو لپاره جګړه بنده کړه. بیا یې عمرو وواژه.
د خندق په جګړه کې د هغه ژول کیدل
د عمرو بن عبدود د زوکړې او ژوند په اړه په تاریخي او روایتي منابعو کې هیڅ معلومات نشته، مګر دا چې هغه د قریشو د بني عامر بن لؤي له قبیلې څخه و،[1] شیعه او سنیانو د سرچینو له مخې هغه په جنګ احزاب (خندق) کې د هجري قمري په پنځم کال له عکرمه بن ابي جهل، هبیره بن ابي وھب، نوفل بن عبدالله بن مغیره او ضرار بن الخطاب سره په سختۍ سره د مسلمانانو له خوا له کنستی شوي خندقه تېر شول،[2] عمر ابن عبدود چې د قریشو دریم جنګیالې وی[3] او د زرو جنګیالیو برابر ګڼل کېده[۴] هغه یو ځان سره مقابلې ته جنګیالې غوښته او مسلمانان یې ذلیلول او ویل یې: ستاسو تر منځ مې د مقابلې سړي د غوښتلو لپاره دومره چغې ووهلې چې اواز مې کښیناست. [۵] [یادونه ۱] د منابعو له مخې علي بن ابي طالب هر ځل د عمرو بن عبدود په مقابل کې له هغه سره د جګړې لپاره پورته کېده. خو د پېغمبراکرم په غوښتنه کېناسته؛ تر دې چې پېغمبر اکرم امام علي(ع) ته د جګړې اجازه ورکړه او خپله پګړۍ يې هغه ته پر سر وتړله او خپله توره يې هغه ته ورکړه چې عمرو سره وجنګیږي.[6]
د امام علی(ع) ګوزار
امام علي(ع) لومړی عمرو بن عبدود ته بلنه ورکړه چې د خدای په وحدانیت او رسالت باندې شاهدي ورکړي او له انکار وروسته یې له هغه څخه وغوښتل چې په هماغه لاره چې راغلی دی بیرته لاړشي او کله چې هغه انکار وکړ نو هغه ته یې وویل چې له خپل آس څخه ښکته شه. او جګړه وکړه او هغه ومنله او حتی د ابن ابی الحدید د روایت له مخې هغه د خپل آس پښې پرې کړې.[7] یا دا چې هغه د خپل آس په مخ زخم وواهه او آس یې وتښتیده.[8] د جابر ابن عبدالله انصاري د روایت له مخې چې له امام علي سره و، د علي بن ابي طالب او عمرو بن عبدود تر منځ جګړه تیزه شوه، تر دې چې د امام علي(ع) د تکبير غږ پورته شو او مسلمانان پوه شول چې عمرو بن عبدود وژل شوی دی [۹] جابر بن عبدالله چې د دې صحنې شاهد وو، د عمرو له وژل کیدو وروسته د نورو مشركان تښتېدل، د داؤد له خوا د جالوت له وژلو او د جالوت د لښکر له ماتې سره پرتله کړي دي.[۱۰] [۲ يادونه] د تاريخي سرچينو له مخې سربېره پر عمرو بن عبدود د هغه زوی حِسْل هم د امام علی(ع) لخوا ووژل شو.[11] په ځینو راپورونو کې راغلي چې د عمرو بن عبدود له وژلو وروسته، امام علي(ع) د هغه سر د رسول الله (ص) په وړاندې کېښود. په دې وخت کې ابوبکر او عمر پاڅیدل او د امام علی(ع) مخ یې ښکل کړ او پيغمبر(ص) چې خوشحالي یې په څیرې کې څرګنده وه، وفرمايل: دا (حقيقي) فتحه ده، يا ويې فرمايل: دا لومړۍ فتحه ده، چې د مشرکانو شان او شوکت او له هغو وېره یې له منځه یوړه او له دې ورځې وروسته به نور هغوي مونږ سره جګړه نه کوي او دا موږ یو چې له دوي سره به جنګیږو.[۱۲]
د ابن شهر آشوب مازندراني (وفات ۵۸۸ هـ ق) په کتاب مناقب آل ابي طالب کې له امام علي (ع) څخه نقل شوي دي چې عمرو ابن عبدود له امام علي (ع) سره د جګړې په وخت کې د هغه پر مخ توکاڼي وتوکل نو علي ابن ابي طالب د څو شېبو لپاره عمر ابن عبدود سره جنګ کول پرېښودل چې د خپلې شخي قهر او غوسه او خپل زړه د سړولو لپاره یې ونه وژني او له دې وروسته چې غصه یې قابو کړه عمرو یې خداى د رضا لپاره وواژه.[13] د مولوي(وفات کال672 هـ ق) په شعر کې چې له دې بیت سره پيلېږي: «از علی آموز اخلاص عمل/ شیر حق را دان منزه از دغل»؛ له علي څخه د عمل اخلاص زده کړه / د حق زمری له فریب څخه پاک دی»"، ذکر شوی روایت راغلی دی.[۱۴]
از علی آموز اخلاص عمل | شیر حق را دان مطهّر از دغل | |
در غزا بر پهلوانی دست یافت | زود شمشیری بر آورد و شتافت | |
او خدو انداخت در روی علی | افتخار هر نبی و هر ولی | |
آن خدو زد بر رخی که روی ماه | سجده آرد پیش او در سجدهگاه | |
در زمان انداخت شمشیر آن علی | کرد او اندر غزااَش کاهلی | |
گشت حیران آن مبارز زین عمل | وز نمودن عفو و رحمت بیمحل | |
گفت بر من تیغ تیز افراشتی | از چه افکندی مرا بگذاشتی | |
آن چه دیدی؟ بهتر از پیکار من | تا شدی تو سست در اِشکار من | |
آن چه دیدی؟ که چنین خشمت نشست | تا چنان برقی نمود و باز جست | |
گفت من تیغ از پی حق میزنم | بندهٔ حقم نه مأمور تنم | |
شیر حقم، نیستم شیر هوا | فعل من بر دین من باشد گوا [۱] |
ژباړه:
په عمل کې اخلاص زده کړه له علي نه | له دغل سپېڅلي، حق د دې زمري نه | |
په غزا کې یې راڅملوه پهلوان | توره یې کیښوده په څټ ورته په آن | |
وې تُوکلې په مخ لاړې د علي | چې دی ویاړ د هر نبي او هر ولي | |
وې تُوکل په هغه مخ چې مخ د ماه | ورته پروت وي په سجده په سجده ګاه | |
علي توره کړه ارتاو په دې زمان | لاس یې واخسته له جنګ په هغه آن | |
جنګیالی په دې خبره لالهان شو | په دې بې وخته بخشش عفوې حیران شو | |
ویل یې تا چې په ما توره راویستله | ولې پرې دې ښودم ودې توغوله؟ | |
څه دې ولیدل بهتر تر دې پیکار | چې دې واخستلو لاس زما له ښکار | |
هغه څه وو چې غصه یې درسړه کړه | یو دم بله شوه او دومره زر یې مړه کړه | |
داسې څه دې ولیدل چې یې نشان | بل اورونه کړل زما په دل او جان | |
څه دې ولېدل برتر له کون مکان | زه دې معاف کړمه وو لوړ زما تر جان؟ | |
ویل یې زه د حق لپاره وهم توره | زه بنده یم د حق، نه د ځان ماموره | |
شیر د حق یم زمری نه یم د نفسونه | دین زما په دین ګواه زما کارونه[۲] |
په روایتي منابعو کې له رسول الله (ص) څخه روایت شوی چې د خندق په جنګ کې په عمرو بن عبدود باندې د علي (ع) ګوزار د پیریانو او انسانانو له عبادت څخه ډیر افضل لري.[۱۶] د اهل سنتو په ځینو روایتونو کې له پېغمبراکرم(ص) څخه راغلي دي، چې امام علي(ع) چې عمرو باندې ګوزار وکړ نو هغه حضرت(ص) ورته وفرمايل: اې علي تاته زېری دى، چې ستا نننۍ ګوزار زما د امت له عملونو څخه غوره دی.[17] په المستدرك علی الصحيحين کې حام نیشاپوري روایت کړی چې له پېغمبراکرم (ص) څخه روايت دى چې د علي(ع) دا ګوزار تر قيامت پورې زما د امت له عملونو څخه ډېر غوره دى.[١٨] د عمرو بن عبدود له وژلو وروسته امام علي(ع) د هغه له شخصي کالیو هيڅ هم روانه خستل. کله چې یې له هغه څخه وپوښتل چې تا ولې دا کار ونه کړ او د هغه زغره دې راوانه خسته چې دا زغره په عربو کې بې څاري وه، نو هغه وفرمایل: زه له دې وشرمیدم چې د خپل د تره زوي بدن څرګند کړم.« إنّي استحيتُ أن أكشِفَ عن سوأة ابن عمّي »[۱۹] د عمرو خور چې کله له دې خبرې خبر شوه نو ویې ويل: زه به هيڅکله په دې افسوس ونه کړم چې ورور مې ووژل شو، ځکه چې هغه د يو عزتمند کس په لاس وژل شو، او که داسې نه وی، نو ټول عمر به مې ژړلي وای.[20]
د عمرو په وجود کې شک
ابن تیمیه چې سني عالم او د سلفیت بنسټ ایښودونکی دی، د عمرو بن عبدود په وجود کې شک کړی دی؛[۲۱] د هغه په اند د بدر او احد او په نور هیڅ یو جنګ کې د عمرو بن عبدود نوم نه موندل کیږي. او کوم څه چې د هغه په هکله د خندق په جګړه کې ذکر شوي، په صحیح مسلم او صحیح بخاري کې په هیڅ یوه کې هم نه دي ذکر شوي.[۲۲] خو د خندق په جګړه کې د عمرو بن عبدود شتون په تاریخي منابعو لکه تاریخ طبري[23] او تاریخ الاسلام ذهبي[24] کې ذکر شوي دي او حاکم نیشاپوري چې له سنی عالمانو څخه دی په خپل کتاب المستدرک علی الصحیحین کې د بدر په جګړه کې د عمرو بن عبدود شتون او د هغه د ټپي کیدو په اړه یو روایت نقل کړی دی.[۲۵] همدارنګه په تاریخي سرچینو کې د حسن بن ثابت په شعرونو کې چې هغه یو صحابي د امام علي په لاسونو د عمرو په وژلو ویاړ کول ذکر شوي دي.[۲۶] او همدارنګه د هغه په ماتم کې شعرونه د مسافع بن عبدمناف،[۲۷] هبیره بن ابي وهب،[۲۸] د عمرو بن عبدود له ملګرو څخه و او هغه سره سم له خندقه تېر شوی و ذکر شوي دي.[۲۹] او د عمرو د خور له خوا هم[۳۰] ځینې شعرونه نقل شوي دي.
ځینو څیړونکو د ابن تیمیه دا شک کول د دې لپاره ګڼلی دی چې د امام علی(ع) له فضیلتونو انکار وکړي.[31]
فوټ نوټ
- ↑ مولوی، مثنوی معنوی، دفتر اول، سایت گنجور
- ↑ منظومه ترجمه له ډاکټر عبدالرحیم درانی