عنایت‌ الله قهپایی

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده !

عنایت‌ الله قُهْپایی (له ۹۷۵ق مخکې -له ۱۰۲۶ق وروسته)،د یوولسمې قمري پېړۍ شیعه رجال پېژندونکی او د رجالو د علم د مشهور کتاب مجمع الرجال لیکوال دی.[۱] هغه په دې کتاب کې د شیعه په پینځګونو رجالي کتابونو کې چې کوم راویان ذکر شوې (رجال کَشّی، رجال طوسی، فهرست طوسی، رجال نَجاشی، رجال ابن‌غَضائِری) د الفبا د حروفو په ترتیب سره منظم کړي او ځینې نور یې پرې هم ورزیات کړي دي.[۲]

عنایت‌الله قهپایي د مجمع الرجال له تالیفه مخکې د ابن غضائري له رجاله پرته، له پینځګونو شیعه رجالي کتابونو څخه هر یو په مستقل ډول د الفبا حروفو په ترتیب برابر کړي او پرې یې ځینې حاشیې ورزیاتې کړې دي.[۳] هغه همدارا د محمد اِستر ابادي په لیکلي کتاب منهج المقال او د مصطفی تفرشي په لیکلي کتاب نقد الرجال ځینې لمن لیکونه ولیکل.[۴]

عنایت الله قهپایي د مقدس اردبیلي، شیخ بهایي او عبدالله شوشتري اصفهاني په درسونو کې برخه اخستله.[۵] په سرچینو کې د هغه د شاګردانو نوم نه دی اخستل شوی سره له دې آقا بزرګ تهراني د یو رجالي کتاب نوم اخستی چې لیکوال یې ځان د قهپایي شاګرد ابوالحسن بن عبدالله معرفي کړی دی.[۶] آقا بزرګ احتمال ورکړی چې د هغه پوره نوم ابوالحسن بن عبدالله کاشي (وفات وروسته له ۱۰۲۰ق) وي.[۷]

قهپایي په زکّی نجفي ملقب دی.[۸] دهغه د اصل او نسب په باره کې اختلاف دی. ځینو ترجمه لیکونکو د هغه اصل د اصفهان په ختیځ کې له یوه ښار کوهپایه [۹] ګڼلې او ځینو نجف بللی دی.[۱۰] تراجم لیکونکي عبدالله افندي د هغه اصل له نجفه خو د زوکړې ځای یې کوهپایه لیکلی دی.[۱۱] قهبایي له قهبایه سره چې د کوهپایه معّرب دی نسبت لري.[۱۲] هغه په نجف او اصفهان کې او یوه موده د لومړي شاه عباس په امر په کوهپایه کې استوګن و.[۱۳]

د قهپایي د وفات د تاریخ څه معلومات نیشته. شیعه اوسمهاله متکلم جعفر سبحاني، د قهپایي په لاس د من لایحضره الله الفقیه د کتاب له لیکنې نتیجه اخستې چې د هغه وفات له ۱۰۲۶ کاله وروسته دی.[۱۴]

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ اړیکه