غساله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

غُساله، هغه اوبه چې د یو نجس شي له وینځلو وروسته له هغه جدا او پاتې کیږي. شیعه فقیهانو د غسالې او د هغه د احکامو په اړه د طهارت په باب کې خبرې کړې دي. د فقیهانو له نظره د آب کثیر (ډېرو اوبو) لکه کرُ یا د باران د اوبو غساله، پاکه ده، خو د قلیلو اوبو د غسالې په اړه د نظر اختلاف موجود دی، زیاتره یې باوري دي چې د قلیلو اوبو غساله نجسه ده.

تعریف

غساله په فقه کې، هغو اوبو ته ویل کیږي چې د یو نجس او پلیت شي لکه بدن او اوبو له وینځلو وروسته له هغې جدا (او پاتې) کیږي.[۱] شیعه فقیهانو په عملیه رسالو کې د طهارت د احکامو په بیان کې د غساله د احکامو په اړه خبرې کړې دي.[۲]

فقهي حکم

د ټولو شیعه فقیهانو له نظره، د آب کثیر (کثیرو او ډېرو اوبو) غساله پاکه ده او هغه څه چې پکې د نظر اختلاف موجود دی، د قلیلو اوبو غساله ده. په دې برخه کې ځینې نظرونه دا دي:

  • نجاست: ځینو فقیهانو لکه علامه حلي د قلیلو اوبو غساله نجسه ګڼلې او په دې باور دي چې تر هغه وخته چې یو شی نه وي پاک شوی، کومې اوبه چې له هغه جدا کیږي هغه هم نجسې دي.[۳] د اکثره فقیهانو نظر همدا دی.
  • طهارت: محقق کرکي دا نظر سید مرتضي، ابن ادریس او شیخ طوسي ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې اکثرو متقدمو فقیهانو دا نظر درلود.[۵] صاحب جواهر هم دغه نظر پیاوړی ګڼلی دی.[۶]
  • تفصیل: ځینو فقیهانو لکه سید کاظم یزدي، هغه اوبه چې ورسره عین نجاست لرې شوی وي نجسې ګڼلې، خو د هغو اوبو په اړه چې ورسره عین نجاست نه وي لرې شوی، د احتیاط او ترې ډډه کولو حکم ورکړی دی.[۷]

اړونده احکام

  • د هغو اوبو غساله چې د استنجا یعنې د وړو او لویو متیازو د مخرجونو د وینځلو لپاره استفاده کیږي، پاکه ده په دې شرط چې غساله کې بدلون رانه شي او په نجاست تویې نه کړی شي او له نجاست سره ګډې نه شي او تشې او ډکې متیازې له بل کوم نجاست سره ګډې نه وي.[۸]
  • که د اوبو رنګ، بوی یا یې خوند بدل شوی وي، غساله نجسه ده.[۹]
  • ځینو شیعه فقیهانو ویلي چې که غساله پاکه هم فرض کړو، ورسره اودس یا غسل کول جایز نه دي.[۱۰] همداراز په دې اړه چې آیا کولی شو په هغه سره نجاست لرې کړو یا نه، د نظر اختلاف موجود دی.[۱۱]

ځانګړۍ لیکنه

د غسالې په اړه ځینو جدا اثار لیکل شوي دي؛ منجمله حکم الغساله، د محمد صالح حایري مازندراني لیکلی، او همداراز د غسالې په احکامو کې یوه رساله چې سید صدرالدین صدر لیکلې ده.[۱۲]

فوټ نوټ

سرچينې