فدک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د مدینې په شمال کې د فدک سیمه

فَدَک، په حجاز سیمه کې خیبر ته نزدې یو ښېرازه کلی و چې یهودیان پکې اوسېدل. دا سیمه په خېبر جنګ کې بې له نښتې د مسلمانانو لاسته ولوېده. پېغمبر د «وَآتِ ذَا الْقُرْ‌بَیٰ حَقَّهُ؛ او د خپلوانو حق ورکړه» له نازلېدو وروسته هغه خپلې لور فاطمې (س) ته وبخښه.

د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته، د لومړي خلیفه او فاطمه (س) تر مینځ د فدک د مالکیت په سر شخړه وشوه چې د فدک په قصې پېژندل کیږي. ابوبکر فدک د خلافت په ګټه سرکاري او ضبط کړ او همدا مساله د فاطمې د اعتراض سبب شوه. فدک د امویانو او عباسیانو په زمانه کې هم د خلفاوو په لاس کې و. البته په ځینو پړاوونو کې ځینو اموي او عباسي خلیفه ګانو دغه سیمه د فاطمې بچیانو ته ستنه کړې ده؛ که څه هم ورپسې خلیفه ګانو بېرته واخیسته.

فدک د عربستان په حائل ولایت کې پروت دی او په «وادي فاطمه» پېژندل کیږي او د خرماوو باغونو ته یې « د فاطمه بڼ» ویل کیږي. همداراز په دې سیمه کې جومات او ځینې کویان دي چې په «مسجد فاطمه» او «عیون فاطمه» مشهور دي.

جغرافیايي موقعیت او تاریخي اهمیت

د فدک سیمې د باغونو انځور

فدک په حجاز کې[۱] او د مدینې په کابو ۲۰۰ کلومیټرۍ کې یو ټاټوبی و.[۲] دغه سیمه د اسلام په لومړیو کې د یهودیانو د استوګنې سیمه وه.[۳] او په خېبر جنګ کې، بې له نښتې د مسلمانانو لاسته ولوېده[۴] او پېغمبر هغه فاطمه (س) ته وبخښله.[۵] د پېغمبر له وفاته وروسته د فدک د مالکیت په سر اختلاف سبب شو چې په دې اړه د شیعه او سني په کتابونو کې ډېر پراخ بحثونه وشي[۶] او په دې اړه جدا جدا کتابونه ولیکل شي.[۷] همداراز په مختلفو پړاوونو کې د هغه په اړه د واکمنانو د ځينو غبرګونونو سبب شو.[۸]


د فدک سیمې ارزښت

د فدک سیمه د اسلام د ظهور په وخت، له ډېرو باغونو او د خرما له بڼونو ډکه وه.[۹] یو شیعه عالم ابن ابی الحدید (وفات ۶۵۶ق) نقل کړي چې د فدک د خرماوو د ونو ارزښت په هغه زمانه کې د کوفې ښار د کجورو له ونو سره برابر وو چې دغه ښار په هغه وخت کې پراخ د خرماوو باغونه لرل.[۱۰] د سرچینو په اساس، یهودیان د دوهم خلیفه تر زمانې پورې په فدک کې اوسېدل؛ خو هغه هغوي د دغه سیمې پرېښودولو ته مجبوره کړل.[۱۱] نقل شوي دي چې کله چې عمر بن خطاب یهودیان له حجازه ووېستل، هغوي ته یې د فدک د نیمایي برخې ۵۰ زره درهمه ورکړل.[۱۲] په سرچینو کې د فدک کلنی عاید د پېغمبر (ص) په زمانه کې له ۲۴ زرو دینارو [۱۳] تر ۷۰ زره دیناره اټکل شوی دی.[۱۴]

پر فدک د مسلمانانو واکمني

وروسته له دې چې پېغمبر (ص) په خېبر جنګ کې د خیبر سیمه او کلاګانې یې فتح کړې، د فدک په قلعو او کروندو کې استوګنو یهودیانو پېغمبر (ص) ته ځینې استازي ولیږل او په سوله راضي شول. وټاکل شوه نیم فدک د هغوي لپاره وي. له دې امله فدک بې له جنګ او لښکر کښۍ د مسلمانانو لاسته ولوېده.[۲۶] د فیء،[یادداشت ۱] ایت په اساس هغه مالونه چې بې جنګه لاسته راشي فَیء نومول کیږي. او پېغمبر (ص) اختیار لري هغه هغو کسانو ته چې په خپله یې صلاح ګڼي، ورکړي.[۲۷] د شیعه [۲۸] او اهل سنت [۲۹] سرچینو په نقل د اسراء سورې د ۲۶ ایت په نازلېدو سره چې خپلوانو ته د حق ورکولو په اساس وه (وَآتِ ذَا الْقُرْ‌بَیٰ حَقَّهُ)،[۳۰] پېغمبر (ص) فدک فاطمې (س) وسپاره.

د فدک د مالکیت په سر شخړه

اصلي مقالې: د فدک و نحن معاشر الانبیاء لا نورث ماجرا

د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته د فدک د مالکیت په سر اختلاف او شخړه رامینځته شوه. په دې کیسې کې، ابوبکر فدک له فاطمې (س) واخیسته او هغه یې د خلافت په ګټه سرکاري او ضبط کړ.[۳۱] د ابوبکر استدلال دا و چې پېغمبران میراث نه پرېږدي او مدعي و چې دا خبره یې له پېغمبر(ص) اورېدلې ده.[۳۲] فاطمې (س) په فدکیه خطبې کې د ابوبکر دا خبره د قرآن خلاف وبلله.[۳۳] او امام علي(ع) او اُم‌اَیمن یې شاهدان راوړل چې پېغمبر(ص) له وفاته مخکې فدک هغې ته بخښلی دی.[۳۴] ابوبکر ومنله او یو کاغذ یې ولیکه چې څوک دې له فدک سره غرض ونه لري. کله چې فاطمه(س) له مجلسه بهر ووتله، عمر بن خطاب هغه لیک واخیسته او وې شلوه.[۳۵]

د امام علي(ع) د انصاف غوښتنې له بې نتیجې پاتې کېدو وروسته فاطمه جومات ته لاړه او یوه خطبه یې ولوستله چې په فدکیه خطبه مشهوره شوه.[۳۶]

فدک د امویانو او عباسیانو په زمانه کې هم د خلفاوو په لاس کې و. البته ځینو خلفاوو لکه عمر بن عبدالعزیز اموی،[۳۷] سَفّاح[۳۸] او مأمون عباسي[۳۹] هغه د فاطمې بچیانو ته ستون کړ. متوکل عباسی (حکومت: ۲۳۲-۲۴۷ق) د مامون له حکمه مخکې حالت ته د فدک د ستنولو حکم ورکړ.[۴۰]

له فدکه پاتې اثار

فدک د عربستان په حائل ولایت کې واقع دی. په دې سیمه کې د «الحائط» په نامه یو ښار جوړ شوی دی.[۴۱] د فدک سیمه د «وادی فاطمه» په نامه پېژندل کیږي او د کجورو باغونو ته یې « د فاطمه بڼ» وایي. همداراز په دې سیمه کې یو جومات او ځینې څاګانې دي چې په «مسجد فاطمه» او «عیون فاطمه» مشهورې دي.[۴۲] د دغه سیمې کورونه او برجونه په کنډوالو بدل شوي او زیاتره بڼونه یې وچ شوې دي.[۴۳] په ۱۳۸۷ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومتي چارواکي اکبر هاشمي رفسنجاني له یو پلاوي سره د هغه کتنه وکړه.[۴۴]

لیکنې

د فدک په اړه ځینې کتابونه په دې ډول دي:

فدک و العَوالی اَو الحَوائِط السَّبعة فی الکتابِ و السّنةِ و التّاریخ و الأدب، لیک د سید محمدباقر حسینی جلالی (زاده ۱۳۲۴لمریز): په دې کتاب کې د فدک تاریخچه، جغرافیایي موقعیت یې او ورپورې اړوند حدیثي او کلامي بحثونه شوې دي.[۴۵] دا کتاب په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د ولایت د کال تر ټولو غوره کتاب وګڼل شو.[۴۶]

فدک از غصب تا تخریب، لیک د غلامحسین مجلسی کوپائی: دا کتاب په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په ۲۹۰ مخونو کې خپور شوی دی.[۴۷] په دې کې د اکبر هاشمي رفسنجاني او ورسره ملګري پلاوي مکې ته د سفر او د فدک د لیدنې راپور هم وړاندې شوی دی.[۴۸]


ګیلري

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌طاووس، سیدعلی بن موسی، کشف المحجة لثمرة المهجة، نجف، المطبعة الحیدریة، ۱۳۷۰ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری (الجامع المسند الصحیح المختصر من أمور رسول الله(ص) و سننه و أیامه)، تحقیق محمد زهیر بن ناصر، بیروت،‌ دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • بلادی، عاتق بن غیث، معجم معالم الحجاز، دارمکه/مؤسسه الریان، ۱۴۳۱ق،
  • بلاذری، احمد بن یحیی بن جابر، فتوح البلدان، تحقیق صلاح الدین المنجد، قاهره، مکتبة النهضة المصریة، ۱۹۵۶م.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • جوهری بصری، ابوبکر احمدبن عبدالعزیز، السقیفة و فدک، تحقیق: محمدهادی امینی، تهران، مکتبة النینوی الحدیثه، ۱۴۰۱ق.
  • «دغدغه فاطمه(س) نجات میراث نبوت بود/ نگاهی تاریخی به خطبه فاطمی»، خبرگزاری مهر، درج مطلب ۹ بهمن ۱۳۹۸ش، مشاهده ۴ تیر ۱۴۰۲ش.
  • حسنی، علی‌اکبر، فدک و بازتاب‌های تاریخی و سیاسی آن، قم، کنگره هزاره شیخ مفید، ۱۳۷۲ش.
  • سبحانی، جعفر، فروغ ولایت: تاریخ تحلیلی زندگانی امیر مؤمنان علی(ع)، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ ششم، ۱۳۸۰ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، بیروت، دار المعرفة للطباعة والنشر، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم ۱۴۱۰ق.
  • صدر، محمدباقر، فدک فی التاریخ، تحقیق عبدالجبار شرارة، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۵ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان، انتشارات جامعه مدرسین، قم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، الاحتجاج على أهل اللجاج‏، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، به تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ط الثانیة، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • علامه حلی، الحسن بن یوسف، نهج الحق وکشف الصدق‏، بیروت، دار الکتاب اللبنانی‏، ۱۹۸۲م.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تحقیق هاشم رسولی، تهران، مکتبة العلمیة الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، داراحیاء التراث العربی، سوم، بیروت، ۱۴۲۰ق.
  • قطب راوندی، سعید بن هبة الله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسة الامام المهدی (عج)، ۱۴۰۹ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • متقی هندی، علی بن حسام‌الدین، کنز العمال فی سنن الأقوال والأفعال، تحقیق بکری حيانی و صفوة السقا، مؤسسه الرسالة، چاپ پنجم، ۱۴۰۱ق.
  • مجلسی کوپائی، غلامحسین، فدک از غصب تا تخریب، قم، دلیل ما، ۱۳۸۸ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت،‌ دار أحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مرجانی، عبدالله بن عبدالملک، بهجة النفوس و الأسرار فی تاریخ‌دار هجرة النبی المختار، بیروت، دارالغرب الاسلامی، چاپ اول، ۲۰۰۲م.
  • مقریزى‏، إمتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع‏، بیروت، دارالكتب العلمية، چاپ اول ۱۴۲۰ق.
  • حسینی میلانی، سید علی، فدک در فراز و نشیب؛ پژوهشی در مورد فدک در پاسخ به یک دانشور سنی، قم، الحقایق، ۱۳۸۶ش.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دارصادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.