فرائد الاصول (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

فرائد الاصول یا د رسائل کتاب د اصول الفقه په علم کې

فَرائِدُ الاُصول یا رسائل د اصول الفقه په علم کې د شیخ مرتضی انصاري(1214 - 1281هـ ق) لیکلی کتاب، هغه مشهور شیعه فقیه او اصولي و. رسائل د شیعه فقهې په اصولو کې یو ډیر مهم کتاب دی چې دې علم کې یې انقلاب راوستی دی او د شیعو وروستني عالمان ترې ډیر متاثر شوي وو.

دې کتاب ته د لیکوال له دورې راهیسې د شیعه عالمانو پام شوی دی او تدریس شوی او تشریح شوی دی. په دې کې شیخ انصاري د علمِ اصول لپاره یو نوی جوړښت وړاندې کړی دی او هم یې نوی نظریات وړاندې کړي دي چې د هغو نظریاتو د سموالي او اهمیت په خاطر د شیعه علماوو له خوا ومنل شول.

د قطع او ظن بحثونو ته نظم ورکول، اصول عملیه ته نظم ورکول، د قطع د حجیت ذاتي بلل، په احتیاط کې د علمِ اجمالي اغیز، مصلحت سلوکیه او د ظن حجیت د دې کتاب ځینې نوښتونه دي.

فرائد الاصول د دیني مدرسو د لوړو زده کړو لپاره یو درسي کتاب دی. په دې باندې ډېرې شرحې او حاشيې هم ليکل شوي دي، چې تر دوه سوه کتابونو پورې ګڼل شوي دي. په دې کې ځینې شرحې دا دي: دُرَرُالفوائد، د آخوند خراساني تالیف، بحرالفوائد، د محمدحسن آشتیاني تالیف او اَوثق‌الوسائل، د میرزا موسی تبریزي تالیف.

لیکوال

اصلي مقاله: شیخ مرتضی انصاري

مرتضی بن محمدامین انصاري(۱۲۱۴ -۱۲۸۱هـ ق) چې په شیخ انصاري مشهور دی، د دیارلسمې هجري قمري پیړۍ له شیعه عالمانو څخه دی،[۱] له صاحبِ جواهر وروسته د شیعو مرجع تقلید شو[2] شیخ انصاري ته «خاتم الفقهاء و المجتهدین» لقب ورکړی شوی دی او له هغه وروسته شیعه د ده شاګردان او پیروان ګڼل شوي دي.[3]


فرائد الاصول یا راسائل او مکاسب د شیخ انصاري په نوم کتابونه دي. دا دوه کتابونه د دیني مدرسو د طالبانو درسي کتابونه دي او ډېرې شرحې ورباندې لیکل شوي دي.[4]

د کتاب اهمیت

رسائل د فقهې په اصولو کې د شیخ انصاري تر ټولو مهم او «بدیع» کتاب چې ډېر اغیز یې لرلی دی، ګڼل کیږي.[5] د سید محسن امین په وینا د دې کتاب ډېر مطلبونه نوي دي او ډېرو مشهورو شیعه علماوو په دې حاشیې ليکلي دي[6] اقا بزرګ تهراني په خپل کتاب الذریعه کې لیکلي دي چې رسائل د ليکوال له دورې راهيسې تدريس کیده او ورباندې بحث کیده.[7]

دې کتاب د علمِ اصول په جوړښت او د محتوا له پلوه د خپلو نوښتونو له امله په دې علم کې بنسټیز بدلون رامنځته کړی دی. او اوس هم دا د دیني مدرسو په کچه یو له خورا مهم تعلیمي متنونو څخه دی.[8] محمد جواد مغنیه (1322-1400ق) چې د لبنان یو شیعه عالم دی لیکلي دي له شیخ انصاري وروسته چې څومره اصولیان راغلي دي د شیخ انصاري له نظرونو یې په خپلو اصول عملیه رسائل کې ګټه اخستې ده.[9]

د کتاب محتوا او جوړښت

په فرائد الاصول د اصول فقه پينځه رسالې په دې موضوعاتو کې دي: قطع، ظن، برائت، استصحاب او تعادل.[۱۰]  دا بحثونه په دریو برخو په شکل یا د لیکوال په وینا په دریو «مقصدونو» قطع، ظن او شک په نومونو سره او همدارنګه یوې پایلې سره ترتیب شوي دي:

لومړی مقصد: قطع: حجیت قطع یا یقین،[۱۱] تَجَرّی[۱۲] او علم اجمالی د دې برخې له مسائلو دي.[۱۳]

دوهم مقصد: د ظن بحثونه: په دې برخه کې دوه ښه بحثونه دي: په ظنّ باندې د تعبد امکان[۱۴] او ظن باندې د تعبد واقع کیدل.[۱۵] د ظن د واقع کیدو په برخه کې د قرآن کریم د الفاظو د ظاهر حجت شونه،[۱۶] د روایاتو حجت شونه،[۱۷] د ټکو پيژندونکو د قول حجت شونه، [۱۸] اجماعِ منقول،[۱۹] فتوايي شهرت [۲۰] او خبر واحد[۲۱] په کې بحث شوی دی.

دریم مقصد: د شک بحثونه: په دې برخه کې د اصول عملیه، یعنی برائت، اشتغال یا احتیاط، تخییر[۲۲] او استصحاب[۲۳] په هکله خبرې شوي دي.

پایله: تعادل و تراجیح: په دې برخه کې مسله دا ده چې کله دوه دلیلونه له یو بل سره ټکر وکړي، دنده څه ده او د یو دلیل پر بل وړاندې کولو لپاره معیارونه څه دي.[24]

نوښتونه

شیخ انصاري په فرائد الاصول کې هم د فقهې د اصولو د علم جوړښت بدل کړی او د هغې لپاره یې منظم او منطقي ترتیب وړاندې کړی او هم یې داسې نظریات وړاندې کړي چې له ده مخکې یې نه وو موجود.[۲۵] سید محسن امین په تعیان الشیعه کې  د دې كتاب زياتره محتويات نوي ګڼلي دي.[۲۶]

له شیخ انصاري نه مخکې په اصولي کتابونو کې د احکامو دلایل لکه قرآن او سنت، اجماع او عقلي دلایل لکه استصحاب او برائت، پرته له کوم معیاره او قاعدې د الفاظو له بحثه وروسته بیانیدل.[۲۷] شیخ انصاري په دې استدلال سره چې «مکلف چې کله شرعی احکامو ته پام کوي او یا په هغو کې شک کوي یا ګمان او یقین»، نو د اصولو ټول مسایل یې له الفاظو وروسته په دريو عمومي بحثونو قطع، ظن، او شک، لاندې راوستل[۲۸] او له هغه وروسته اصولیانو له دغې طريقې پیروي وکړه.[۲۹]

د «حکومت» او «ورود» دوه قاعدې د اصول په علم کې د شیخ انصاري د اختراعاتو له نظرونو څخه دي. دا دواړه قاعدې د تعارض په حل او د شرعي احکامو په راوباسلو کې کې مهم رول لري.[۳۱] ویل شوي دي چې د دې دواړو قاعدو سموالی او د دوي دواړو د فقهي احکامو په راوستلو کې رول د دې سبب شوی دی چې فقیهانو له شیخ انصاري وروسته هم دا قبولې کړي دي او له دې کار اخلي.[31]

اصول عملیه ته نظم ورکول، د قطع د حجیت ذاتي بلل، په احتیاط کې د علمِ اجمالي اغیز، مصلحت سلوکیه او په اصول دین کې د ظن حجیت د رسائل په کتاب کې د شیخ انصاري له نوښتونو څخه ګڼل شوي دي.[32]

د کتاب حاشیې او تعلیقات

اصلي مقاله: د فرائد الاصول د شرحو لړلیک

د اغا بزرګ تهراني په وینا، د رسائل کتاب د شیخ انصاري له وخته د پام وړ وګرځید او ډېرې شرحې او حاشیې پرې لیکل شوي دي.[۳۳] اغا بزرګ په الذریعه کې د فرائد الاصول د حاشیو په برخه کې د دې لپاره ۶۵ شرحې او حاشیې ذکر کړي دي.[۳۴] ويل شوي چې د الذارية په نورو ځايونو کې هم نورې شرحې او حاشيې راغلي دي.[36] په یوه بله څیړنه کې، تقریبا دوه سوه حاشیې او شرحې د رسائل لپاره راغلي دي.[36]

د رسائل په ځينو شرحو کې ټول کتاب تشريح شوی دی او ځینې نورې يې د رسائل ځينې برخو سره ځانګړي شوي دي.[37]

د رسائل ځنې شرحې او حاشیې په لاندې توګه دي:

  • دُرَرُ الفوائد د آخوند خراساني لخوا
  • بحر الفوائد فی شرح الفرائد، د محمدحسن آشتیاني (۱۲۴۸–۱۳۱۹ق) تالیف
  • اَوثق الوسائل فی شرح الرّسائل، د میرزا موسی تبریزي (وفات کال ۱۳۰۷ق) تألیف
  • الفوائد الرضویّه علی الفرائد المترضویّه، د آقا رضا همداني تألیف
  • جواهر العقول د سید ابوالقاسم اشکوري تألیف
  • حاشیه مولی احمد تفرشي، د شیخ انصاري شاګرد
  • توضیح‌الفرائد، د محمدجواد موسوي اصفهاني تألیف.[۳۸]

د فرائد منظومې نسخې

فرائد الاصول څو ځله په شعر کې لیکل شوی دی. په الذریعه کې یې دوه نمونې د نَظمُ فرائدالاصول تر نامې لاندې راغلي دي، چې یوه یې د علي قزوین خویني (وفات ۱۳۱۸هـ ق) او بله یې د علي حیدر شروګي (۱۲۳۷-۱۳۱۴هـ ق) لیکلې ده.[39] د «پژوهشی در آثار و تألیفات شیخ مرتضی انصاری» په مقاله کې د دې دوو کتابونو سربیره د الدُرَّةُ المُنتَظِمه ذکر هم راغلی دی چې د موسی شرار عاملي (۱۲۶۷-۱۳۰۴ هـ ق) لخوا لیکل شوی دی.[۴۰]

مختلف نسخې او د خپرونې حالت

د فرائد الاصول کتاب خطي نسخه

په مختلفو کتابتونونو کې د فرائد الاصول ډیرې نسخې پرتې دي. د هغو له جملې څخه د آستان قدس رضوي په کتابتون کې د 2983، 2990، 7348 او 7394 ګڼې نسخې دي،[41] د سيد موسی شبيري زنجاني په وينا، د رسائل يوه ځانګړنه دا ده چې شيخ انصاري په هغه کې ډېر تغيرات کړي دي. په ځینو مواردو کې «ان قلت» و «قلت» یو له بل سره مطابقت نه لري، او پیدایښت یې له دې سببه دی چې دا په مختلفو دورو پورې اړه لري، او د پخوانیو دورونو محتويات باید حذف شوي وای.[42] شیخ انصاري د کتاب له پای ته رسولو وروسته د میرزا شیرازي له خوا په کې تصحیحات وشول، او د لومړي ځل لپاره د شیخ په زمانه کې د دې تصحیحاتو سره چاپ شو [43] د شبیري زنجاني په وینا دا د رسائل تر ټولو صحیح نسخې دي.[44] دا کتاب بیلا بیلو ناشرانو چاپ کړی دی چې له هغو ځینې یوه نسخه په څلورو ټوکونو کې د مجمع الفکر الاسلامی له خوا او په دوو ټوکونو کې د قم مدرسینو ټولنې پورې تړلې دفتر انتشارات اسلامی لخوا خپره شوې ده.

د حوزې په درسي متنونو کې رسائل ته ځای ورکول

د علمي حوزې د متنونو د اصلاح په پلان کې د شیخ انصاري د دوو کتابونو، رسائل او مکاسب د حوزې د متونونو په لړ کې په شتون نیوکه شوې ده؛ په دې برخه کې له اعتراضونو څخه دا هم ده چې دا دوه کتابونه د لیکوال له خوا د درسي کتابونو په توګه نه دي لیکل شوي، او له همدې امله د زده کړې لپاره، حذف او اضافې ته اړتیا لري.[45] همدارنګ ویل شوي دي چې د مطلبونو د درجې د ډېر لوړ والي له سببه د طالبعلمانو تحصیلي مرحلو سره سمون نه لري. په دې برخه کې یوه بله نیوکه د موضوعاتو په وړاندې کولو کې د مناسب جوړښت نشتوالی دی.[46]

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنۍ لینکونه