فرسان الهیجاء (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د فرسان الهیجاء د کتاب پوښ انځور

فُرْسانُ الْهَیْجاء د حضرت سید الشهداء د اصحابو د حالاتو په شرحه کې ( د جنګ د میدان سپاره په معنی) په فارسۍ ژبه دوه ټوکیز کتاب دی چې ذبیح‌الله محلاتی (وفات ۱۳۶۴ش) تالیف کړی دی. دا کتاب، د امام حسین (ع) د ۲۳۰ اصحابو د ژوند په حالاتو مشتمل دی چې د کربلا په پېښه کې او له هغې وروسته په بصرې او کوفې کې شهیدان شول. مولف د شهیدانو د ژوند حالات د الف با حروفو په ترتیب سره لیکلې دي.

له تاریخي سرچینو سره په دغه کتاب کې د امام حسین (ع) د زیاتو اصحابو د نومونو نه برابری، هغه اعتراض دی چې په دغه کتاب شوی دی. همداراز له تاریخي او روایي راپورونو د لیکوال استفاده یې پیاوړی ټکی دی.

لیکوال

اصلي مقاله : ذبیح‌ الله محلاتي

ذبیح‌ الله محلاتي (۱۲۷۱-۱۳۶۴ل) شیعه لیکوال او د نجف او سامرا په علمیه حوزو کې زده کړی و. فرسان الهیجاء، ریاحین الشریعه او مآثر الکبرا فی تاریخ سامرا د هغه له تالیفاتو دي. [۱]

مینځ پانګه

کتاب فرسان الهیجاء (د جنګ سپاره)[یادداشت ۱] د امام حسین (ع) د ۲۳۰ اصحابو د نوم لرونکی دوه ټوکه کتاب دی. لومړی ټوک یې، د حسین ابن علي (ع) په ۱۴۰ اصحابو مشتمل دی . دا ټوک د الفبا په ترتیب سره له ابو ثمامه صائدي څخه تر عمار بن حسان طائي پورې اصحابو په اړه دی.[۲] دوهم ټوک یې د امام حسین (ع) د ۹۰ تنو اصحابو احوالات لري چې له عمار بن ابي سلامه همداني څخه پېل او په یزید بن مهاجر پای ته رسیږي.[۳]

په کتاب کې یوه خاتمه او ځینې ملحقات هم دي چې پکې د محمد بن حنفیه، مختار بن ابي عبید ثقفي او راس الحسین(ع) په اړه ځینې مطالب راغلي دي.[۴]

پیاوړي او کمزوری ټکي

په «پژوهشی در مقتل‌های فارسی»، کتاب کې د محمد علي مجاهدي په وینا، سره له دې چې د فرسان الهیجاء کتاب ادبیات نسبتا ساده دي خو په ځینو ځایونو کې پېچلتیاوې هم لري.[۵] مجاهدي همداراز باوري دی چې د امام حسین (ع) د زیاترو اصحابو نومونه چې په فرسان الهیجاء کتاب کې راغلي، له معتبرو مقاتلو سره همغږي نه لري.[۷] همداراز د محمد اسفندیاري په وینا، ذبیح الله محلاتي د ځینو خبرو سموالی او ناسموالی نه دی تعقیب کړی؛ مثلا هغه کسان چې نه دي شهیدان شوي د شهیدانو په ډله کې راوستي او یا دا چې د یو کس نوم یې په دې ګمان چې د دوو کسانو نوم دی دوه ځله ذکر کړی دی.[۸]

د لیکلو ژبه او ژباړه

د تاریخ څېړاندني محمد اسفند یاري ( زوکړه ۱۳۳۸ل) په وینا فرسان الهیجادء کتاب په عربۍ ژبه لیکل شوی او وروسته لیکوال هغه فارسۍ ته واړوه.[۹] البته عربي نسخه یې نه ده موجوده. له دې امله محمد شعاع فاخر په ۱۳۸۶ ل کال کې د هغې فارسي متن د «فرسان الهیجاء فی تراجم اصحاب سیدالشهداء» په نوم عربۍ ته اړولی دی.[۱۰]

د فرسان الهیجاء کتاب د لومړي ټوک لیکنه په ۱۳۴۸ ق کال کې پای ته ورسیدله.[۱۱] او د لیکوال په ژوند کې د بوذرجمهري خپرنځي له خوا چاپ شوه.[۱۲] البته د دغه کتاب نور چاپونه خپاره شوې دي.[۱۳]

فوټ نوټ

سرچينې