لحد

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

لحَد هغه مستطیل شکل شکاف یا درز دی چې د قبر په اخر کې د قبلې په لور کیندل کیږي او مسلمانان پکې خپل مړي ښخوي. د لحد د بندولو فلسفه جسد یا مړي ته د خاورو نه رسېدل ګڼل شوې ده. مسلمان فقیهان د لحد بندول یا تړل مستحب ګڼي او شیعه فقیهانو په خټو سره د هغې د مضبوط بندولو او د لحد د کاڼو کېښودلو په وخت د خاصو دعاګانو سپارښتنه کړې ده. د شیعه فقیهانو په فتوا، که ځمکه نرمه وي، غوره ده چې د لحد په ځای له شَقّ ( مستطیل شکل شکاف یا کنده چې د قبر په وېخ کې پکي مړی کېښودل کیږي او چت یعنې باندینۍ برخه یې بندیږي) استفاده وشي.

مفهوم

د قبر کې د «لحد» او «شَقّ» جوړښتونه

لحد هغه مستطیل شکله شکاف یا کنده ده چې د قبر د څنډې په کیندلو سره جوړیږي. د لحد د جوړولو لپاره د قبر د قبلې په لور آخري څنډه په اوږدو کې، په دومره اندازه چې مړی پکې څملولی شي، کَني.[۱] دهخدا د لحد په تعریف کې ویلې دي: د قبر یا ګور د څنډې شکاف، د قبر په څنډه کې په اوږدو کې شکاف چې مړی پکې څملولی شي.[۲]

هغه خښتو، کاڼو یا دې ته ورته څیزونو ته چې لحد ورسره پوښل کیږي، د لحد کاڼي یا سنګ لحد ویل کیږي.[۳]

فقهي حکم

د شیعه فقیهانو په وینا، د مړي د ښخولو لپاره د لحد کیندل مستحب دي.[۴] فلسفه یې دا ده چې مړي ته خاوره ونه رسیږي.[۷] د کاڼي، نی ، لرګي یا هر هغه څیز چې مړي ته د خاورو د رسېدلو مخه ونیسي استعمال هم جایز دی.[۸] البته محمد حسن نجفي (وفات ۱۲۶۶ق) چې د جواهر الکلام کتاب لیکوال دی، په خښتو سره لحد بندول غوره ګڼلې دي.[۸] په تهذیب کتاب کې د یو روایت له مخې، امام علي (ع) هم حسنینو ته وصیت کړی و چې لحد یې په خښتو وپوښي.[۱۰] د یو بل روایت له مخې، امام علي (ع) د پېغمبر (ص) لحد په خښتو وپوښه.[۱۱] د دې پر وړاندې بیا د تقلید د مرجع سید محمد سعید حکیم ‎(۱۳۵۴ق) په وینا هغه څه چې مستحب دي د قبر مضبوطول دي، که څه هغه له خښتو پرته په نورو شیانو وي.[۱۲] ځینو اهل سنتو فقیهانو د لرګي او د پخو خښتو استعمال د لحد د بندولو لپاره مکروه ګڼلی دی.[۱۳]

اداب

شیعه فقیهانو[۱۴] د روایتونو په اساس [۱۵] ویلي چې غوره ده د لحد کاڼی په خټو سره کلک کړی شي او د کاڼو د کېښودو په وخت دا دعا ولوستل شي:


اللَّهُمَّ صِلْ وَحْدَتَهُ، وَ آنِسْ وَحْشَتَهُ، وَ أَسْکِنْ إِلَیْهِ مِنْ رَحْمَتِکَ رَحْمَةً تُغْنِیهِ عَنْ رَحْمَةِ مَنْ سِوَاکَ

ای خدایه! هغه له یوازیتوبه وصال ته ورسوه او په وېره کې یې ملګری اوسه او په خپل رحمت سره داسې ارامښت ورکړه چې ستا د غیرو له رحمته بې نیازه شي.[۱۶]

د شپږمې پېړۍ له شیعه محدث او فقیه قطب راوندي نقل شوي چې شیعیان د لحد د کاڼو کېښودل د سر له خوا پېلوي.[۱۷] د جواهر الکلام کتاب د لیکوال محمد حسن نجفي (وفات۱۲۶۶ق) په وینا، د دې کار سبب د بدن تر نورو غړو د سر مهم والی دی.[۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې