له دریابه د بني اسرائیلو تېرېدل
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
له دریابه د بني اسراییلو تېرېدل، د بني اسراییلو د ژغورنې لپاره یوه معجزه وه چې د سیند په پرانستل کېدو او د اوبو له مینځه د هغوي په تېرېدو او د فرعون او د هغه د لښکر په غرقېدو سره رامینځته شوه. موسی (ع) د خدای په امر، د شپې په وخت بني اسراییل له مصره ووېستل. فرعون له خپلو ځواکونو سره یو ځای په هغوي پسې ورغی. کله چې د فرعون لښکر بني اسراییلو ته ورسید، بني اسراییلو ځان د سیند او د فرعوني لښکر تر مینځ راګېر ومونده.
خدای تعالی موسی ته وحي وکړه چې خپله امسا په سیند ووهي. موسی (ع) امسا په اوبو ووهله او د سیند اوبه له یو بله جدا شوې. موسی له بني اسراییلو سره یو ځای په سیند ورګډ شو، په داسې حال کې چې ځمکه وچه وه او اوبه یې دواړو لورو ته ولاړې وې. اخر موسی او هغه ټول کسان چې ورسره ملګري وو، له اوبو تېر شول. فرعون او لښکریان یې چې په بني اسراییلو پسې په همدغه وچه لاره ورګډ شوې وو، ټول غرق شول او د هغوي مړي اوبو بره راوویستل.
ډېر مفسران باوري دي چې له هغه سینده چې فرعونیان پکې غرق شول، مطلب هغه سیند و چې نن سبا ورته سور سمندرګی ویل کیږي ځینو مفسرانو لکه طبرسي په مجمع البیان کې له دې مطلب د نیل سیند اخستی دی.
له مصره د بني اسراییلو تېښته او دریاب ته رسیدل
د قرآن د تفسیري سرچینو له مخې، د فرعون له ظلمه د بني اسراییلو د ژغورنې لپاره موسی ته امر وشو چې د شپې له بني اسراییلو سره یو ځای له مصره ووځي.[۱] فرعون د بني اسراییلو له وتلو له خبرېدو وروسته، ځینې کسان د ځواکونو د راغونډولو لپاره ښارونو ته ولېږل چې سپایان راغونډ کړي.[۲] هغه د عامې لامبندۍ لپاره د نفسیاتي زمینې د برابرولو لپاره،[۳] خپل عسکر یوه تیاره ډله وبلله او بني اسراییل يې ګټه غواړي کسان وبلل چې د هغوي د غصې سبب شوې دي.[۴]
اخر فرعون له خپلو ځواکونو سره په بني اسراییلو پسې روان شو چې هغوي راستانه کړي.[۵] هغوي د لمرختلو په وخت بني اسراییلو پسې ورسېدل. بني اسراییلو ځان په محاصرې کې ولیده: یو لوري ته دریاب او بل لوري ته د فرعون لښکر و. له همدې امله ووېرېدل او ځانونه یې ښکېل وبلل.[۶] د قرآن په تعبیر، موسی (ع) وویل:« داسې نه ده ځکه چې زما پالونکی له ما سره دی او ډېر زر به ماته لارښوونه وکړي»[۷] له دغه تعبیره مطلب یې دا بللی چې خدای تعالی موسی ته د کامیابۍ او سلامتۍ وعده ورکړې وه.[۸]
د دریاب او د فرعون د لښکر تر مینځ له کلابندۍ وروسته د بني اسراییلو خبرې قرآن :« کله چې دواړو ډلو یو بل ولیدل، د موسی ملګرو وویل: بې شکه مونږ ښکېل شوې یوو.(شعراء سوره، ۶۱ ایت)
تورات: «مُشه (موسی) ته مو وویل: ایا په مصر کې قبر نیشته چې مونږ دې راوستو چې په دې دښته کې مړه شو؟دا څه وو چې له مونږ سره دې وکړل چې مونږ دې له مصره راوویستلو؟ مګر دا هماغه خبره نه ده چې په مصر کې مو تاته وکړه؟ له مونږ لاس واخله چې د مصریانو غلامي وکړو؛ ځکه چې د مصریانو غلامي زمونږ لپاره په دښته کې تر مرګه غوره ده.» ( تورات، خروج،۱۴:۱۲-۱۱)
د دریاب د پرانستل کېدو معجزه
د بني اسراییلو د ژغورېدو او په دریاب کې د فرعونیانو د غرقېدو کیسه د قرآن په مختلفو سورو منجمله اعراف ۱۳۶ ایت، انفال ۵۴ ایت، اسراء ۱۰۳ ایت، شعراء ۶۳-۶۶ ایت او زخرف ۵۵ ایت کې راغلې ده.[۹] د شعراء سورې د ۶۳ ایت په اساس، خدای موسی ته وحي وکړه چې خپله امسا په دریاب ووهي[۱۰] چې په دریاب کې وچه لاره پرانستل شي او په هغه کې تېرېدل د غرقېدو او یا د فرعون د سپایانو د تعقیب له وېرې پرته وي.[۱۱]
وروسته له دې چې موسی (ع) خپله امسا په اوبو ووهله، د دریاب ځینې برخې له یو بله جدا شوې.[۱۲] له دریابه هره جدا شوې ټوټه د غره د یوې لویې ټوټې په شان وه.[۱۳] موسی له بني اسراییلو سره یو ځای په دریاب ورګډ شو،[۱۴] په داسې حال کې چې ځمکه وچه وه او د هغوي دواړو لورو ته اوبه وې.[۱۵] اخر موسی او هغه ټول کسان چې ورسره وو له دریابه تېر شول؛[۱۶] خو فرعون او لښکریان یې چې د بني اسراییلو د تعقیب لپاره په دریاب ورګډ شوې وو، ټول[۱۷] غرق شول. [۱۸]
ځینو مفسرانو منجمله په شپږمه پېړۍ کې شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي راوړي چې په دریاب د موسی د امسا له لګېدو وروسته، په اوبو کې دولس لارې پرانستل شوې او د بنی اسراییلو له دولسو قبیلو د هرې یوې لپاره یوه لاره ښکاره شوه.[۱۹]
ځینو عالمانو د دریاب د اوبو د پرانستل کېدو لپاره ځینې طبیعي احتمالات ذکر کړې دي: شیعه مفسر مکارم شیرازي باوري دی چې د معجزې د مسالې په منلو سره دغه شان طبیعی توجیهاتو ته هیڅ ضرورت نه پاتې کیږي. هغه باوري دی چې هیڅ خنډ نیشته چې د خدای په امر اوبه په یوې خاصې جاذبې سره راغونډې شي او له یوې مودې وروسته دغه جاذبه ختمه شي.[۲۰]
د فرعون او د هغه د لښکریانو غرقېدل
د دریاب له څېرې کېدو او ترې د بني اسراییلو له تېرېدو وروسته، فرعون او سپایان یې د هغوي د تعقیب لپاره دریاب ته داخل شول؛ خو دریاب خپل اصلي حالت ته ستون شو او فرعون او ملګري یې غرق شول.[۲۱] د فرعون د لښکریانو مړي د اوبو سر ته راوختل او بني اسراییلو هغه ولیدل.[۲۲] قرآن په بقره سوره کې دغه پېښه داسې بیان کړې ده:« او کله چې مو ستاسو لپاره دریاب څیری کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو په داسې حال کې چې تاسو یې ننداره کوله، غرق کړل.[۲۳]
د یونس سورې په ۹۲ ایت کې د «نُنَجِّیکَ بِبَدَنِکَ؛ بدن به دې وژغورو» تعبیر د فرعون لپاره کارول شوی دی.[۲۴] مشهورو مفسرانو له دې تعبیره مطلب د فرعون بې ځانه تنه بللې ده.[۲۵] د خدای په امر د فرعون جنازه له اوبو بهر راووتله[۲۶] چې نور یې وویني[۲۷] ځینو له بدنه مطلب زغره ګڼلې چې خدای فرعون په خپلې مخصوصې زغرې سره له اوبو رابهر کړ چې وپېژندل شي.[۲۸] قرآن د فرعون د بې ځانه تنې ژغورنه د نورو لپاره یوه نښه او عبرت ګڼلی دی. ځینو مفسرانو دغه عبرت د بني اسراییلو لپاره بللی چې د فرعون د وژل کېدو خبر یې نه مانه.[۲۹]
نیل سیند یا سور سمندرګی؟
قرآن هغه اوبه چې د بني اسراییلو لپاره پرانستل شوې په دوه تعبیره «یم»[۳۰] چې دریاب په معنا دی[۳۱] او «بحر» [۳۲]د سمندر او پراخو اوبو په معنا [۳۳] یادې کړې دي. شیعه مفسر محمد جواد مغنیه، د ډېرو مفسرانو باور په دې ګڼي چې هغه دریاب چې بني اسراییلو ته پرانستل شو او فرعونیان پکې ډوب شول، هغه دریاب دی چې نن سبا سور سمندرګي بلل کیږي.[۳۴] ځینو مفسرانو لکه طبرسي په مجمع البیان کې له دې مطلب نیل سیند اخستی دی.[۳۵]
په قرآن کې د «یم» ټکی د هغه اوبو لپاره چې موسی(ع) پکې په وړوکوالي کې پریښودل شو هم استعمال شوی چې هغه نیل سیند ګڼل شوی دی.[۳۶]