مالک اشتر ته د امام علی(ع) لیک
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د مالک اَشتَر فرمان، یا مالک اشتر ته د امام علی(ع) لیک، د حکومت چلولو او د ټولنې د چارو د مدیریت لپاره د نهج البلاغې له تولو لوی او ښه مینځپانګه لرونکی لیک دی. په دې لیک کې، د سیاستونو او د مدیریت د اخلاق او د حکومت چلولو بنسټونه، اصول او طریقې بیان شوي دي.
محرومې ډلې ته ډېر پام کول، د عمومي ملاقات لپاره یو وخت ټاکل، د پیاوړو او هوښیارو مشاورانو ټاکل او له هر ډول مال خوړلو مخنیوی د دې لیک ځینې سپارښتنې دي. دا سپارښنې سیال نه لرونکي ګڼل شوي دي.
امام علی(ع) د مصر په خرابو حالاتو کې، مالک اشتر د هغه ځای حاکم کړ او دا لیک یې هغه ته ولیکه چې پر اساس یې حکومت وکړي. د مالک اشتر له شهادته وروسته، دا لیک معاویه ته ورسید هغه دا لیک په خپله خزانه کې پټ کړ تر دې چې عمر بن عبدالعزیر هغه راوباسه او عامو خلکو ته يې وښود. د انسانانو د ژوند معنوي او مادي ژوند ته د انساني اخلاقو او الهي ارښتونو پر اساس پام کول، د اخلاقي او عقلاني قاعدو پر اساس د حکومت د چارو بیانول، او د هغه چا معیارونه بیانول چې د مشرۍ وړتیا لري، د دې لیک له ځانګړتیاو څخه دي.
د دې لیک شرحې او ژباړې سربېره په هغو چې د نهج البلاغه په بشپړو شرحو کې راغلي دي، ځینې ځانګړی شرحې او ترجمې يې هم په دې لیک لیکلي شوي دي؛ له هغو څخه «الراعی و الرَعیّه» د توفیق الفَکیکی کتاب، «حکمت اصول سیاسی اسلام» چې محمدتقي جعفري لیکلی دی او «دلالت دولت» د مصطفی دلشاد تهراني تألیف.
معرفي او اهمیت
مالک اشتر ته د امام علی(ع) لیک د حکومتدارۍ په بیان کښې مالک اشتر ليکلی شوی دی او دا د حکومتدارۍ او د ټولنې د مديريت په موضوع کښې د نهج البلاغه تر ټولو ستر او جامع ليک ګڼل کيږي.[۱] په دغه لیک کښې امام علی(ع) د هغو مسائلو په هکله خبرې اترې کړی دی چې د اسلامي حکومت یو کار کوونکی یې باید په اجتماعی، سیاسی، حقوقی، پوځی او کلتوری ډګرونو کښې پکار راولي.[۲] ځینی وایی چې په دغه لیک کښې مختلف تخصصی موضوعات وړاندې شوی دی او په لسګونو علمي څانګو پورې اړه پيدا کوي، چې په هغو باندې د ژورې پوهې لپاره باید په هغو علومو پوهه ولري.[3]
«إِنَّمَا عِمَادُ الدِّينِ وَ جِمَاعُ الْمُسْلِمِينَ وَ الْعُدَّةُ لِلْأَعْدَاءِ الْعَامَّةُ مِنَ الْأُمَّةِ فَلْيَكُنْ صِغْوُكَ لَهُمْ وَ مَيْلُكَ مَعَهُمْ (ژباړه: د دین ستنه او د مسلمانانو د ټولنې جوړوونکي او د دښمنانو په وړاندې دفاعي ځواک، یواځې عام خلک دي، له دې سببه هغوي ته غوږ شه او هغوي ته پام وکړه).»
که څه هم دا لیک د مصر د واکمنۍ لپاره مالک اشتر ته لیکل شوی و، خو د نهج البلاغې له شارحانو څخه د محمد تقي جعفري په عهد نامه دا مالک اشتر او مصري ټولنې سره ځانګړی نه ده؛ بلکې په دې کې په ټولو حالاتو او ټولو زمانو کې د ټولو انسانانو د اداره کولو اصول او طريقه بيان شوې ده.[4] له همدې امله دا لیک د حکومت د طریقې لپاره د وړاندیز په بڼه د مختلفو واکمنانو لپاره ژباړل کیده او شرحه کیده.[۵]
ويل شوي دي چې ميرزاي شيرازي چې د تمباکو د حرامیدو فتوای يې ورکړې وه، هغه به مدام د دې عهدنامې مطالعه کوله او د دې سپارښتنې يې د ځان لپاره تږلاره جوړې کړې وې.[6] د تنبیهُ الاُمَّة کتاب لیکوال میرزاي نائیني دې لیک د مطالعه سپارښتنه د هغه چا لپاره کړې ده چې کوم څوک په هره اندازه مدیریت ولري.[۷]
د ادیب او بغدادي شاعر ابنحَمْدون په ونیا، که څه هم د سياست او تقوا تر منځ فاصله ډېره ده خو امام علي(ع) په دې ليک کې دواړه سره يو ځای کړي دي.[8] د هغه په باور انسان د دې لیک په لوستلو سره، له ډېرو حکیمانه خبرو بې نیازه کیږي.[9] میرزای نائیني په دې لیک کې بیان شوي سپارښتنه د «سور تلي» (دا فارسۍ کې متل دی یعنی ډېر ګرانبیه او نایابه شی) په شان نادرې ګڼي.[۱۰]
د نهج البلاغې په ډېرو نسخو کې دا لیک په 53 نمبر راغلی دی.[۱۱]
د نسخې نوم | د خطبې شمېره |
المعجم المفهرس، صبحي صالح، فیض الاسلام، ملا صالح، ابن ابي الحدید، عبده | ۵۳ |
ابن میثم، خویی، فی ظلال | ۵۲ |
ملا فتح الله | ۵۶ |
مینځپانګه
د ځینو څیړونکو په وینا، په دې لیک کې د مدیریت او د حکومت کولو د څرنګوالي په اړه خورا بنسټیز موضوعات،[12] په پنځو اساسي برخو کې 1. اساسات 2. اصول 3. میتودونه 4. پالیسۍ او ۵. اخلاق بیان شوي دي.[13] د دې اوږده لیک موضوعات په لاندې لسو محورونو کې ډلویش شوي دي:
- د مالک اشتر د ماموریت اهمیت؛
- په حکومت کې اغیر لرونکي اخلاقي سپارښتنې
- په بیلا بیلې ډلو کې د خلکو ویش؛
- محرومې ډلې ته له ډېره زیاته پاملرنه؛
- د عمومي ملاقات لپاره وخت ټاکل؛
- د پیاوړو او هوښیارانو مشاوران ټاکل؛
- له هر ډول پيسو خوړلو مخنیوه؛
- د دښمن په وړاندې د صلحې خیال ساتل او هوښیارۍ؛
- د خلکو لپاره د دیني فریضو ترسره کولو ته پام؛
- د مسئولیتونو په ترسره کولو کې د موفقیت لپاره دعا کول.[14]
ځانګړتیاوې
د دې لیک له ځانګړتیاو څخه لاندینۍ ګڼلی شوو:
- د حکومت او مدیریت اساسي بحثونه وړاندې کول چې په کې بنسټونه، اصول، طریقې، پالیسۍ د حکومت او مدیریت اخلاق په روان او اسان بیان سره بیان شوي دي؛[۱۵]
- د انسانانو د مادي او معنوي ژوند برخو ته د انساني اخلاقو او الهي ارزښتونو پر اساس پاملرنه؛[۱۶]
- د خلکو او حکومت مقام او رول په استدلالي طریقې او وحي د تعلیماتو پر اساس بیان شوی؛[17]
- د عقلاني او اخلاقي قاعدو مطابق د حکومتدارۍ عملي طریقې بیان شوي؛[18]
- په جامعه توګه د مشرۍ د وړتیا لرونکي ملاکونه بیان شوي؛[19]
- د حق حکومت علامې په روښانه طریقې بیان شوي.[20]
د لیک لیکلو سبب
د دې لیک د لیکلو د علت په اړه، ویلي شوي دي چې امام علي(ع) پریکړه وکړه چې مالک اشتر چې یو اغیزمن سړی و، د مصر واکمن کړي، او دا لیک یې د بشپړې حکومتدارۍ هر اړخیز توضیحاتو سره هغه ته ولیکه چې د هغه پر اساس حکومت وکړي.[۲۱] د دې لیک د لیکلو کال د ۳۷ هجری قمری کال اخرنۍ میاشتې یا د ۳۸ هجری قمری کال د شروع میاشتې ګڼل کیږي.[22] په هغه وخت کې د امام علی(ع) د حکومت حالات ، د لوټمارۍ د جنګونو له امله سخت وو [۲۳] او په مصر کې حالات ګډوډ وو او د هغه وخت د مصر واکمن محمد بن ابي بکر د دې توان نه درلود چې هلته حالات کنټرول کړي.[۲۴]
د لیک د عامو خپریدو پیښه
د مالک اشتر فرمان د عمر بن عبدالعزیز په وخت کې خلکو ته وړاندې شو.[۲۵] د ابن ابی الحدید په وینا چې د نهج البلاغې له سني شارحانو څخه دی،[۲۶] او ناصر مکارم شیرازي چې د شیعو مرجع تقلید دی،[27] د مالک اشتر په شهادت سره دا لیک د معاویه لاس ته ولوید او هغه دا لیک له خلکو څخه په خزانه کې پټ کړ او په لوستلو به یې تل حیران پاتې کیده، تر دې چې عمر بن عبدالعزیز د خپل حکومت په وخت کې، عامو خلکو وښود. البته، د هغه څه له مخې چې په ځینو سرچینو کې راغلي، دا پیښه د امام علی(ع) محمد ابن ابی بکر ته لیکلی لیک سره تړاو لري؛[28] خو ابن ابی الحدید او مکارم شیرازي باور لري چې محمد بن ابی بکر ته د امام علی(ع) لیک اخلاقي و او دا پېښه بايد د مالک اشتر لیک سره تړلی وګڼل شي.[۲۹]
اعتبار او نورې سرچینې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني په باور، د مالک اشتر فرمان دومره ژوره محتوا لري، چې یوازې د معصومینو له خوا صادریدی شي او له همدې محتوا څخه د دې لیک صحیح والي ته رسیدی شو.[30] له شیعه مراجعو څخه ناصر مکارم شیرازي هم، د دې لیکل ډېرې مشهورتیا ته په پام او په بیلا بیلو حدیثي سرچینو کې د دې نقل ته په پام دا معتبر ګڼلی دی.[31] خو بیا هم ځینې څيړونکو د دې لیک د سند په څیړلو سره دا صحیح ګڼلی دی.[۳۲]
دا لیک له نهج البلاغې سربېره، په شیعه کتابونو لکه دَعائِمُ الاِسْلام[۳۳] او تُحَفُ العُقول[۳۴] کې او د اهلسنتو په کتابونو لکه المُجَالَسَةُ وَ جَواهِرُ العِلم،[۳۵] التَذْکِرَةُ الحَمْدونیّه[۳۶] او نَهایَةُ الاَرَب[۳۷] کې راغلی دی.[۳۸] نجاشی او شیخ طوسي، په پينځمې پيړۍ کې د شیعه د علم رجال دوه کسانو د دې لیک له متن راولو پرته د دې سنت بیان کړی دی او د دې اصلي راوي یې اصْبًغ بن نَباته ګڼلی دی.[۳۹] خو بیا هم ، د دې په سند او سرچینې کې ټول یوه خوله نه دي؛ تر دې چې ځینې دا له ځانه جوړ کړی ګڼلی دی؛ ویلي یې دي چې د دې لیک لیکونکی او اخستونکی له امام علی(ع) او مالک اشتر پرته نور څوک وو.[40] البته ویل کیږي چې ځینې حاکمانو د دې لیک څخه زده کړه کړې او خپلو والیانو ته يې د حکومت د چلولو په هکله لیکونه لیکلي دي، بې له دې چې اصلي سرچینې ته یې اشاره وکړي.[۴۱]
په یونسکو کې د دې لیک ثبت
په ځینو منابعو کې ادعا شوې چې دا لیک د یوه رسمي سند په توګه په د ملګرو ملتونو په سازمان کې خپور شوی دی؛[۴۲] خو د نهج البلاغه د نړیوال بنسټ د مشر سید جمال الدین دین پرور په وینا، دا کار تر اوسه (1395لمریز کاله) نه دی شوی.[43] په هرصورت، د دې لیک ځینې برخې د عربي ټولنې د حکومتي ماډل د اسنادو په توګه وړاندی شوی، او د هغې ځینې برخې هم د سند په توګه ثبت شوي دي.[44]
ژباړې او شرحې
د مالک اشتر فرمان په هغه شرحو او ترجمو سربیره د نهج البلاغې په بشپړه شوي، د دې لیک لسګونه ځانګړې شرحې او ترجمې په فارسۍ او عربۍ ژبه شوي دي.[45] له دې آثارو ځینې دا دي:
- آداب المُلوک، ترجمه و شرح فرمان امیرمؤمنان علی(ع) به مالک اشتر، د محمدرفیع حسني حسیني طباطبایي تألیف چې په نِظام العلماء تبریزی باندې مشهور و (۱۲۵۰-۱۳۲۶ق)؛ د ابنمیثم بَحرانی او محمدتقي جعفري له شرحو سره؛[۴۶]
- الراعی و الرَعیّه، د توفیق الفَکیکي لیک: په دې کتاب کې لیکوال هڅه کوي چې د دې عهد لیک سره سم، د دې بیلا بیلې برخې ورځنیزو نړیوالو قانونونو او حقوقو سره پرتله کړي او په د نړیوالو حقوقو په حکم نامې باندې د دې لوړاوې وښايي.[47] دا کتاب سید محمد ثقفي په فارسۍ کې ژباړلی دی او د «اصول کشورداری از نگاه امام علی(ع)» په نامه یې خپور کړی دی.[۴۸]
- حکمت اصول سیاسی اسلام، د محمد تقي جعفري په قلم باندې د دې لیک ترجمه او شرحه؛[۴۹]
- آیین کشورداری از دیدگاه امام علی(ع)، د محمد فاضل لنکراني کتاب؛[۵۰]
- بیست مجلس پیرامون عهدنامه مالک اشتر، د رضا استادي تألیف؛[۵۱]
- دلالت دولت، د نهجالبلاغه د ۵۳ لیک شرحه، د مصطفی دلشاد تهراني تألیف؛[۵۲]
- مُقتَبَسُ السِیاسَةِ و سیاقُ الرِئاسَه، د لیک د سختو ټکو او اصطلاحاتو شرح، د محمد عَبْدُه تألیف؛[۵۳]
- کندوکاوی در مدیریت علوی د نهجالبلاغه د ۵۳ لیک شرحه، د امیرهوشنګ آذردشتي تألیف؛[۵۴]
- عَهدُ الاِمام علی(ع) الی مالِکِ الاَشتَر، د نهجالبلاغه د ۵۳ لیک شرحه، تألیف علي انصاریان؛[۵۵]
- مَعَ الاِمام علی(ع) فی عَهدِ مالک الاشتر، د عهد لیک شرحه د محمد باقر ناصري په زیار؛[۵۶]
- منشور مدیریت، شرحی تطبیقی (د نوي مدیریت علم سره د عهد لیک مقایسه) د سید محمد مقیمي لیک؛[۵۷]
- مدیریت و مدارا در کلام علی(ع)، د علي شیرواني شرحه؛[۵۸]
- نظامنامۀ حکومت، شرح نامه، د محمد کاظم مشهدي تألیف؛[۵۹]
- مدیریت و سیاست، دعلیاکبر ذاکري کتاب؛[۶۰]
- دولت جاوید، ترجمه و شرح نامه، محمدعلی صالحي مازندراني کتاب؛[۶۱]
- دستورِ حکومت، دا کتاب په دریو ژبو د مالک اشتر د عهد لیک ژباړه ده: د فارسۍ ژباړه یې محمد حسین فروغي کړې، د فرانسۍ ژباړه یې محمود صادقان او د انگیزۍ ژباړه یې عبدالله باقري کړې ده.[۶۲]
- سیمای کارگزاران در نهجالبلاغه، د سید جمال الدین دین پرور د فارسۍ ژباړه؛[۶۳]
- آن است شیوه حکومت، د سید مهدي شجاعي په قلم د فارسۍ ژباړه؛[۶۴]
- فرمان، د میرزا محمد ابراهیم نواب تهراني د فارسۍ ژباړه.[۶۵]
همدارنګ وګورئ: د نهج البلاغې د شرحو لړلیک او د نهج البلاغې د ژباړو لړ لیک.