محمد بن علي شلمغاني
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
محمد بن علي شَلمَغاني (په ۳۲۳ هـ ق کال کې ووژل شو) په العَزاقِری مشهور و، د امام مهدي(ع) د نایبوالي له ادعا کوونکو څخه و او له همدې امله د امام مهدي(عج) لخوا د هغه په رد کې توقیع صادر شو.
شلمغاني د غیبت په زمانه کې د امام حسن عسکري(ع) له اصحابو او شیعه فقهاوو څخه وو. د رجال د لیکوالانو په وینا، هغه بیا د غلو ته ګروهنه پیدا کړه او په خپلو عقایدو کې منحرف شو او داسې پیروان یې پیدا کړل چې د شملغانیه په نوم مشهور وو. شلمغاني د حسین بن روح لخوا پریښودی شو، او د امام مهدي(ع) لخوا په یوه فرمان(توقیع) کې چې هغه یې په کې رد کړی و، حسین بن روح شیعو ته امر وکړ چې له هغه څخه بیزاري وکړي.
«التکلیف» کتاب د شلمغاني له اثارو څخه و، چې ویل کیږي له دوو یا دریو مسلو پرته نورې مسلې د حسین بن روح لخوا تایید شوې دي. د شيخ طوسي او ځينو نورو په وینا، د شلمغاني اثار د هغه له انحرافه وړاندې معتبر و او هغوي به پرې عمل کاوه. هغه د عباسي خليفه راضي بالله په امر ونيول شو او په ۳۲۳ هجري کې ووژل شو.
پیژندنه
شلمغاني د صغری غیبت په زمانه کې د امام حسن عسکري(ع) له اصحابو او د له امامیه فقیهانو او محدثینو څخه وو.[۱] شیخ طوسي (وفات: ۴۶۰ هـ ق) په کتاب الغیبه کې په دې اړه چې د شلمغانی د حسین بن روح نوبختي په نزد چې له څلورو څخه دریم نایب و کوم مقام درلود، دوه نقلونه لیکلي دي.[۲] د يو نقل له مخې هغه له حسين بن روح سره يو خاص مقام درلود او هغه د ده او د خلکو تر منځ منځګړی و او هغه ته به يې د شیعو حاجتونه رسول.[۳] د بل نقل له مخې حسین بن روح هغه سره دا ډول مقام نه درلود او هغه یوازې د شیعه فقهاوو له ډلې څخه و او د اصحابو د باور وړ و.[4]
شلمغاني چې په العَزاقِری مشهور و، د عراق د واسط ښار ته څېرمه د شلمغان په کلي کې زېږېدلی و،[۵] لقب يې ابو جعفر و [۶] هغه د ۲۰م عباسي خليفه راضي بالله عباسي په حکم ونيول شو. او په ۳۲۳ هـ ق کې د هغه په امر ووژل شو.[7]
«... شلمغاني له هغو کسانو څخه دی چې الله جل جلاله دې ورته زر تر زره عذاب ورکړي او مهلت ورته نه ورنه کړي. هغه له اسلام څخه منحرف شوی او له هغه څخه يې ځان جلا کړی او د الله له دين څخه مرتد شوی... زه پر هغه باندې لعنت وايم او په هغه دې تل د خدای لعنت وي په ښکاره او پټه هر وخت او هر ځای کې. او لعنت دې وي د هغه په پلویانو او پیروانو او په هغو کسانو باندې چې د دې اعلان له اورېدو وروسته هم هغه سره تړون ته دوام ورکوي...[۱]»
غلو ته تمایل او د امام مهدي(ع) د نیابت ادعا کول
ویل کیږي چې شلمغاني تمه درلوده چې د حضرت مهدي(عج) نیابت به هغه ته وسپارل شي.[۶] نو له همدې سببه کله چې حسین بن روح ته نیابت وسپارلی شو نو له هغه سره یې مخالفت وکړ او هغه ته یې د دروغو نسبت ورکړ.[۷]
د سني مورخ ابن اثیر (وفات: ۶۳۰ هـ ق) په وینا، د شلمغاني په عقایدو کې انحرافات راڅرګند شول او هغه غلو ته ګروهنه پیدا کړه.[۸] هغه په دې باور و چې د خدای روح په ادم علیه السلام او له هغه وروسته په نورو پیغمبرانو او اوصیاو کې حلول وکړ تر دې چې هغه حضرت امام حسن عسکري(ع) ته ورسيد او له هغه وروسته يې د هغه په خپل بدن کې حلول کړی دی.[۹] شلمغاني همدارنګ ادعا وکړه چې هغه د امام مهدي(عج) نایب دی او ځان يې د دې مقام په څرګندولو مامور وګڼه.[۱۰] او پیروان یې پیدا کړل چې په شلمغانیه مشهور شو.[۱۱]
د شلمغاني په ردولو کې د امام مهدي توقیع
وروسته له دې چې حسین بن روح د هغه له عقایدو خبر شو، له هغه یې د بیزارۍ اعلان وکړ او لعنت یې ورباندې وکړ او شیعو ته یې امر وکړ چې له هغه څخه لرې واوسي.[12] همدارنګ د حسېن بن روح څخه یو توقیع د حضرت مهدی(عج) له خوا رسیدلی چې په کې یې له هغه بیزاري څرګنده کړې او هغه يې يو درواغجن، له اسلام څخه منحرف او مرتد معرفي کړی او شيعو ته يې امر کړی چې له هغه څخه لرې واوسي.[۱۳]
د شلمغاني رجالي موقعیت
وثاقت او اعتبار
عباس اقبال اشتیاني (وفات: ۱۳۳۴) په «خاندان نوبختی» کتاب کې راغلي: د شلمغاني اثار د شیعه ګانو په منځ کې د هغه د علمي مقام او له حسین بن روح سره د هغه د نزدی والي په وخت کې له دې وړاندې چې منحرف شي او غلو وکړي د شیعو تر منیځ معتبر وو، او هغه کتاب به یې مراجعه کوله، له دې وروسته چې منحرف شو شیعو له حسین بن روح څخه د هغه د کتابونو په اړه پوښتنه وکړه، حسین بن روح په ځواب کې وویل چې هغه څه واخله چې له امام (عج) څخه یې نقل کړي او کوم څه چې د خپل نظر له مخې بیان کړي هغه پریږده؛[۱۹] له همدې امله ځینو ویلي دي چې له انحراف او مبالغې څخه مخکې هغه ثقه و.[20] شیخ طوسي هم په الفهرست کتاب کې ویلي چې شیعو به د شلمغاني په کتابونو باندې د هغه له انحراف مخکې عمل کاوه.[21]
د شلمغاني آثار
نجاشي چې د هجري قمري کال په پينځمه پيړۍ کښې يو شيعه رجال لیکوال دے په خپل کتاب کښې د «فهرست اسماء مصنفی الشیعة»، تر عنوان لاندې د شلمغاني 17 اثار ياد کړي دي.[14] «التکليف» کتاب يو له دغو اثارو څخه دی[15] چې د شیعه امامانو روایتونه لري او هغه له غلوش څخه مخکې دا راټول کړي وو چې د شیعه لخوا ورباندې عمل کیده.[16] د شیخ طوسي(وفات کال 460 ه ق) په کتاب الغیبه کې د راپور له مخې، ځینې شیعو دغه کتاب حسین بن روح ته یوړ او هغه یې په بشپړه توګه ولوست او تایید یې کړ چې بې له دوو یا دریو مواردو، د کتاب نور ټول روایتونه د امامانو(ع) له خوا روایت شوي او په کې د شریعت خلاف مواد نشته.[۱۷] محمد تقي ششتري (وفات: ۱۴۱۵هـ ق) په قاموس الرجال کي دا اټکل کړی دی چي د فقه الرضا کتاب چي د هغه یوه نسخه علامه مجلسي په زمانه کي موندل شوې ده، هماغه «التکلیف» کتاب چې د شلمغاني دی، وي.[18]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ طوسی،کتاب الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۴۱۱.
سرچينې
- ابناثیر، على بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار الصادر، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
- اقبال آشتیانی، عباس، خاندان نوبختی، تهران، کتابخانه طهوری، ۱۳۴۵ش.
- تستری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، قم، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، بیتا.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، کتاب الغیبة، قم، دار المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الفهرست، قم، مؤسسة نشر الفقاهة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- صفری فروشانی، نعمتالله، غالیان (کاوشی در جریانها و برآیندها)، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۸ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مشکور، محمدجواد، فرهنگ فرق اسلامی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۵ش.
- نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، تحقیق سید موسی شبیری زنجانی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۵ش.