مسلم بن عبد الله مجاشعي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مسلم بن عبد الله مُجاشِعي (په ۳۶ هـ ق کې شهادت) د جمل د جګړې له شهیدانو څخه دی. هغه د مجاشع یا عبدالقیس له قبیلې څخه ګڼل کېده.

د یو روایت له مخې هغه د رسول الله(ص) له صحابی حذیفه بن یمان سره خبرې اترې وکړې او دغه خبرې سبب شوې چې مسلم د امام علي(ع) په لور لیوالتیا پیدا کړي. هغه د جمل د جګړې له شورو کیدو وړاندې د جمل اصحابو ته د قرآن او امام علي(ع) د اطاعت په لور بلنه ورکړه.

ژوندلیک

مسلم د عبدالله زوی [۱] د جمل په جنګ کښې د امام علي(ع) له لښکرو څخه ؤ او په عجلی [۲] او مجاشعی [۳] بلل کیده. محمد بن جریر طبري چې په څلورمه میلادي پیړۍ کې سني مورخ دی، هغه د تمیم له مُجاشِع،[۴] چې د تمیم د قبیلو یو ښاخ دی، څخه ګڼلی دی،[۵] او شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هجري) هغه د عبدالقیس له قبیلې څخه ګڼلی دی.[۶] له ابو مخنفه، چې د قمری د دوهمې پیړۍ له مورخینو دی، نقل شوي دي چې د مسلم مور اُمّ ذَریح عَبدِیَّه یوه شیعه شاعره وه.[۷]

مسلم په ۳۵ هجري قمري کال کې په مداين ښار کې اوسېده[۸] او د جمل په جګړه (۳۶ هـ ق) کې د ځوانۍ په لومړيو کلونو کې و.[۹]

امام علی(ع) ته ګروهنه

د هغه څه پر اساس چې شیعه محدث حسن بن محمد دیلمي له مسلم بن عبدالله څخه روایت دی هغه حذیفه بن یمان (وفات ۳۷ هـ ق) سره د ځینې خبرې اترې وکړې چې هغه د دې سبب شوې چې هغه حضرت امام علي(ع) ته ګروهنه پيدا کړي.[10]

له دیلمي په ارشاد القلوب کې راغلي، چې امام علي(ع) د خلافت له قبلولو وروسته، حذیفه بن یمان، چې د رسول الله(ص) له اصحابو څخه و، د مداین په واکمنۍ باقي پریښود. حذیفه منبر ته وخوت او د خبرو په ترڅ کې یې حضرت امام علی علیه السلام رښتینی امیرالمومنین وګڼه. مسلم دا خبرې له دې کناه وګڼله چې له امام علی (ع) مخکې درې خليفه ګان رښتينی اميرالمؤمنين نه وو. د مسلم په غوښتنه حذيفه د تېرو پېښو ځينې روايتونه بيان کړل. یو له هغو څخه دا و چې امام علی (ع) د پیغمبر (ص) له وخته د امیرالمومنین په لقب یاد شوی او د جبرائیل علیه السلام له خوا د امیر المومنین لقب ورکړی شوی دی او په دې لقب سره د دریو خليفه ګانو بلنه د خلکو له خوا وه.[۱۱] هغه همدارنګ صحیفه ملعونه، د هرشا په دره کې د رسول الله(ص) د اوښ د اړي اچولو کیسه، د غدیر پیښه او د ابوبکر او عمر بن الخطاب په د خلافت د غصبولو کیسه هم مسلم ته نقل کړه.[۱۲]

د جمل په جګړه کې شهادت

مسلم بن عبدالله د ۳۶ هجری قمری کال د جمادی الاول په لسمه د جمل په جنګ کښې شهید شو.[13]

امام علی (ع) د جنګ له شروع کیدو وړاندې او د دلیل د ختمولو لپاره له خپلو اصحابو څخه پوښتنه وکړه چې څوک به له قرآن سره مخالف لښکر ته لاړ شی؟ مسلم بن عبدالله خپل چمتووالی اعلان کړ او د دښمن لښکر سره مخامخ شو.[۱۴] هغه حضرت امام علي(ع) د قرآن په لور بلونکی وګڼه او له هغوی یې وغوښتل چې د خدای اطاعت او د خدای د کتاب اطاعت ته راوګرځي.[۱۵]

په اومې پیړۍ کې سني مورخ ابن اثیر په نقل، کله چې یې د هغه ښی لاس پرې کړ نو هغه په چپ لاس کې قرآن ونیوه او کله چې یې کیڼ لاس یې هم پرې شو نو قرآن یې په سینه کېښود.[۱۶] د محمد بن جریر طبري (وفات ۳۱۰ هـ ق) د وینا له مخې هغه د غشي د لګیدو له امله شهید شو[1۷] او د شیخ مفید د روایت له مخې د عایشه په حکم او د نیزه دارانو د برید له امله شهید شو.[18] امام علی(ع) د هغه د شهادت د طریقې په هکله وړاندوینه کړې وه[19] او هغه یې له هغو کسانو څخه ګڼلی و چې زړونه یې خدای له نور او ایمانه ډک کړي دي.[۲۰]

د مسلم مور د شهادت پر مهال حاضره وه [۲۱] هغې په یوې مرثیې کې عایشه د خپلو زامنو قاتله مور بللې ده.[۲۲]

فوټ نوټ

سرچينې