منجح بن سهم

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

مُنْجِح (منحج) بن سهم، د امام سجاد(ع) مریی چې د کربلا په پېښه کې شهید شو.

د منجح مور، یوه وینځه وه چې امام حسین (ع) له نوفل بن حارث بن عبدالمطلب څخه واخیسته. هغې د سهم په نامه له یوه مریي سره واده وکړ او منجح ترې پېدا شو. امام حسین (ع) منجح د امام سجاد (ع) په خدمت کې راوسته.[۱]

وروسته له دې چې امام حسین(ع) له مدینې څخه د مکې په لور حرکت وکړ، منجح هم له خپلې مور سره یو ځای له مدینې ووته.[۲] البته ځینو کسانو هغه د امام حسن (ع) له موالیانو ګڼلی چې د امام حسن (ع) له بچیانو سره یو ځای له مدینې د امام حسین (ع) د کاروان په ملګرتیا ووتل.[۳]

منجح د عاشورا په پېښه کې شهید شو.[۴] د هغه د شهادت وخت نه دی ذکر شوی؛ خو ابن شهر آشوب ویلي چې په لومړۍ حمله کې د امام علي (ع) او امام حسین (ع) لس مریان شهدیان شول.[۵] د هغه قاتل حَسَّان بن بکر حنظلي معرفي شوی دی.[۶] سماوي هم په الحدیقة الوردیة[یادداشت ۱] کتاب کي نقل کوي چې قاتل یې حسان بن بکر دی او شهادت یې د جنګ په پېل کې و.[۷] د منجح نوم زیارت الشهداء کې د یو شهید په توګه راغلی دی.اَلسَّلَامُ عَلَی مُنْجِحٍ مَوْلَی الْحُسَینِ بْنِ عَلِی(ع)[۸][یادداشت ۲]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې