مهدي عباسي
دا مقاله د تدوبن په حال کې ده!
په مهدي عباسي مشهور، محمد بن منصور (۱۲۶-۱۶۹ق) له سفاح او منصور دوانیقي وروسته دریم عباسی خلیفه. هغه له ۱۵۸ ق تر ۱۶۹ ق کاله پورې خلافت په غاړه درلود. ځینې باوري دي چې د مهدویت مسالې او د هغه د پلار منصور موعود ګروهونکو اهدافو د هغه په مهدي ملقبېدو کې رول لرلی دی. مهدي عباسي په ۱۵۹ق کې، امام کاظم (ع) بغداد ته وروباله او یوه موده یې بندي کړ.
مهدي عباسي د خپل خلافت په اوله کې، د شیعیانو د وژلې او ځورولو مخه نیوله. هغه بندي شیعیان ازاد کړل او هغوي ته یې میاشتنۍ پېسې مقررې کړې، خو ورو ورو یې له شیعیانو سره په چلند کې خپل سیاست بدل کړ. د هغه په زمانه کې ځینې بلواګانې وشوې چې د هغه حکومت وځپلې. هغه همداراز څو ځله په روم او هند لښکر کښي وکړه.
ژوند لیک
په مهدي ملقب محمد بن عبدالله بن محمد بن علی بن عبدالله بن عباس، [۱] له سفاح او منصور دوانیقي وروسته دریم عباسي خلیفه دی. [۲] هغه په ۱۲۶ ق کال کې مکې ته نزدې په حمیمه کې وزېږېد.[۳] پلار یې منصور دوانیقي د هغه روزنې ته خاص پام درلود او له هلکوانۍ یې ورته مهم منصبونه ورکول.[۴]
په ۱۴۷ق کال کې منصور هغه خپل ولي عهد کړ.[۵] هغه په ذهانت ،سخاوت او نرم خویۍ مشهور و.[۶] او د پلار له مرګه وروسته د ۱۵۸ق[۷] یا ۱۵۹ق[۸] د ذي الحجې په اولسمه خلافت ته ورسېد.
مهدي عباسي خپل دوه زامن هادي او هارون، په ترتیب سره او پرله پسې وليعهدان کړل.[۹] که څه هم د خپل عمر په اخر کې د هادي له ولي عهدۍ پښېمانه و خو د ولي عهد په بدلولو بریالی نه شو.[۱۰]
د مهدي په لقب متصف کېدل
د معاصرو څېړاندو په باور د محمد بن منصور لپاره د مهدي لقب د ولسي ملاتړ او مرستې د تضمین [۱۱] او د نفس زکیه د مهدویت له ادعا سره په ټکر کې انتخاب شوی دی.[۱۲] پر دې اساس ویل شوي چې عباسیانو هڅه وکړه مهدي عباسي، هماغه مهدي موعود چې د پېغمبر په حدیثونو کې راغلی، معرفي کړي چې له دې لارې د خلکو ملاتړ ځانته جلب او عباسي حکومت وساتي.[۱۳]
مړینه
مهدی عباسی، په ۱۶۶ق[۱۴] یا ۱۶۹ق[۱۵] کال کي له لسو کلونو خلافته وروسته په ماسبذان[۱۶] (ننني ایلام) سیمه کې په روذ کلي کې وفات شو.[۱۷] په دې اړه چې مهدي عباسي په زهرو وژل شوی که د هوسۍ د ښکار لپاره د مشق په وخت وفات شوی اختلاف موجود دی.[۱۸]
له امام کاظم(ع) سره سلوک
مهدي عباسي ، امام کاظم (ع) په ۱۵۹ ق کال کې له مدینې بغداد ته وباله او بندي یې کړ.[۱۹] له یوې مودې وروسته، د شیعیانو اوم امام په دې خبره په قسم خوړلو سره چې د وخت د حکومت په خلاف به پاڅون نه کوي له زندانه خوشی شو او د مهدي عباسي د حکومت له خوا تر اخره پورې تر څارنې لاندې و.[۲۰] امام کاظم (ع) له دې وروسته خپلو ملګرو ته سپارښتنه وکړه چې تقیه وکړي.[۲۱]
ځینو معاصرو څېړاندو، د امام صادق (ع) شهادت او د شیعیانو ټوټې ټوټې کېدل د امام کاظم (ع) د موقعیت د کمزورې کیدو او په نتیجه کې د تقیې خپلولو ته د هغوي د مجبورېدو سبب ګڼلې دي.[۲۲] په همدې اساس، عباسي حکومت د امام کاظم (ع) او دهغه د پېروانو په خلاف اقدام ونه کړ.[۲۳] سره له دې ورور ورو د نورو شیعه فرقو پېروان هم له امام کاظم سره یو ځای شول او امامیه تر نورو شیعه فرقو زیاته پیاوړې شوه او له همدې امله، مهدي عباسي شیعیان محدود کړل او امام کاظم یې زنداني کړ.[۲۴]
له شیعیانو سره چلند
مهدي عباسي اول هڅه وکړه خلک له ځانه راضي کړي. [۲۵] هغه د خپل پلار له حکومته پاتې زیاتره مالونه چې په زوره یې له خلکو په تېره بیا شیعیانو اخستې وو، خپلو خاوندانو ته ستانه کړل او هغوي یې راضي کړل.[۲۶] هغه په اول کې د شیعیانو له وژلو او ځورولو ډډه وکړه او هغوي یې له بندونو خوشي [۲۷] او ورته یې میاشتني حقوق مقرر کړل.[۲۸] خو اخر دریم عباسي خلیفه ، ورو ورو شیعیان محدود کړل او د هغوي د وېرولو، ځورولو او تنګولو سیاست ته یې مخه کړه.[۲۹]
مهدي عباسي د طاقت له لاسته راوړلو وروسته، د داخلي سیاست په زمینه کې ځینې اقدامات وکړل چې د هغه د حکومت په وخت کې د ټولنې د نسبي ارامښت سبب شول.[۳۰] له همدې امله ځینې باروي دي چې د هغه حکومت، د لومړيو عباسي خلیفه ګانو د تاوتریخوالي او ځپنې له پړاو څخه د راتلونکو خلفاوو د اعتدال او نرم خویۍ دورې ته د انتقال دوره وه.[۳۱]
د بلواوو ځپل او په روم او هند لښکر کښي
د مهدي عباسي د حکومت په پړاو کې د حکومت په خلاف غورځنګونه او بلواوې وشوې. په لومړي ګام کې یې د زنادقه له خوځښت سره چې د پراختیا په حال کې و مقابله وکړه.[۳۲][یادداشت ۱]
د مقنع بلوا،[۳۳] د یوسف برم بلوا [یادداشت ۲] په ۱۶۰ق کال کې په خراسان،[۳۴] د عبدالله بن مروان بلوا په ۱۶۱ق کال کې په شام، [۳۵] او د عبدالسلام یشکري په مشرۍ د خوراجو بلوا په ۱۶۲ق، کال کې[۳۶] د مهدي عباسي د حکومت په پړاو کې وشوې او ټولې وځپل شوې.[۳۷]
مهدي عباسي په څو پړاوونو کې په روم لښکرلېږد وکړ. په ۱۵۹ق کې یې عباس بن محمد له لوی لښکر سره بلاد روم ته ولېږه او په وړې اسیا کې تر انقرې پورې پر مخ لاړ.[۳۸] همداراز په ۱۶۵ ق کې یې د خپل زوي هارون په کومانده یو لوی لښکر روم ته ولېږه او تر قسطنطنیه خلیجه پر مخ لاړ.[۳۹] هغه همداراز په ۱۶۰ ق کال کې د هند په لور د سمندر له لارې یو لښکر ولېږه او باربد ښار یې له کلابندۍ وروسته ونیوه.[۴۰]