میر انیس

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

میر انیس

میر اَنیس (۱۸۰۳–۱۸۷۴ع) د هند په براعظمګی کې یو مشهور شیعه شاعر دی چې د اهل بیتو (ع) په اړه یې شعرونه ویل. هغه د کربلا په اړه د ۱۱۸۲ مصرعو یوه مرثیه (ویرنه) ویلې ده. انیس د خپلې زمانې د پاچایانو په صفت کې شعرونه ونه ویل او خپل اولاد ته یې هم سپارښتنه وکړه چې دغه کار ونه کړي.

د میر انیس شجره امام رضا (ع) ته رسیږي. انیس زیاتره په لکهنو کې مریثې لیکلې؛ خو له ۱۸۵۷ عیسوي کال را په دېخوا چې د اوده سلطنت ( په اوده سیمه کې شیعه واکمنان) د بریتانیا تر ولکې لاندې راغی، نورو ښارونو ته یې هم سفرونه وکړل او ویرنې یې وویلې. هغه په ۷۲ کال کې په لکهنو کې له نړۍ سترګې پټې کړې او هم هلته ښخ کړی شو.

د هند براعظمګي (پاکستان او هند) مداحان او دیني واعظان د امام حسین (ع) په عزادارۍ کې د میرانیس شعرونه وایي.

ژوند لیک

میر انیس چې پوره نوم یې «میرببرعلی انیس» دی د میرمَستَحسَن خَلیق زوی په ۱۸۰۳ عیسوي کال کې د هند د اوتر پرادیش صوبې د فیض اباد ښار په خوا کې په ګلاب بادي محلې کې وزېږېد.[۱] پلار یې هغه میر سید ببر علي رضوي ونوموه.[۲]

د میر انیس نسب د شیعیانو اتم امام حضرت رضا (ع) ته سیږي.[۳] د انیس یو نیکه «میر امامي» د شاه جهان په پاچاهۍ کې (حکومت:۱۶۲۸ -۱۶۵۸عیسوي) [یادداشت۱] کې له ایرانه هندوستان ته لاړ.[۴] انیس خپلې زده کړې په فیض اباد کې پېل کړې او مختلف علوم لکه صرف، نحوه، فلسفه او منطق یې زده کړ.[۵] هغه په اردو، فارسۍ او عربۍ ژبو ښه پوهیده.[۶] او په نولس کلنۍ کې یې واده وکړه او شپږ بچي یې لرل.[۷]

شیعه عالم «میرنجفعلی» «مولوی حیدرعلی فیض‌آبادي حنفي» او «حکیم میرکلو» د میر انیس استادان وو.[۸] ویل شوي چې د انیس په شاعرۍ او تعلیم کې د هغه پلار او استادانو ډېر رول درلود، خو په روزنه کې یې د مور رول زیات و.[۹]


انیس به همېشه لمونځ په لومړي وخت کاوه. په دې ډول چې د لمانځه په وخت به یې شعرونه چوټي کړل او له لمانځه وروسته به یې بیا شعر وایه.[۱۰] میر انیس په ۱۲۹۱ ق کال کې چې له ۱۲۵۳ لمریز سره سمون خوري په ۷۲ کلنۍ کې په لکهنو کې وفات شو[۱۱] او په خپل کور کې ښخ کړی شو.[۱۲] په ۱۹۶۳ کال کې د هغه په قبر یوه مقبره جوړه شوه.[۱۳]

د میر انیس مقبره

شعر او مرثیې ویل

انیس له وړوکوالي له شعر ویلو سره مینه لرله.[۱۴] هغه شاعري له خپل پلار «میرخلیق» او د لکهنو له مرثیه لیکونکي «شیخ امام‌بخش ناسخ»څخه زده کړه.[۱۵] ویل کیږي چې دهغه تخلص «حزین» و او استاد یې ناسخ دغه تخلص په «انیس» بدل کړ.[۱۶] میر انیس په سر کې په مختلفو موضوګانو شعرونه ویل، څه موده پس یې د پلار په سپارښته او له امام حسین (ع) سره د مینې په وجه مرثیه او ویرنه لیکل پېل کړل.[۱۷]

انیس زیاتره په لکهنو ښار کې مرثیې ویلې خو له ۱۸۵۷ عیسوي کال را په دېخوا چې د اوده سلطنت ( په اوده سیمه کې شیعه واکمنان) د بریتانیا تر ولکې لاندې راغی، نورو ښارونو ته یې هم سفرونه وکړل. په مختلفو سیمو کې د میر انیس مرثیې ویل له هغه سره د خلکو د اشنا کېدو او پېژندګلوۍ سبب شو.[۱۸] د میر انیس په زمانه کې په هندوستان کې مرثیه ویل او لیکل پراخ شول.[۱۹] انیس له هغو شاعرانو دی چې د هند په براعظمګي کې یې د مرثیې لیکل دود کړل.[۲۰] هغه د هند له لویو مرثیه لیکونکو ګڼل کیده.[۲۱]

د میر انیس په کورنۍ کې ډېر شاعران او مرثیه لیکونکي وو. د هغه غور نیکه چې په میر ضحاک مشهور و، نیکه یې میر حسن، پلار او ترونه یې «میرخلیق»، «میرخلق» و «میرمخلوق» او دوه وروڼه یې انس او مونس شاعران وو.[۲۲] انیس په یو شعر کې وایي:

عُمر گزری هی اسی دشت کی سیاحی میں--- پانچویں پشت هی شبیر کی مداحی میں

عمر مې په دې دښته (دنیا) کې په سېل کې تېر شو او زه د شبیر (امام حسین) په مداحۍ کې پینځم نسل یم.[سرچینې ته اړتیا]

میر انیس د کربلا د پېښې په اړه دا شعرونه ویلې دي:

ایک عباس ؑ ہی اس طرح گئے ہیں لڑنے ---- دوش پہ مشک و علم ہاتھ میں تلوار نہیں
وقت وہ آگیا اف فاطمہ ؑ کے جانی پر ---- فوج کا ذکر ہی کیا پاس علمدار ؑ نہیں
تن تنہا ہیں ستمگاروں کے نرغے میں حسین ؑ---- پاس کوئی بھی انیس اور مدد گار نہیں.[۲۳]

یوازې عباس (ع) د جنګ لپاره داسې لاړ چې په اوږه یې مشک و او لاسونو یې علم او توره نه لرله. افسوس د فاطمې (ع) په بچي هغه وخت راورسېد چې د لښکر نوم خو پرېږده علمدار هم (ع) هم ورسره نیشته. حسین د دښمن په حصار کې دی، خو نه کوم انیس لري او نه مددګار.

د انیس د اشعارو شمېر ۱۲۰۰ مرثیې او ۶۰۰ رباعیانې ګڼل شوې دي.[۲۴] ویل شوي چې د هغه شعرونه تر ۲۵۰۰۰۰ بیتونو زیات دي.[۲۵] میر انیس د امام حسین (ع) په باره کې پینځه لکه بیته شعرونه ویلې دي.[۲۶] د انیس د لمسي په وینا، هغه د کربلا د پېښې په اړه ۱۱۸۲ مصرعه لرونکې مرثیه په یوه شپه کې ویلې ده. همداراز یوه مریثه یې بې ټکي لیکلې چې پکې یې نقطه لرونکي توري نه دي راوړې. د هغه ځینې مرثیې لا اوس هم نه دي چاپ شوې.[۲۷] د «انیس الاخلاق» په نوم کتاب چاپ شوی چې پکې د انیس اخلاقي رباعیانې راغونډې شوې دي.[۲۸]

د انیس د شعر ځانګړنې

میر انیس په خپلو مرثیو کې د اتلانو په اړه هم خبرې کړې او هر اتل یې په خاصو تشبیهاتو سره یاد کړی دی.[۲۹] هغه د امام حسین (ع) ملګري په میړانه او باتورۍ ستایلې دي.[۳۰] هغه په ځوانۍ کې اس سوارۍ او توره وهلو ته مخه کړه. همدا روحیه سبب شوه چې په خپلو مرثیو کې یې هم د ځوانمردیو، او د جنګ او توره وهلو او اس سپرېدو صحنې زیات ورایښت لري.[۳۱]

انیس په خپلو مرثیو کې د لمانځه، جهاد او د اهل بیتو (ع) مینې ته پام لره.[۳۲] د پاک او هند دیني مداحان او واعظان او ذاکران د امام حسین په عزادارۍ کې د انیس شعرونه وایي.[۳۳]

د انیس د ویرنو له نورو ځانګړنو څخه زیات تشبیه او تمثیل او د جزییاتو ذکر دی.[۳۴] هغه له غریبو (ناشنا) او غیر فصیحو ټکو ډډه کوله.[۳۵] هغه په مرثیه کې له عربي او فارسي ترکیباتو استفاده کړې ده.[۳۶]

انیس د خپلې زمانې د پاچایانو په صفت کې شعرونه ونه ویل او خپلو پچیانو ته یې هم سپارښتنه کوله چې له دغه کاره ډډه وکړي.[۳۷]

انیس و دبیر

همداراز وګورئ: میرزا سلامت علي دبیر

میرزا سلامت علي دبیر او میر انیس هم مهاله وو او د مرثیو په لیکلو مشهور دي، له همدې امله د اردو ژبې په ادبیاتو کې دغه دوه شاعران له یو بل سره پرتله شوې دي.[۳۸] دواړو شاعرانو ځانګړې پلویان لرل چې ورته انیسیان او دبیریان ویل کیدل.[۳۹] ویل شوي چې دبیر تر انیسه مخکې مرثیه ویل پېل کړل. له انیسه نقل شوې چې کله یې په لکهنو کې د مرثیې ویل پېل کړل، دوه کسه په مرثیه ویلو مشهور وو یو «میر مداري صاحب جوپار» او بل میرزا سلامت علي دبیر.[۴۰]

د انیس شعرونه د دبیر په پرتله زیات روان او سلیس ګڼل شوې دي.[۴۱] او د دبیر کلام یې بیا فصیح او بلیغ بللی دی.[۴۲]

د انیس او دبیر په اړه په لندن کې «په اردو ادبیاتو کې د انیس او دبیر د رول» په نوم یو سیمینار هم وشو چې په کې د پاکستان، هند او مختلفو هیوادونو ادیبانو او پوهانو برخه اخستې وه.[۴۳] همداراز په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په کراچۍ کې د دغه دوو لپاره یوه سیمینار جوړ شو.[۴۴]

د میر انیس له وفاته وروسته د میرزا دبیر شعر:

داد خواهم یا غیاث المستغیثین الغیاث ---- از که دل مانوس گردد بی سخن ور بی انیس
عبرة للناضرین (للناظرین) گردید افلاک و زمین ---- دیدنی نبود مه و خورشید و اختر بی انیس
وادریغا عینی و دینی دو بازویم شکست ---- بی نظیر اول شد و امسال و آخر بی انیس
یادگار رفتگان هستیم و مهمان جهان ---- چند روزه چند هفته بی برادر بی انیس
الوداع ای ذوق تصنیف الفراق ای شوق نظم ---- شد حواس خمسه دوده و عقل ششدر بی انیس

[نیازمند منبع]

ګالری

فوټ نوټ

سرچينې