ناد علی دعا

د wikishia لخوا
ناد علی

نادِ علي دعا د امام علي(ع) په صفت کې ده چې په «نادِ عَلِیاً مَظهَرَ العَجائِب» عبارت سره پېل کیږي. دا دعا د احد جنګ په ورځ له عالم غیبه د پېغمبر(ص) غوږ ته رسېدلې ده.

ناد علي صغیر دعا وړه ده او پکې ویل شوي چې هر غم او مصیبت د پېغمبر(ص) د نبوت او د امام علي(ع) د ولایت په برکت لرې کيږي. علامه مجلسي دغه دعا په بحار الانوار کتاب کې نقل کړې خو سرچینې ته یې اشاره نه ده کړې. شیعه فقیه ید الله دوزدوزاني ویلي چې ناد علي صغیر دعا معتبر مدرک نه لري. سره له دې د دغه دعا په شرحې کې ځینې کتابونه لیکل شوې دي.

ناد علی کبیر، دعا هم ناد علي صغیر ته ورته مضامین لري؛ خو اندازه یې د ناد علي صغیر څو چنده زیاته ده.


ناد علی صغیر

د هغه څه په اساس چې د لسمې قمري پېړۍ شافعي عالم میبدي یزدي لیکلي په امام علي(ع) پورې منسوب د شعر دیوان د شرحې په کتاب کې راغلي، پېغمبر په احد غزا کې له عالم غېبه داسې واورېدل: «نَادِ عَلِيّاً مَظْهَرَ الْعَجَائِبِ، تَجِدْهُ عَوْناً لَكَ فِي النَّوَائِبِ، كُلُّ هَمٍّ وَ غَمٍّ سَيَنْجَلِي، بِوَلايَتِكَ يَا عَلِيُّ».[۱] دغه جملي د جواد محدثي لیکلي فرهنګ غدیر کتاب کې په یو څه زیاتوالي سره نقل شوې دي: «نَادِ عَلِيّاً مَظْهَرَ الْعَجَائِبِ، تَجِدْهُ عَوْناً لَكَ فِي النَّوَائِبِ، كُلُّ هَمٍّ وَ غَمٍّ سَيَنْجَلِي، بِنُبُوَّتِکَ یا مُحَمَّد، بِوَلايَتِكَ يَا عَلِيُّ» چې ژباړه یې داسې ده: علي چې د عجایبو مظهر او بېلګه ده، ته غږ وکړه، هغه چې په مصیبتونو او کړاوونو کې به یې خپل ملګری ومومې؛ هر غم او خپګان لرې کیږي ای محمده ستا د نبوت په برکت او ای علي ستا د ولایت په برکت![۲]


علامه مجلسي په بحارالأنوار او میرزا محمدتقي سپهر په ناسخ التواریخ کې د میبدي یزدي روایت ته اشاره کړې ده.[۳] په بحار الانوار کې د دغه دعا سرچینې ته هیڅ اشاره نه ده شوې[۴] د پینځلسمې پېړۍ فیقه یدالله دوزدوزاني که څه هم د ثواب په هیله د دغه ذکر لوستل بې اشکاله ګڼلي خو ویلي یې دي چې هیڅ معتبر مدرک نه لري.[۵]

په نهمې قمري پېړۍ کې شیعه عالم تقي الدین ابراهیم کفعمي په مصباح کتاب کې راوړي چې دغه دعا یې د لومړي شهید په خط لیدلې او زیاتوي چې د ورک شوي او تښتدلي مریي د پېدا کېدو لپاره لوستل او تکرارېده.[۶] محدث نوري په مستدرک الوسایل کتاب کې همدا خبره له مصباح نقل کړې ده.[۷] علامه سید محمد حسین حسیني تهراني له ارواښاد سید هاشم نقل کړې چې هر څوک هره ورځ ۱۱۰ ځله ووایي: «نادِ علیًّا مَظهَرَ العجائبَ، تَجِدْهُ عَونًا لکَ فی النَّوائب، کُلُّ همٍّ و غمٍّ سَیَنجَلی، بعَظَمَتِکَ یا اللَهُ، بِنُبوَّتِکَ یا محمّد، بولایتکَ یا علیُّ یا علیُّ یا علیّ». او دا کار درې ورځې پرله پسې وکړي، هر حاجت چې ولري خدای یې پوره کوي.[۸]

د ناد علي صغیر ذکر په اخري جمله کې په لږ بدلون سره د هند د جنوب په بیجاپور جامع جومات کې لیکل شوی دی.[۹] دغه متفاوته برخه یې داسې ده: «بِنُبُوَّتِکَ یا مُحَمَّد بِوِلایَتِکَ یا عَلیّ».[۱۰] دغه ذکر همداراز په هند کې په احمد نګر کلا کې د یو زمري په شکل لیدل شوی دی.[۱۱]

فارسي شعرونه

یو شمېر فارسي ژبو شاعرانو په خپلو شعرونو کې ناد علي صغیر ته اشاره کړې ده؛ منجمله په نیّر تبریزي مشهور میرزا محمد تقی حجت الاسلام چې داسې یې ویلې دي:[۱۲]

یارب به علی سینجلی را برسان درمانده منم شاه ولی را برسان

وقتی که اجل دامن عمرم گیرد قبل از ملک‌الموت علی را برسان

یو بل شاعر هم چي نوم یي نه دی معلوم داسي ویلي دي:[۱۳]

در مذهب ما کلام حق ناد علی است طاعت که قبول حق بود یاد علی است

از جمله آفرینش کون و مکان مقصود خدا علی و اولاد علی است

ناد علی کبیر یا لوی ناد علي

علامه مجلسي په زاد المعاد کتاب کې د لوی ناد علي د دعا متن نقل کړی دی:[۱۴]

د ناد علی کبیر یا لوی ناد علي متن او ژباړه
متن ژباړه
بِسمِ اللهِ الرَّحمن الرَّحیم د ډېر بخښونکي مهربان خدای په نامه
نَادِ عَلِيّاً مَظْهَرَ الْعَجَائِبِ تَجِدْهُ عَوْناً لَكَ فِي النَّوَائِبِ وبله علي چې د عجیبه کمالاتو او صفتونو مظهر دی چې په ټولو ستونزو او سختیو کې دې مرستندویی وي.
لِي إِلَى اللهِ حَاجَتِي وَ عَلَيْهِ مُعَوَّلِي كُلَّمَا رَمْيَتُهُ وَ رَمَيْتَ مُقْتَضَی كُلِّ هَمٍّ وَ غَمٍّ دا حقیر بنده همېشه خدای ته محتاج دی او ما په ټولو چارو کې په خدای تکیه کړې ده. کله چې د هغه اراده وکړم په داسې حال کې چې په غم او مصیبت کې یم.
سَيَنْجَلِي بِعَظَمَتِكَ يَا اللهُ وَ بِنُبُوَّتِكَ يَا مُحَمَّدُ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ وَ سَلَّمَ وَ بِوَلَايَتِكَ يَا عَلِيُّ يَا عَلِيُّ يَا عَلِيُّ قسم دې وي ستا په سترتوب ای خدایه، او قسم دې وي ستا په پېغمبرۍ، ای محمده(ص) او قسم دې وي ستا په ولایت او امامت ای علي چې هغه غم او خپګان به مې لرې شي.
أَدْرِكْنِي بِحَقِّ لُطْفِكَ الْخَفِيِّ، اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ أَنَا مِنْ شَرِّ أَعْدَائِكَ بَرِي‌ءٌ بَرِي‌ءٌ بَرِي‌ءٌ ما راټینګ کړه (مرسته مې وکړه) ستاسو د پټې مینې او مهربانۍ په حق، خدای تر دې لوی دی چې بیان کړی شي او زه ستا د دښمنانو له شره بېزاري کوم.
اللهُ صَمَدِي بِحَقِّ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَ إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ يَا أَبَا الْغَيْثِ أَغِثْنِي يَا عَلِيُّ أَدْرِكْنِي بې نیازه خدای، زما بې نیازه کوونکی دی. د ایاک نعبد و ایاک نسعتین په حق ای د مدد او مرستې پلار! ای علي زما مرسته وکړه او فریاد مې واوره.
يَا قَاهِرَ الْعَدُوِّ وَ يَا وَالِيَ الْوَلِيِّ يَا مَظْهَرَ الْعَجَائِبِ يَا مُرْتَضَى عَلِيُّ ای د دښمن ماتوونکیه او ای د دوستانو سرپرسته او دوسته، ای د عجیبه صفتونو بېلګې، ای علي مرتضی.
يَا قَهَّارُ تَقَهَّرْتَ بِالْقَهْرِ وَ الْقَهْرُ فِي قَهْرِ قَهْرِكَ يَا قَهَّارُ يَا ذَا الْبَطْشِ الشَّدِيدِ ای غالب او بریالی او برلاسی موندونکیه په ټولو په خپل قهر او واکمنۍ سره پاچا یې او حال دا چې قهر او سلطنت ستا په لوړاوي، غلبې او کامیابۍ کې دی. ای پر دښمن بریالي او غالبه! ای سخت رانیوونکیه.
أَنْتَ الْقَاهِرُ الْجَبَّارُ الْمُهْلِكُ الْمُنْتَقِمُ الْقَوِيُّ وَ الَّذِي لَا يُطَاقُ انْتِقَامُهُ ته قدرتمن او نه ماتېدونکی یې چې په خپلې نافذې ارادې سره هره چاره اصلاح کوې، ته هلاکوونکی او غچ اخستونکی یې، ته هغه ځواکمن یې چې غچ یې د زغملو نه دی.
وَ أُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللهِ إِنَّ اللهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ وَ إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ زه مې خپلې ټولې چارې خدای ته سپارم. په رښتیا چې خدای پر بندګانو ښه خبر او لیدونکی دی او د خدای وینا ده چې په قران کې یې وفرمایل ستاسو خدای یو او واحد دی او له هغه پرته بل خدای نیشته، بخښونکی او مهربان دی.
حَسْبِيَ اللهُ وَ نِعْمَ الْوَكِيلُ نِعْمَ الْمَوْلَى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ يَا غِيَاثَ الْمُسْتَغِيثِينَ أَغِثْنِي يَا رَاحِمَ الْمَسَاكِينِ ارْحَمْنِي خدای زما لپاره بس دی او زما ترټولو ښه ملګری او ملاتړ دی. ای د فریاد غوښتونکو فریاد اورېدونکیه! زما فریاد واوره، ای پر فقیرانو او مسکینانو رحم کوونکیه! په ما رحم وکړه.
يَا عَلِيُّ وَ أَدْرِكْنِي يَا عَلِيُّ أَدْرِكْنِي يَا عَلِيُّ أَدْرِكْنِي بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ.[[۱۵]] ای علی زما فریاد واوره! زما فریاد واوره!زما فریاد واوره! ستا رحمت ته هیله لرم ای تر ټولو رحم کوونکو زیاته رحیمه.

اړونده اثار

د ناد علي، د هغه د ځانګړنو او خصوصیاتو په اړه زیات کتابونه او رسالې لیکلې شوې دي؛ منجمله د فارسۍ هغه کتاب چې نوم یې دی «شرح ناد علیاً مظهر العجائب...» چې په قم کې د مرعشي نجفي په کتابتون کې ساتل کیږي.[۱۶]

همداراز علي صدرایي خویي، د شیعه د حدیثو او د حدیثو د علومو د خطي نسخو په فهرستګان کتاب کې، د «ناد علیاً مظهر العجائب» د شرحې ځینې کتابونو ته اشاره کړې ده.[۱۷]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. میبدی یزدی، شرح دیوان منسوب به امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، به کوشش اکرم شفائی، ص۴۳۴.
  2. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۵۶۳.
  3. علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص۷۳؛ سپهر، ناسخ التواریخ، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۹۰۲.
  4. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص۷۳.
  5. دوزدوزانی تبریزی، استفتائات حضرت آیت‌الله العظمی دوزدوزانی تبریزی، ۱۳۷۹ش، ص۲۲.
  6. کفعمی، مصباح، نشر دار الرضی، ص۱۸۳.
  7. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۴۸۳.
  8. حسینی طهرانی، سیدمحمدحسین، مطلع الانوار، ج۲، ص۱۵۵
  9. طریحی، تاریخ الشیعة فی الهند، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۱۱۷.
  10. طریحی، تاریخ الشیعة فی الهند، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۱۱۷.
  11. طریحی، تاریخ الشیعة فی الهند، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۸۱.
  12. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۵۶۴.
  13. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۸۶ش، ص۵۶۴.
  14. مجلسی، زاد المعاد، مٰؤسسة الاعلمی، ج۱، ص۴۲۹-۴۳۰.
  15. مجلسی، زاد المعاد، مٰؤسسة الاعلمی، ج۱، ص۴۲۹-۴۳۰.
  16. رفاعی، معجم ما کتب عن الرسول و اهل البیت، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۶۶.
  17. مثال په توګه وګورې: صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، ۱۳۸۲ش، ج۱۰، ص۴۳۷ و ۴۵۹ و ۵۳۷.

سرچينې

  • دوزدوزانی تبریزی، یدالله، استفتائات حضرت آیت‌الله العظمی دوزدوزانی تبریزی، تهران، تابان، ۱۳۷۹ش.
  • رفاعی، عبدالجبار، معجم ما کتب عن الرسول و أهل البیت، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۷۱ش.
  • سپهر، محمدتقی، ناسخ التواریخ: زندگانی پیامبر، تهران، نشر اساطیر، ۱۳۸۵ش.
  • صدرایی خویی، علی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۸۲ش.
  • طریحی، محمد سعید، تاریخ الشیعة فی الهند، هلند، آکادیمیة الکوفة، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، جنة الامان الواقیه (مصباح)، دار الرضی، قم، ۱۴۰۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، زادالمعاد، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، بی‌تا.
  • محدثی، جواد، فرهنگ غدیر، قم، نشر معروف، ۱۳۸۶ش.
  • میبدی یزدی، میرحسین بن معین‌الدین، شرح دیوان منسوب به امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، به کوشش اکرم شفائی، بر اساس نسخه سایت تصوف ایران.
  • نوری، میرزاحسین، مستدرک الوسائل، بیروت، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.