ناس سوره

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ناس سوره

ناس سوره یا سورة الناس، یو سل او څوارلسم (اخرنۍ) سورت او د قرآن کریم له مکي سورتونو څخه دی چې په دېرشمې سپارې کې راغلی دی. سورة الناس له چهار قل څخه دی. په دې سورت کې خدای پیغمبر(ص) ته امر کوي چې له پټو وسوسه کوونکیو څخه خدای ته پناه یوسي. د اهل سنتو په ځینو سنتو تفسیرونو کې راغلي چې دا سورت هغه مهال نازل شو چې یو یهودي په رسول الله(ص) باندې جادو وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ناروغ شو. د جبرائیل له راتګ او د سورت فلق وناس له نزول وروسته رسول الله(ص) ته د هغه آیتونه ولوستل شول او د ناروغۍ له بسترې څخه پاڅېد. ځينو شيعه عالمانو په دې وينا اعتراض کړی دی او ويلی یې دي چې جادو په رسول الله(ص) باندې هيڅ اثر نه کوي.

سورة الناس او الفلق ته مُعَوَّذتین ویل کیږي. ځکه چې د تعویذونو لپاره لوستل کیږي. د سورة الناس د تلاوت په فضيلت کې راغلي دي چې څوک چې سورة الناس او فلق تلاوت کړي داسې ده لکه چې د نبيانو ټول کتابونه يې لوستلي وي. همدارنګ روایت دی چې رسول الله(ص) دا دوه سورتونه ناس او فلق الله ته تر ټولو محبوب سورتونه ګڼل.

معرفی

* نومول

دا سورت سورة الناس نومیږي. ناس د «خلکو» په معنا دی چې له لومړي آیت څخه اخیستل شوی دی. سورة الناس ته «مُعَوِّذه» هم ویل کیږي. د دې نوم لامل دا دی چې د دې سورت په لوستلو سره انسان د شیطان له فتنو څخه ځان ژغوري او د خدای په پناه کې ځان ورکړي. همدارنګه له دې سببه چې انسان د خطر د احساس په وخت دا لولي چې پناه بیامومي. دې سورت ته مُشَقْشَقه وايي. د ناس او فلق دوه سورتونه مشقشقتین او معوذتین نومیږي.

  • د نازلیدو ځای او ترتیب

سورة الناس له مکي سورتونو څخه دی او 21 سورت دی چې په رسول الله (ص) نازل شوی دی. دا سورت د قرآن د نسخو په اوسني ترتیب کې 114 سورت دی [2] او دا د قرآن کریم په 30م سپاره کې راغلی دی. د المیزان لیکوال علامه طباطبایی دغه سورت د فلق سورت په شان مدنی سورت ګڼی او د نازل شویو روایتونو پر بنسټ په دې عقیده دی چې سورة فلق او ناس یوځای نازل شوي دي.[3] د شیعه اوسنې مفسر جوادي املي په دې باور دی چې دا سورت مکي او مدني دواړ کېدای شي، ځکه چې دا د مدینې ځانګړنې نه لري، او د مکې ځانګړنې هم لري.[۴]

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړنې

سورة الناس ۶ آیتونه، ۲۰ کلمې او ۷۸ حروف لري. د حجم له نظره، دا سورت له مُفصَّلات سورتونو څخه دی (چې لنډ آیتونه لري). سورة الناس له چهار قل څخه دی. هغه څلور سورتونه چې د «قل» په کلمې پیل کیږي.[۵]

محتوا

په سورة الناس کې الله تعالی خپل رسول ته امر کوي چې د خناس له شر څخه خدای ته پناه وغواړي.[۶] د دې سورت محتوا د سوره فلق په شان ده. دواړه د شر او آفتونو څخه خدای ته د پناه وړلو خبره کوي، په دې توپیر سره چې په سورت فلق کې د شر مختلف ډولونه ذکر شوي دي. مګر په دې سورت کې یوازې د ناڅرګندو وسوسه ګرانو (وسواس خناس) په شر باندې تکیه شوې ده.[۷]

د هستۍ په نظام کې د مراتبو سلسلې

د معاصر مشهور مفسر جوادي املي د دې سورت په تفسیر او د رب د کلمې په تکرار کې وايي: کله چې انسان کومه ستونزه پیدا کړي، نو لومړی د خپل سرپرست، خپل لارښود، خپل ولي، مدبر او مدیر ته پناه وړي. (ربّ الناس)، او که له دې لارې د هغه ستونزه حل نه شي، نو د هیواد واکمن، د هیواد سلطان، د هیواد امانتدار، د هیواد امیر (مَلِک الناس) ته پناه وړي. او که د ځمکې له چارواکو، مدیرانو او مدبرانو څخه کار جوړ نه شو نو هغه «ربّ العالمین» (اِله الناس) ته پناه وړي.

په سوره ناس کې درې ناسه

ځینې مفسرین په دې اند دي چې هغه ناس چې د دې سورت په پیل کې راځي د مطلق خلکو(ټولو خلکو) معنی لري، دا کوم ناس چې په مینځ کې راځي ( الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ) یعنی هغه خلک چې د پیریانو او انساني دښمنانو ورباندې برید کیږي. او کوم ناس چې په اخر کې راغلی دی (مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ) د جن په ليکه کې دا ناس هغه دی چې په خپله وسوسه ګر دی دی او دا سورت او سورت فلق د استعاذې او پناه غوښتلو درې اړخونه ښيي.[8]

د وسواس خناس مأموریت او دنده

شیخ صدوق په خپل کتاب امالي صدوق کې له امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی چې کله دا آیت (و الذین اذا فعلوا فاحشه او ظلموا انفسهم ذکروا الله فاستغفروا لذنوبهم )[یادداشت ۱] نازل شو، ابلیس په مکې مکرمې کې د ثور د غره سر ته لاړ او په خپل تر ټولو لوړ اواز سره یې عفریت (شیطانان) (خپل وسوسه کونکي اولادونه) راوبلل، ټول ورته راټول شول، هغوی وپوښتل: ای زموږ مشره، څه شوي دي چې تا موږ ته بلنه راکړه؟ ويې ويل: دا آيت نازل شوى دى، نو په تاسو کې څوک دی چې د دې اغېز ختم کړي؟ له شيطانانو څخه يوه ډله شيطانان(عفریت) راپاڅېدل او ويې ويل: زه به له دې لارې د دې اثر ختم کړم. شیطان وویل: نه، ته دا کار نه شې کولای. یو بل شیطان هم پاڅید او هماغه شان خبره یې وکړه او هماغه ځواب یې واورېد. خناس وویل: دا کار ما ته پریږده، هغه وپوښتل چې څنګه به یې بې اثره کوې؟ هغه وویل: زه به دوي سره وعدې کوم، په زړونو کې به يې هیلې اچوم چې دوي خطا او ګناهونه وکړي او کله چې دوی ګناه وکړي، زه به ترې استغفار او توبه هیره کړم. شیطان وویل: هو، ته به په دې کار پوهیږې او دا کار یې د قیامت تر ورځې پورې هغه ته وسپاره.[9] [یاداشت ۲]

د سوره ناس محتوا[۱۰]

د شیطان له وسوسو څخه الله ته پناه وړل

دویم ټکی: آیه ۴-۶ د وسوسه کوونکو ځانګړنې

لومړۍ ټکی آیه ۱-۳

خدای ته د پناه وړلو دلیلونه لومړۍ ځانګړنه: آیه ۴ وسوسه‌کوونکي تل په پټ ځای کې په تکل ناست دي

لومړۍ دلیل: آیه ۱

خدای د انسانانو روزونکی دی دویمه ځانګړنه: آیه ۵ وسوسه‌کوونکي د انسان په زړونو کې وسوسه کوي

دویم دلیل: آیه ۲

خدای پاک د انسانانو حکمران دی

دریمه ځانګړنه: آیه ۶

وسوسه‌کوونکي دوه ډلی پیریان او انسانان دي دریم دلیل: آیه ۳ خدای د انسانانو معبود دی

شأن نزول

د دې سورت د شان نزول په اړه د اهل سنتو په سرچینو کې يوه کيسه راغلې ده چې شيعه علماوو نه ده منلې.[۱۱] د اهل سنتو د تفسير له کتابونو څخه په «الدار المنثور» کې راغلي چې يو يهودي سړي پر رسول الله (ص) جادو وکړ. جبرائیل رسول الله(ص) ته راغی او مُعَوِّذتین (سوره فلق او ناس) یې راوړل او ورته ویې ویل چې یو یهودي پر تا جادو کړی او هغه جادو په فلانکي څاه کې دی. پېغمبراکرم (ص) علي بن ابي طالب هلته ولېږه چې سحر راوړي؛ بیا یې امر وکړ چې د هغې غوټې خلاصې کړئ او د هرې غوټې د خلاصولو لپاره د مُعَوِّذتین څخه یو آیت ولولئ. کله چې غوټې خلاصې شوې او دا دوه سورتونه پای ته ورسیدل نو د اسلام پیغمبر (ص) بیرته روغ شو.[۱۲]

علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې لیکي چې هیڅ دلیل نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جادو په وړاندې مقاومت درلود او جادو یې په بدن کې د ناروغۍ لامل نه شي. بلکي د قرآن آيتونه په دې دلالت کوي چي د رسول الله (ص) زړه او روح او عقل او فکر د شيطانانو له جادو او نفوذ څخه خوندي دي.[۱۳]

فضیلت او خاصیتونه

اصلي مقاله: د سورتونو فضیلتونه

له رسول الله (ص) څخه روایت دی چې هر څوک چې د ناس او فلق سورتونه تلاوت کړي داسې ده لکه د پیغمبرانو ټول کتابونه یې لوستلي وي او له امام باقر(ع) هم نقل شوي دي چې څوک د وتر په لمانځه کې د مُعَوِّذتین سورتونه (ناس او فلق) او اخلاص تلاوت کړي نو ورته وبه ویل شي ای د خدای بنده تاته دې ښه زیری وي چې الله ستا دعا قبوله کړي[۱۵] نقل شوي دي چې پیغمبر(ص) دا دوه سورتونه د خدای په نزد له ټولو زیات محبوب سورتونه ښودلي دي.[۱۶]

د سورة الناس د خاصیتونو به هکله نقل شوي دي چې رسول الله (ص) د ناس او فلق سورتونه په تلاوت سره د امام حسن (ع) او امام حسين (ع) تعویذ کاوه.[۱۷] په یو بل نقل کې له پيغمبر(ص) راغلي دي څوک چې سوره توحید، ناس او فلق په هره شپه کې لس ځله تلاوت کړي نو داسې ده لکه چې ټول قرآن یې تلاوت کړی وي او له ګناهونو څخه به داسې خلاص شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوى وي او که په همدې ورځ يا شپه مړ شي نو د شهادت په مرګ مړ شوى دى.[۱۸]

متن و ترجمه