نخیله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نُخَیلَه، کوفې ته نزدې یوه پوځي اډه، امام علي (ع) په دغه ځای کې خپلو اصحابو ته خطبه ویلې ده. همداراز د کربلا په پېښه کې ابن زیاد له نخیله څخه له امام حسین (ع) سره د جنګ لپاره د عمر بن سعد په وسیله ځواکونه واستول. دا ځای نن سبا په عباسیات مشهور دی.

موقعیت

نخیله کوفې ته نزدې او د شام په لاره کې پروت و[۱] دغه ځای نن سبا په عباسیات مشهور دی.[۲] همداراز نخیله، (د کوفې ښار په جنوب کې) مغیثه او عقبه ته نزدې د اوبو نوم و. [۳]

تاریخي پېښې

حضرت علی(ع) په صفین جنګ کې په دغه ځای کې پړاو وکړ او خپلو اصحابو ته یې خطبه وویل او همداراز له دې ځایه یې خپلو چاروالو ته لیک ولیکه او له هغوي یې وغوښتل چې ورسره یو ځای شي او له هغه ځایه یې د شام په لور حرکت وکړ.[۴]

ویل شوي چې کله د معاویه یو کوماندان بسر بن ارطاة په یمن واکمن شو، امام علي په دغه ځای کې یوه خطبه ولوستله او پکې یې د کوفې خلک وغندل.[۵]

ابن زیاد د کربلا په پېښه کې له دغه ځایه د عمر بن سعد د مرستې لپاره کربلا ته ځواکونه لېږل. [۶] کله چې د عمر بن سعد استازي له یزید سره له بیعته د امام حسین (ع) د ډډه کولو خبر په کوفې کې ابن زیاد ته ورساوه هغه له خپلو ملګرو سره په نخیله کې پړاو وکړ او له هغه ځایه یې حصین بن نمیر، حجار بن ابجر، شبث بن ربعی او شمر بن ذی‌الجوشن د عمر بن سعد مرستې ته ولېږل..[۷]

همداراز نخیله د توابینو د سپایانو د راغونډېدو ځای و.[۸] توابین د ربیع الاول په ۵ له دغه ځایه د شام په لور وخوځېدل.[۹]

د نخیله جومات

کوفې ته نزدې په کِفل ښار کې، د مسجد نخیله په نامه یو جومات مشهور دی چې ودانول یې د الجایتو پړاو ته ورګرځي.[۱۰] ویل شوي چې دا جومات په هغه ځای کې چې حضرت علي (ع) صفین ته له تګه مخکې هلته لمونځ کړی جوړ شوی دی.[۱۱] خو ځینو لیکوالانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې له تاریخي سرچینو معلوميږي چې حضرت علي (ع) له فراته له تېرېدو مخکې په نخیله کې پړاو کړی و؛ په داسې حال کې چې دا ځای له فراته وروسته واقع دی. همداراز د (سوریې د) رقّه په ۲۵ کلومیټرۍ کې هم د نخیله په نوم یو ځای دی چې د هغه ځای خلک یې په صفین جنګ کې د حضرت علي (ع) د استوګنې ځای ګڼي.[۱۲]

فوټ نوټ

سرچينې