نظامت امامباړه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
نظامت امامباړه یا نظامت حسینیه، د شعییانو له مذهبي تاریخي ودانیو ده چې د هند د لویدیځ بنګال په مرشد اباد صوبه کې واقع ده. د دې ودانۍ بنیاد د هند د بنګال له سلطنتي نوابانو څخه سراجالدوله (۱۷۳۳-۱۷۵۷م) کېښود. په ۱۸۴۶ کال کې امامباړه د اورلګېدو له امله له مینځه لاړه. نَوابْ منصور علیخان بهادر» (۱۸۳۰-۱۸۸۴م) په ۱۸۴۷م کې دا ودانۍ بیا ورغوله.
امامباړه یو جومات او څو دالانونه لري، د محرم په ورځو کې په دې ودانۍ کې د امام حسین (ع) د ویر دستورې ترسره کیږي. نظامت امامباړه د هند له لویو امامباړو او لرغونو اثارو ګڼل کیږي. د دغه ودانۍ په بنیادونو کې د مدینې، مکې او کربلا خاوره شیندل شوې ده.
نظامت حسینیه، د بنګال تر ټولو لویه امامباړه
نظامت امامباړه د هند په لویدیځ بنګال صوبه کې په مرشد اباد ښار کې د ګنګا سیند په خوا کې او هزاردوري محل (یوه تاریخي ودانۍ) ته مخامخ پرته ده.[۱] دغه امامباړه د هند یوه ډېره لویه امامباړه ده.[۲] او د هند د بنګال یوه تاریخی او د سیل ودانۍ ګڼل کیږي.[۳] ویل کیږي چې دا د هند په لویدیځ بنګال کې تر ټولو لویه امامباړه ده او یوازې د محرم په لومړۍ لسیزه کې پرانستل کیږی.[۴]
تاریخچه او بنسټ ګر
نظامت امامباړه په ۱۷۴۰ م ( دولسمه لمریزه پېړۍ) د هند د لویدیځ بنګال د نوابانو له لړۍ څخه د نواب محمد سراج الدوله په لاس د مرشد اباد ښار په نظامت کلا کې جوړه شوه.[۵] سراج الدوله دغه ودانۍ د خپل پوځ د ماتم لپاره د محرم په ورځو کې جوړه کړه.[۶]
په ۱۸۴۲م کال (دیارلسمې لمریزې پېړۍ) کې نظامت امامباړه د اورسوزېدو له امله له مینځه لاړه[۷] د ۱۸۴۶م کال په دسمبر کې یو ځل بیا پکې اور ولګېد چې له امله یې له «مسجد مدینه» پرته د امامباړې ودانۍ ټوله په اور کې وسوزېده.[۸] نَوابْ منصور علیخان (۱۸۳۰-۱۸۸۴م) په ۱۸۴۷ م کال کې د امامباړې بیا رغاونه پېل کړه او په یوولسو میاشتو کې یې ختمه کړه.[۹]
د امامباړې د ودانۍ ځانګړنې
د نظامت امامباړې په لومړۍ ودانۍ کې د مکې او مدینې خاوره وشیندل شوه چې له دې لارې هغه کسان چې د غریبۍ په وجه د مکې زیارت ته نه شو تللی، همدلته زیارت وکړي.[۱۰] په دوهمه بیا رغاونه کې یې له بنیادونو لاندې د کربلا خاوره واچول شوه.[۱۱]
د حسینیې په محوطه کې د «مسجد مدینه» په نوم یو جومات دی چې د نواب منصور علی خان په لاس جوړ شوی دی.[۱۲] دا جومات د امامباړې او هزار دوري محل په مینځ کې واقع شوی دی.[۱۳] دې ته یې له مسجد النبي سره د ورته والي په وجه مسجد مدینه نوم ورکړی دی.[۱۴] دا ودانۍ له لرګو جوړه شوې ده.[۱۵]
نظامت امامباړه درې دالانه لري چې مینځنی دالان، مسجد دالان او منبر دالان نوم لري:
منبر دالان ۳۰۰ فوټه (کابو ۹۱ میټره) اوږدوالی لري. پکې منبر واقع دی او د امام حسین (ع) ماتم همدلته کیږي حسینیه یو بالکن لري چې په تزییني کاڼو سره ښایسته شوی دی. د ښځو یوه ځانګړی هال هم په هغه کې شته دی.[۱۶]
ختیځ دالان ته نوبت خانه ویل کیږی چې لویه دروازه لري. تر تولو لوی دالان په لویدیځ لوري کې واقع دی چې دوه پوړیز دی. د حسینیې اوږدوالی هم ۶۸۰ فوټ (تقریبا۲۰۹ میټره) دی.[۱۷] امامباړه د زایرانو د استوګنې لپاره ځینې کوټې هم لري.[۱۸]
نندارځای
-
د امامباړې په انګڼ کې مسجد مدینه
-
بهرنۍ منظره
-
د امامباړې مخکینۍ برخه
-
د هزاردوري محل پخوانۍ انځورګري چې د نظامت امامباړې شاته واقع شوې ده
-
نظامت کلا چې امامباړه پکې واقع ده