نعمان بن عجلان زرقي
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
نُعْمان بن عَجْلان زُرَقي انصاري په بحرین او عمان کې د امام علي (ع) چاروالی و چې امام یې پرېښود او له معاویه سره یو ځای شو.
نعمان ، صحابي، د غدیر د حدیث له راویانو، او په جمل او صفین جنګونو کې د امام علي له سپایانو او په خپلو شعرونو سره به یې د امام ملاتړ کاوه پر بحرین د هغه د ګورنرۍ په زمانه کې بني زریق ته د بیت المال د یوې برخې د بخښلو په وجه امام هغه ته یو لیک ولیکه او له دې کاره یې منعې کړ. نعمان د امام د لیک له لاسته راوړلو او له بیت الماله په استفاده کې د انحراف او بې لارۍ له افشا کېدو وروسته له معاویه سره یو ځای شو.
پیژندنه او مقام
«څوک چې په امانت کې غفلت وکړي او خیانت ته ګروهنه وښیي او خپل نفس او دین پاک نه کړي، هغه په دنیا کې ځانته تاوان رسولی او هغه څه چې وروسته به پرې اخته کیږي زیات تریخ او زیات دوامداره او بتره او اوږده به وي. نو له خدایه ووېرېږه. ته له داسې قامه یې چې غوره والي لري، عمل دې داسې وساته چې زه په تا ښه ګمان ولرم او له هغه څه چې ماته رسېدلې دي که رښتیا وي، ستون شه او د ځان په اړه زما نظر مه بدلوه. د سیمې خراج دې وجاجوه، ماته لیک ولیکه؛ چې خپل نظر درته اعلان کړم، ان شاء الله.»[۱]
نعمان بن عجلان زُرَقی، له انصارو او بنیزریق قبیلې [۲] او د پېغمبر(ص)[۳] او امام علی(ع)[۴] له اصحابو او یوه موده د امام علي (ع) لخوا د بحرین او عمان[۵] واکمن و. هغه همېشه دانصارو د درناوي وړ پاتې شوی دی.[۶] نعمان د حمزه بن عبدالمطلب له شهادته وروسته د حمزه له مېرمنې خوله بنت قیس سره واده وکړ.[۷] د نعمان د ناروغۍ په ورځو کې پېغمبر (ص) دهغه پوښتنې ته ورغی او ورته یې دعا وکړه.[۸] په انساب الاشراف ( د دریمې پېړۍ تالیف) کې نعمان د معاویه په وړاندې د اهل بیتو(ع) د یو مدافع په توګه معرفي شوی دی.[۹] همداراز علامه امیني هغه د غدیر د حدیث له راویانو بللی دی.[۱۰] نعمان په جمل [۱۱] او صفین [۱۲] جنګونو کې د امام علي په سپایانو کې و. منقري په وقعة صفین کتاب کې د هغه نوم د حکمیت د پېښې له شاهدانو بللی دی.[۱۳]
له امام علي(ع) جدا کېدل
امام علي د صفین له جنګه وروسته ،نعمان د بحرین او عمان د ګورنر په توګه وټاکه.[۱۴] هغه پر بحرین د واکمنۍ په وخت کې بني رزیق ته له بیت الماله برخه ورکوله.[۱۵] د دریمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي یعقوبي په راپور امام علي (ع) هغه ته یو لیک ولیکه او هغه یې له دې کاره منعې کړ هغه د لیک له لاسته راوړلو او له بیت الماله په استفاده کې د هغه له ګمراهۍ وروسته امام پرېښوده او له معاویه سره یو ځای شو.[۱۶]
د امام علي(ع) په ملاتړ کې شعرونه
نعمان شاعر و.[۱۷] هغه د سقیفې په پېښه کې [۱۸]او د صفین په ورځ [۱۹] د امام علي په ملاتړ کې شعرونه ویلې دي:
وَ كانَ هَوانا في عَليّ وَ إنَّهُ | لَاَهْلٌ لَها مِنْ حَيْثُ تَدْري وَ لا تَدْري | |
وَصيُّ النَّبيِّ الْمُصْطَفى وَ ابْنُ عَمِّهِ | وَ قاتِلُ فُرْسانِ الضَّلالَةِ وَ الْكُفْرِ[۱] |
مونږ علي غوښته او هغه د خلافت وړ و، له دې امله چې اطلاع دې لرله او له دې امله چې اطلاع دې نه لرله هغه د خدای د غوریز پېغمبر وصي او د هغه د تره زوی دی، هغه د کفر او ضلالت له سپرو سره جنګ وکړ او هغوي یې ختم کړل.
ابن ابی الحدید د نهج البلاغې په شرحه کې، د نعمان دغه شعر د سقیفه په پېښه کې د عمروعاص د شعر په ځواب کې ګڼلی او دا بېت یې هم ورزیات کړی دی:
فذاک بعون الله یدعو إلی الهدی | و ینهی عن الفحشاء و البغی و النکر[۲]] |
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهجالبلاغه، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابناثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الاحیاء التراث العربی، ۱۹۷۰م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمييز الصحابة، بیروت، دار کتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
- حسینی، عبدالزهراء، مصادر نهج البلاغة و اَسانیده، بیروت، دارالزهراء، ۱۴۰۹ق.
- طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، دفتر نشر اسلامی (جامعه مدرسین)، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
- مفید، محمد بن محمد، الجمل و النصرة لسيد العترة فی حرب البصرة، قم، كنگره شيخ مفيد، ۱۴۱۳ق.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفين، قم، مكتبة آية الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.