نواب اربعه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نُوّاب اَربَعه (څلور نایبان)، په غیبت صغری کې د امام مهدی(عج) څلورو خاصو استازو یا نایبانو ته ویل کیږي چې د امام او شیعیانو تر مینځ رابط او ارتباط ټینګوونکي وو. عثمان بن سعید، محمد بن عثمان، حسین بن روح او علی بن محمد سَمُري. نواب اربعه د امامانو د باور وړ او مخینه لرونکي اصحاب وو چې یو په بل پسې د زمانې د امام له خوا او له ځانه د مخکې نایب په معرفي کولو سره پېژندل کېدل. دغه څلور کسان اویا کاله د امام د نیابت لرونکي وو او په ډېرو لرو اسلامي ښارونو کې د وکیلانو په لرلوسره یې د شیعیانو غوښتنې امام او د امام ځوابونه هغوي ته رسول. د دوی له نورو دندو دا وو چې د حضرت مهدي په اړه شکونه له مینځه یوسي او د امام د ژوند ځای او ځانګړنې یې پټې وساتي.

خاص نیابت

اصلی مقاله: خاص نیابت

د خاص یا خاصه نیابت اصطلاح له امام سره د خلکو د اړیکو ټینګولو لپاره د امام (ع) له خوا د یو کس د جانشینۍ په معنا ده، په هغو مواردو کې چې نېغ په نېغ اړیکي ممکن نه وي. امام په دغه شرایطو کې، خاص کسان خپل نایبان ټاکل چې لومړی یې، باید په خپله خلکو ته معرفي کړي او په دوام کې نوی نایب، د تېر نایب له خوا خلکو ته ورپېژندل کیږي.[۱]

نایبان او د نیابت موده یې

د امام زمان (عج) د خاصو نایبانو فعالیت له ۲۶۰ تر ۳۲۹ ق کاله (تقریبا ۷۰کاله) یعنې د وړوکي غیبت په زمانه کې و. په دغو کلونو کې څلور تنه شیعیان چې ځینې یې د لسم او یوولسم امام اصحاب او له پېژندل شویو څېرو وو، د امام زمان د استازېتوب دنده په غاړه لرله او د امام او شیعیانو تر مینځ رابط وو. په دغه کلونو کې نور وکیلان هم په اسلامي ټاټوبو او ښارونو کې موجود وو چې د دغه څلورو کسانو استازي وو.[۲]

  • عثمان بن سعید عمري (وفات له ۲۶۷ق مخکې ) د امام زمان (عج) لومړی خاص نایب دی. په روایتونو کې راغلي چې امام عسکري (ع) خپل زوی امام مهدي (عج) خپلو څلوېښتو اصحابو ته وښود او هغوي ته یې وویل چې د دولسم امام د غېبت په زمانه کې، له عثمان بن سعید اطاعت وکړي.[۳] همداراز امام زمان د قم له خلکو سره په کتنه کې، د عثمان بن سعید نیابت ته اشاره وکړه او هغوي یې هغه ته ارجاع کړل.[۴] عثمان بن سعید د عمر تر پایه [کابو شپږ کاله) د امام زمان نیابت په غاړه درلود.
  • محمد بن عثمان بن سعید عَمري(وفات ۳۰۵ق)، د امام زمان د لومړي خاص نایب زوی دی. کله چې لومړی نایب وفات شو، امام زمان (عج)د هغه زوي محمد بن عثمان ته یو لیک ولیکه او د تسلیت په ترڅ کې یې هغه د خپل پلار ځای ناستی کړ.[۵] له دې مخکې هم امام حسن عسکري،(ع) محمد بن عثمان د امام زمان وکیل معرفي کړی و.[۶]محمد بن عثمان عمري کابو څلویښت کاله د امام نیابت په غاړه درلود.[۷]
  • حسین بن روح نوبختي (وفات ۳۲۶ق)، د امام مهدي (عج) دریم نایب او د محمد عثمان له معتمدانو او په بغداد کې دهغه له نزدېکانو و. محمد بن عثمان د ځپل ژوند په وروستیو ورځو کې هغه د امام زمان په امر خپل ځای ناستی معرفي کړ.[۸] هغه په سر کې په عباسي حکومت کې خاص موقعیت او درناوی درلود؛ خو وروسته له ستونزې سره مخ شو تر دې چې یوه موده پټ اوسېده او بیا پينځه کاله په بند بندي شو.[۹] هغه کابو ۲۱ کاله د امام زمان نایب و.


(سمري ته د زمانې د امام توقیع
«خدای تعالی دې ستا په وفات کې ستا وروڼو ته اجر ورکړي، ته به شپږ ورځې پس وفات شې. نو کارونه دې بشپړ کړه او هیڅوک خپل ځای ناستی مه ګرځوه؛ ځکه چې اوس دوهم غیبت پېل شوی او تر اوږدې مودې چې خدای تعالی اجازه ورکړي، هیڅ ظهور او څرګندېدل به نه وي تر دې چې د (خلکو) زړونه له سختوالي او نړۍ له بې انصافۍ ډکه شي او کوم کسان چې زما د پلویانو (شیعیانو) په لور راځي او ادعا کوي چې زه یې لیدلی یم، خو خبر اوسه چې هر څوک د سفیاني له پاڅون او اسماني چغې (صیحې) مخکې زما د لیدلو ادعا وکړي، تور لګوونکی او دروغجن دی»

تاریخ بایگانی، صدوق، کمال‌الدین و تمام النعمه، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۵۱۶.

علی بن محمد سَمُری (وفات ۳۲۹ق) د امام زمان (عج) څلورم نایب دی چې درې کاله (۳۲۶ - ۳۲۹ق)د نیابت د مقام لرونکی و. د سمري د نیابت زمانه د حکومت له سختیو او د ساډوبۍ له زیاتېدو سره هم مهاله وه او همدې چارې هغه د وکالت په تنظیم کې له پراخ فعالیته منعې کاوه.[۱۰] علي بن محمد سمري ته د هغه د وفات په اړه د امام زمان توقیع، د خاص نیابت د پړاو پای ته رسېدل او د غیبت کبری یا لوی غېبت پېلېدل د اخري نایب د ژوند له مهمو پېښودي.[۱۱]

اقدامات او فعالیتونه

د خاصو نایبانو ټول اقدامات، د امام زمان په امر ترسره کېدل،[۱۲] دغه فعالیتونه په څو ډلو کې ځای کولی شو:

د فعالیتونو پټ ساتل

د امام عسکري په شهادت او د دولسم امام په غېبت سره نواب اربعه د شیعیانو په مسایلو د غور او سنبالښت یوازیني مرجع وو. هغه زمانې ته په پام سره چې عباسي حکومت و، تقیه په تېره بیا د دوهم، دریم او څلورم نایب په زمانه کې اوج ته ورسېده.[۱۳][۱۴] تر دې چې حسین بن روح یوه موده پټ ژوند وکړ. د رسول جعفریان په وینا، د دغه دریځونو پایله دا وه چې امامي شیعیان د عباسي خلافت په مرکز (بغداد) کې خپل شتون وساتي او د یو رسمي او پېژندل شوي لږکي په توګه ځانونه په عباسي حکومت او په بغداد کې په نفوذ لرونکو افراطي سنیانو وتپي.[۱۵]

د خلافت له دربار سره اړیکي

یو خاص سیاست چې په هغه پړاو کې ځینو شیعیانو په تېره بیا خاصو نایبانو پر مخ نیولی و او د معصومو امامانو ملاتړ هم ورسره و، د عباسي خلافت په دربار کې نفوذ او حتی د هغوي د وزارت د مقام لاسته راوړل وو.[۱۶] حسین بن روح نوبختي د خپل نیابت په پېل کې د عباسي خلیفه مقتدر په زمانه کې د نوبختي کورنۍ د نفوذ او د ابن فرات کورنۍ د نفوذ په وجه چې د عباسي مقتدر د وزارت د مقام لرونکی او د شیعیانو له پلویانو و، د عباسیانو په دربار کې نفوذ درلود او د هغوي د درناوي وړ و.[۱۷][۱۸]

له غالیانو سره مقابله

د غُلوّ مساله د نواب اربعه یا څلورو نایبانو په زمانه کې یوه مهمه مساله وه، په دې ډول چې د امامانو ځینې بچیان لکه د امام هادي (ع) زوی جعفرچې په جعفر کذاب مشهور و، له غالیانو سره یو ځای و او ځینو شیعه سیاسي شخصیتونو د غالیانو ملاتړ کاوه.[۱۹] د نواب اربعه یوه دنده د دغه دروغجنو مدعیانو د رسوا کولو لپاره هڅه او له دغه کسانو د بېزارۍ او پرې لعنت ویلو په اړه شیعیانو ته د امام زمان د پېغام رسول وو.[۲۰]د بېلګې په توګه، محمد بن نصیر چې د نصیریه فرقې موسس و له غالیانو و او د امامانو (ع) په ربوبیت یې عقیده لرله او له محارمو سره د نکاح جایزوالی یې رواجاوه، محمد بن عثمان په هغه لعنت او ورته ښېرې وکړې او ترې یې بېزاري ښکاره کړه.[۲۱]

شَلمَغانی د امامانو یو بل وکیل و چې له هغه مقام سره سره چې د حسین بن روح په زمانه کې یې درلود خو د مقام او جاه طلبۍ په وجه یې له خپله موقعیته ناوړه استفاده وکړه او د غلو لور ته لاړ. حسین بن روح هغه له ځانه وشړه او د هغه په لعن کې له امام زمانه (عج) یو توقیع صادر شو.[۲۲]

د حضرت مهدی(عج) په اړه د شکونو ختمول

د شیخ طوسي په نقل، ابن ابي غانم قزویني او د یو شمېر شیعیانو تر مینځ د امام عسکري د زوي لرلو یا نه لرلو په اړه بحث شو؛ له دې امله شیعیانو امام مهدي (عج) ته یو لیک ولیکه او ترې یې وغوښتل چې په دې اړه جدل ختم کړي او امام هم په ځواب کې ټینګار وکړ چې خدای له یوولسم امامه وروسته، خپل دین نه دی باطل کړی او د ځان او خلکو تر مینځ رابطه او اړیکي یې نه دي غوڅ کړي او تر قیامته به هم داسې نه شي.[۲۳]

له امام مهدی (عج) یو بل توقیع هم په روایتونو کې راغلی دی. دغه توقیع هغه وخت خپور شو چې جعفر کذاب د امام عسکري (ع) د جانشینۍ ادعا وکړه. امام زمان په دې لیک کې د امامانو د امامت او علم او عصمت مسالې ته په اشارې سره په حرام او حلالو د جعفر نه پوهېدو او د هغه له خوا له حقه د باطل نه پېژندلو ته اشاره کړې ده. امام په دې توقیع کې پوښتنه کوي چې هغه په دغه شان شرایطو سره څنګه د امامت ادعا کړې ده .[۲۴]

د محمد بن ابراهیم بن مهزیار شک هم چې پلار یې د یوولسم امام (ع) وکیل و، د امام زمان (عج) له خوا د ځینو لیکونو له لاسته راوړلو وروسته ختم شو.[۲۵] همداراز له امام مهدي (عج) هم یو توقیع نقل شوی چې پکې، امام د شکاکانو په وړاندې د خپل وجود د اثبات په ترڅ کې ځینو فقهي مسایلو ته ځواب ویلی دی.[۲۶]

د وکیلانو منظمول

اصلي مقاله: د وکالت سازمان

د مختلفو سیمو د چارو د چلولو او د امامانو او شیعیانو تر مینځ د اړیکو ټینګولو لپاره د وکیل ټاکنه، لږ تر لږه د امام کاظم (ع) له زمانې وروسته دود وه. د غیبت له پېل کېدو وروسته له امام مهدي (عج) سره د وکیلانو نېغ په نېغه تماس غوڅ شو او له شیعیانو سره د اړیکو چورلیز خاص نایبان وو چې د دولسم امام له خوا ټاکل کیدل. وکیلانو به هغه مالونه چې د شرعي وجوهاتو (خمس زکات وغېره) له مخې له خلکو اخستل، په مختلفو طریقو په بغداد کې خاص نایب ته رسول او هغوي به دغه رسېدلې مالونه د امام له امر سره سم په ګوته شویو ځایونو کې لګول.[۲۷]

په اهوار، سامرا، مصر، حجاز، یمن او د ایران په ځینو سیمو لکه خراسان، ری او قم کې یو لړ وکیلان وو چې د هغوي خبرونه کم زیات په روایي متونو کې راغلي دي.[۲۸]

د امام مهدي پټ ساتل

د امام او دهغه د ځانګړتیاوو پټ ساتل د خاصو نایبانو یوه اساسي دنده وه. له تاریخي راپورونو او روایتونو داسې معلوميږي چې امام په عراق، مکې او مدینې کې و او په دې ډول یې ژوند کاوه چې خاص نایب به ورسره ملاقات کولی شو.[۲۹] کله چې حسین بن روح نوبختي د امام د نیابت مقام ته ورسید، ابو سهل نوبختي د ابن روح د مقام او ځایګاه په اړه وایي: که ما هغه شان چې ابوالقاسم د غایب امام ځای پېژني، هغه پېژندی، شاید کله چې په بحث او جدل کې پاتې راتللی هغه مې دښمن ته ښودلی وای؛ حال دا چې که ابوالقاسم امام تر خپلې عبا لاندې هم پټ کړی وي، هیڅکله یې چاته نه ښيي، حتی که په قینچۍ سره یې ټوټه ټوټه کړې.[۳۰]

خاصو نایبانو سره له دې چې د دولسم امام د وجود په اثبات یې ټینګار درلود، له شیعیانو غوښتل چې د امام زمان د ځانګړنو او صفاتو په پېژندلو دې ټینګار نه کوي او دا طریقه د هغه حضرت د سر د خوندي ساتلو په خاطر ګڼل شوې ده.[۳۱]

فقهي او اعتقادي پوښتنو ته ځوابونه

څلورو نایبانو به د شیعیانو شرعي او فقهي پوښتنې امام زمان (ع) ته بیانولې او د ځواب له لاسته راوړلو وروسته به یې هغه خلکو ته رسول. دا فعالیت یوازې په شرعي مسایلو پورې نه و رالنډ او نایبانو به د علمي او اعتقادي ستونزو د حل او د عامو خلکو د راهمنایۍ لپاره په بحثونو او مناظرو کې برخه اخسته.[۳۲] د اسحاق بن یعقوب توقیع [۳۳] او همداراز د محمد بن جعفر اسدي توقیع[۳۴] چې مهمې فقهي او شرعي مسالې پکې شاملې دي او په علمي او اعتقادي مناظرو کې د حسین بن روح شتون په دې موردونو کې د څلورګونو نایبانو د فعالیت ښودنه کوي.[۳۵]

د نایبانو زیارتنامه

سید بن طاووس په مِصباح الزائر، کتاب کې یوه زیارتنامه نقلوي چې د امام زمان (ع) د هر یو نایب لپاره یې لوستلی شو. هغه د زیارتنامې متن د حسین بن روح نوبختي په پلار پورې منسوب ګڼي.[۳۶][یادداشت۱] همداراز علامه مجلسي په بحار الانوار کې د عثمان بن سعید لپاره یوه زیارتنامه نقل کړې او وایي چې هغه یې د یو شیعه عالم په یوې لرغونې نسخې کې لیدلې ده.[۳۷][یادداشت۲]

لیکنې

«پژوهشى پيرامون زندگانى نواب خاص امام زمان(عج)» لیک د على غفارزاده، د نواب اربعه د پېژندلو په اړه یو پوره کتاب دی چې ایت الله جعفر سبحاني پرې سریزه لیکلې او نبوغ خپرنځي په لومړي ځل په ۱۳۷۵ ل کال کې خپور کړی دی.[۳۸]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن طاووس، علی بن موسی، مصباح الزائر، قم، آل البیت، ۱۳۷۵ش.
  • احمدی، محمد حسین، «نواب اربعه و شخصیت اجتماعی آنان»، مجله سیمای تاریخ، تابستان ۱۳۹۰ - شماره ۴.
  • جباری‏، محمدرضا، سازمان وکالت و نقش آن در عصر ائمة علیهم السلام‏، قم، مؤسسه آموزش پژوهشی امام خمینی، ‏۱۳۸۲ش‏.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • حسین، جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم (عج)، مترجم سید محمد تقی آیت اللهی، تهران امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة، بیروت، دار التعارف، ۱۴۱۲ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، دار المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • غفارزاده، علی، زندگانی نواب خاص امام زمان، قم، انتشارات نبوغ، ۱۳۷۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، تحقیق علی اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۸ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تهران‏، اسلامیة، ۱۳۶۳ش.
  • پژوهشى پيرامون زندگانى نواب خاص امام زمان(عج)]، کتابخانه دیجیتال نور.