نوف بکالي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په نوف بکالي مشهور نَوف بن فُضالَة بِکالي د امام علي(ع) د حکومت په زمانه کې دهغه ساتونکی او څوکېدار. نوف د نهج البلاغې ځینې خطبې او لنډې ویناوې راپور کړې دي. د نوف نوم د شیعه په متقدمو رجالي سرچینو کې نه دی راغلی، خو د شیعیانو په ځینو حدیثي سرچینو کې، د هغه په نقل له حضرت علي (ع) یو لړ روایتونه راغلې دي.

ژوند لیک

نوف بن فضاله د امام علي (ع) له اصحابو دی چې بکاله یا بکال کلمې ته چې د حمیر یوه قبیله ده د هغه د انتساب په وجه، هغه نوف بکالي نومول شوی دی.[۱] ځینو هغه همدان ته منسوب ګڼلی چې مامقاني په تنقیح المقال کې دا خبره رد کړې ده.[۲] په ځينو سرچینو کې یې د پلار نوم عبدالله ذکر شوی دی.[۳] عمرو بکالي، د پېغمبر صحابي چې په یرموک جنګ کې یې ګوتې پرې شوې وې، د هغه ورور ګڼل شوی دی.[۴]

نوف د شام اوسیدونکی و[۵] له دې امله هغه د شامي په نسبت سره هم یاد شوی دی. ابن عساکر، نوف د دمشق له استوګنو ګڼلی او ژوند لیک یې د دمشق ښار په تاریخ کې راوړی [۶] او ویلې یې دي چې ځینې هغه د فلسطین ګڼي.[۷]

د نوف کنیت، ابویزید و[۸] ابو عمرو او ابو رشید هم د هغه کنیتونه بلل شوې دي.[۹]

د طبري د نقل په اساس د نوف مور، د هغه د پلار له وفات یا ترې له جدایۍ وروسته له کعب احبار سره واده وکړه[۱۰] ویل شوي چې نوف په هغه جنګ کې چې د محمد بن مروان او ارمنیانو تر مینځ وشو، ووژل شو.[۱۱]

له حضرت علي (ع) سره اړیکي

«ای نوفه څومره بختور دي له دنیا زړه شلوونکي او د اخرت تلوسه لرونکي؛ هغوي هغه کسان دي چې ځمکه یې فرش، خاوره یې بستره، اوبه یې خوشبویي، قرآن یې د ژبې ورد او دعا یې خپل شعار ګرځولی او بالکل له دنیا پرې شوې او د عیسی بن مریم په طریقه روان شوې دي...»

* سرچينه: شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ لمریز، ص۳۳۷-۳۳۸؛‌ نهج‌البلاغه، صبحی صالح، حکمت ۱۰۴.

نوف بکالی د امام علي (ع) دربان یا څوکیدار و. هغه د صاحب [۱۲] حاجب [۱۳] او د حضرت علي د خاص صحابي [۱۴] په توګه هم یاد شوی دی. هغه د حضرت علي [۱۵] ځینې مناجات او د هغه ځینې خطبې روایت کړې دي.[۱۶]نوف بکالي همداراز له حضرت علي (ع) وغوښتل چې ورته نصیحت وکړي، علي (ع) هغه ته د صله رحم، له ظالمانو سره د ملګرتیا نه کولو، له اهل بیتو سره د دوستۍ، د غیبت پرېښودلو او نورو ښو اخلاقي صفاتو سپارښتنه وکړه.[۱۷]

مامقاني نوف ته د حضرت علي (ع) موعظې د هغه د ایمان د پیاوړتیا او د مقام د سترتوب نښه ګڼلې او د امام علي (ع) له خوا د نیکانو په لیکه کې دهغه راوستل یې د خپلې دغې خبرې ګواه ګڼلې دي.[۱۸]

روایت

له نوف بکالي د شیعه په حدیثي سرچینو کې ځینې روایتونه نقل شوې دي: هغه د نهج البلاغې ځینې لنډې ویناوې او د امام علي خطبې (ع) روایت کړې دي.[۱۹] هغه همداراز همام خطبه (په لږ څه فرق سره)[۲۰] او د شیعیانو د ځانګړنو په اړه له امام علي یو روایت نقل کړی دی.[۲۱]

نوف له عبدالله بن عمرو عاص او ابوایوب انصاري روایت اورېدلی دی.[۲۲] ابواسحاق همدانی، نُسَیر بن ذُعلُوق، خالد بن صبیح، عبدالملک بن حبیب جونی، عمارة بن جوین عبدی، شهر بن حوشب اشعری،[۲۳] ابوعبدالله شامی، عبدالاعلی[۲۴] او علقمة بن قیس[۲۵] له هغه روایتونه کړې دي.

د هغه نوم د شیعه په متقدمو رجالي سرچینو کې نه دی راغلی؛ ایت الله خویي د هغه د نوم په ذېل کې، له شیخ صدوقه د ځینو روایتونو په نقلولو بسنه کړې او د هغه په اړه یې نظر نه دی څرګند کړی.[۲۶] د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې راغلې دي چې د نوف په عقیده، په قرآن کې د موسی او خضر په کیسې کې له موسی مطلب، د بني اسراییلو د پېغمبر موسی نه پرته بل یو موسی دی او هم ځکه ابن عباس هغه دروغجن او د خدای دشمن ګڼلی دی.[۲۷]

فوټ نوټ

سرچينې

پیوند به بیرون