هادي عباسي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په هادي عباسي مشهور موسی بن مهدي بن منصور (۱۴۵-۱۷۰ق)، څلورم عباسي خلیفه دی چې کابو ۱۴ کاله یې حکومت وکړ. هادي عباسي د خپل حکومت په دوران کې علویان تر څارنې لاندې لرل او د هغوي میاشتنۍ تنخوا یا پېسه یې بنده کړه. د هغه په حکومت کې په مدینه کې د صاحب فخ پاڅون وشو چې د خلیفه له خوا وځپل شو. هادي عباسي، امام کاظم (ع) د فخ په پاڅون کې د علویانو د لمسولو اصلي عامل ګاڼه او له دې امله یې، لکه څنګه چې ځینو سرچینو ویلي، د اوم امام د وژلو هڅه یې کوله، خو له دې مخکې په خپله مړ شو. هغه له زنادقه سره په چلند کې د خپل پلار مهدي عباسی سیاست ته دوام ورکړ او ډېر زندیقان یې له مینځه یوړل.

د تاریخي سرچینو په اساس هادي عباسي په دې پسې و چې خپل وړوکی زوی جعفر د هارون په ځای ولي عهد کړي، خو کامیاب نه شو او له هغه وروسته یې ورو هارون خلیفه شو.

ژوند لیک

په هادي ملقب موسی بن مهدی بن منصور، له سفاح، منصور دوانیقی او مهدي عباسي، وروسته څلورم عباسي خلیفه و.[۱] د هغه کنیت ابوجعفر[۲] یا ابو محمد[۳] پلار یې مهدي عباسي او مور یې د خیزران په نامه یوه وینځه وه.[۴] د ۱۶۹ق کال په محرم کې په ۲۵ کلنۍ کې خلافت ته ورسېد.[۵] هغه د خلافت په پېل کې، د نورو خلیفه ګانو په پرتله تر ټولو کم عمر درلود.[۶]

د هادي پلار مهدي عباسي هغه ته ډېر پام کاوه؛[۷] تر دې چې په ۱۶ کلنۍ کې لومړی ولي عهد شو او د لښکر کومانده یې په غاړه واخیسته.[۸] مهدي د خپل عمر په وروستیو کې غوښتل چې خپل بل زوی هارون د هادي په ځای ولي عهد کړي خو په دې کار کې له کامیابۍ مخکې له دنیا لاړ.[۹]

هادي عبادسي د خپل پلار مهدي عباسي د مړینې په وخت په جرجان [۱۰] کې و او د طبرستان له خلکو سره په جنګ و[۱۱] او ورور یې هارون په هماغه ورځ له هغه سره بیعت وکړ [۱۲] او د عباسي کورنۍ له مشرانو او د سپاه له کوماندانانو یې ورپاره بیعت واخیست.[۱۳]

څلورم عباسي خلیفه هادي، غوښتل چې ولایتعهدي له خپل ورور هارون څخه خپل اوه کلن زوي [۱۴] جعفر ته واړوي.[۱۵] او د دې کار لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.[۱۶] هادي هڅه کوله هارون قانع کړي چې ځان له ولي عهدۍ خلع کړي، خو هارون د دې لپاره چې ولي عهدي پرې نه ږدي وتښتېد او د ورور د عمر تر پایه پورې پلازمېنې ته راستون نه شو.[۱۷]

هادي له جسمي پلوه ځواکمن و.[۱۸] هغه که څه هم په مېړانه، او د حکومت چلولو په چارو کې په مهارت او په بخښښ مشهور دی، خو په عین حال کې یو زیږ، سپین سترګی او متعصب انسان ګڼل شوی دی.[۱۹] هادي د هغه نیمګړتیا په وجه چې په شونډو کې یې لرله، په «موسی اطبق» مشهور و.[۲۰] هغه له عربي ادبیاتو او تاریخ سره مینه لرله او له سندرو سره یې ډېر شوق و.[۲۱]

مړینه

هغه کابو ۱۴ کاله حکومت وکړ او په ۱۷۰ق کال کې په بغداد کې [۲۲] په ۲۵ کلنۍ [۲۳] یا ۲۶ کلنۍ کې وفات شو.[۲۶] د هغه د مرګ سبب د ځینو په باور ناروغي او د ځینو نورو په نظر د مور په امر یې په خوب کې وژل کېدل ګڼل شوې دي.[۲۵] ورور یې هارون په هغه د جنازې لمونځ وکړ او د بغداد په عیسی آباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۶]

له علویانو سره سلوک

د ځینو تاریخي سرچینو په وینا هادي عباسي په علویانو سختي کول او له هغوي سره یې بې رحمانه سلوک کاوه او د هغوي ټولې تنخاګانې او میاشتنۍ پېسې چې د مهدي عباسي په زمانه کې د هغوي لپاره پېل شوې وې بندې کړې.[۲۷] ابو الفرج اصفهاني دغه اقدامات د علویانو له پاڅونه د وېرې په وجه ګڼلې دي.[۲۸] هادي عباسي همداراز خپلو چاروالو ته امر وکړ چې د علویانو ټول خوځښتونه تر نظر لاندې ونیسي او په هغوي کې جاسوسان پرېږدي.[۲۹] د هغه په پړاو کې ټول علویان اړ شول چې هره شپه دارالاماره ته لاړ شي او خپله حاضري ولګوي.[۳۰]

د فخ پاڅون ځپنه

اصلي مقاله: د شهید فخ پاڅون

په حجاز کې په علویانو د هادي عباسي سختیو هغوي له ستونزو سره مخامخ کړل؛ تر دې چې له خپل ګډوډ حالته د خلاصېدو لپاره یې د امام حسن (ع) یو لمسي په صاحب فخ مشهور د حسین بن علي په نامه د علویانو یو مشر شخصیت ته مخه کړه او هغه یې پاڅون ته وهڅاوه.[۳۱] سره له دې ځینې باوري دي چې حسین بن علي له ډېر مخکې د حکومت د لاسته راوړلو په لټه کې و او هغه یې د علویانو حق ګاڼه او د هادي عباسي ظلم او زیاتي د هغه د پاڅون لپاره فرصت برابر کړ.[۳۲]

حسین بن علی بن حسن، د پاڅون د زمینې له برابرېدو وروسته په ۱۶۹ق کال کې خپل پاڅون پېل کړ.[۳۳] هغه اول مدینه فتحه کړه او زندانیان یې خوشي کړل[۳۴] او د عباسي حکومت چاروالي یې بند ته واچول [۳۵] او مسجد النبي یې د خپلې کوماندې مرکز وګرځاوه. هغه بیا د مکې په لور روان شو او له مکې شپږ میله لرې د فخ په نامه سیمه کې یې پړاو وکړ.[۳۶]

په عین حال کې، د عباسي حکومت لښکر د عیسی بن موسی په کومانده فخ سیمې ته ورسېد[۳۷] او له نښتې وروسته، حسین او ملګرو یې ماته وخوړه او ووژل شو.[۳۸] دا پېښه د فخ واقعې په نامه مشهوره شوه او حسین بن علي بن حسن، له هغه وروسته د شهید فخ یا صاحب فخ په نامه وبلل شو.[۳۹] له امام جواد (ع) د یو روایت له مخې، د کربلا له پېښې وروسته، دا پېښه د اهل بیتو (ع) لپاره تر ټولو لوی مصیبت و.[۴۰] او د دغه پېښې په غم کې ډېرې مرثیې ویل شوې دي.[۴۱]

له امام کاظم(ع) سره سلوک

هادي عباسي د فخ له پېښې وروسته، امام کاظم(ع) د علویانو په لمسولو تورن کړ او هغه یې د دغه پاڅون اصلي لامل وباله له دې امله د ځینو څېړاندو په وینا هغه غوښتل چې د شیعیانو اوم امام ووژني، خو مخکې له دې چې خپله اراده عملي کړي، له دنیا لاړ.[۴۲]

له زندیقانو سره د ټکر د سیاست دوام

هادي عباسي، د خپل پلار مهدي په شان، له زنادقه و نفرت درلود او د هغوي تعقیبولو او سزا کولو ته یې مخه کړه.[۴۳] هغه یو شمېر زندیقان ووژل؛[۴۴] منجمله یزدان بن بازان[۴۵] او همدرازا د هغوي ځینو کسان یې چې په جزیره سیمه کې یې پاڅون کړی و، له مینځه یوړل.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن اثیر، عزالدین، الکامل، بیروت، دار صادر، ۱۹۶۵م.
  • ابن اعثم الکوفی، ابو محمد احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • ابن الطقطقی، محمد بن علی، الفخری، تحقیق عبد القادر محمد مایو، بیروت، دار القلم العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن العمرانی، محمد بن علی بن محمد، الإنباء فی تاریخ الخلفاء، تحقیق قاسم السامرائی، قاهرة، دار الآفاق العربیة، ۱۴۲۱ق.
  • ابن جوزی، ابو الفرج عبد الرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبد القادر عطا و مصطفی عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن حزم، جمهرة أنساب العرب، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۳ق.
  • ابن خلدون، عبد الرحمن بن محمد، تاریخ ابن خلدون، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن عماد حنبلی، شهاب الدین ابو الفلاح، شذرات الذهب فی اخبار من ذهب، تحقیق الأرناؤوط، بیروت،دار ابن کثیر، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • ابن قتیبه، ابو محمد عبد الله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
  • ابن کثیر، البدایة و النهایة، دارالفکر، بیروت، بی‌تا.
  • ابن مسکویه، ابوعلی مسکویه الرازی، تجارب الامم، تحقیق ابو القاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
  • بخاری، سهل بن عبدالله، سرّ السلسلة العلویة، نجف، المطبعة الحیدریة، ۱۹۶۳م.
  • اصفهانی، ابوالفرج علی بن حسین، مقاتل الطالببین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • اصفهانی، ابوالفرج علی بن حسین، الاغانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۹۹۴م.
  • حسین، جاسم، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ترجمه سید محمدتقی آیت اللهی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۶ش.
  • خضری، سید احمد رضا، تاریخ خلافت عباسی، تهران، سمت، ۱۳۸۳ش.
  • دینوری، ابو حنیفه احمد بن داود، اخبار الطوال، تحقیق عبد المنعم عامر، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • ذهبی، شمس الدین محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق عمر عبد السلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طقوش، سهیل، دولت عباسیان، ترجمه حجت الله جودکی، قم، پژوهشکده حوزه و دانشگاه، ۱۳۸۰ش.
  • مسعودی، أبوالحسن علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • مسعودی، علی بن الحسین، التنبیه والإشراف، تصحیح عبد الله اسماعیل الصاوی، قاهرة، دار الصاوی، بی‌تا.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیروت، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.