په حج کې نیابت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په حج کې نیابت یا نیابتي حج یا نیابي حج، د یو بل کس له لورې د حج کول دي چې که دغه حج په صحیح طریقه وشي نو د هغه کس له غاړې چې ورپاره حج شوی، ساقطیږي، د ژوندي کس له لوري په واجب حج کې نیابت یوازې په هغه بڼه کې صحیح دی چې هغه کس یې په خپله له کولو ناتوانه وي.

که یو کس له دنیا لاړ شي او کوم حج چې پرې واجب دی نه یې وي ترسره کړی یا یې د حج د کولو وصیت کړی وي، وارثان یې باید د هغه له لوري د حج کولو لپاره نایب ونیسي؛ مګر دا چې مال یې د حج کولو تر خرچې کم وي.

په نیابتي حج کې، دواړه لوري باید مسلمان وي او نایب باید عاقل وي او واجب حج یې په غاړه نه وي پاتی، د هغه کس د نیابت د صحیح والي په اړه چې تر اوسه یې حج نه دی کړی د فقیهانو په فتوا کې اختلاف دی.

که د احرام له تړلو او حرم ته له داخلیدو وروسته نایب وفات شي، د هغه حج صحیح دی. له یوه کسه د څو کسانو نیابت صحیح دی، خو له څو کسانو د یو کس نیابت یوازې په مستحبي حج کې صحیح دی. نایب باید حج د خپل تقلید د مرجع او مجتهد د نظر مطابق ترسره کړي.

مفهوم او حیثیت

نیابتي حج په عبادت کې د نیابت یو ډول او په دې معنی دی چې یو کس د بل کس له لوري حج ادا کړي.[۱] په ځینو روایي [۲] او ځینو فقهي [۳] کتابونو کې په حج کې نیابت ته ځینې بابونه ځانګړې شوې دي. په ځینو روایتونو کې راغلي چې هغه چاته چې په حج کې د چا نایب شوی د نهو یا لسو حجونو ثواب ورکول کیږي؛ په داسې حال کې چې هغه کس ته چې حج د هغه له لوري ترسره شوی یوازې د یو حج ثواب ورکول کیږی.[۴] د حج په ټولو عملونو کې پر نیابت سربېره، په فقهي کتابونو کې، د حج په ځینو عملونو کې نیابت هم جاجول شوی دی؛ لکه په طواف کې نیابت، له طواف وروسته په لمانځه کې نیابت او په سعي کې نیابت.[۵]

د نیابتي حج حکم

په ۱۳ قمري پېړۍ کې د شیعه فقیه صاحب جواهر په وینا، د نیابتي حج د مشروعیت او جواز په اصل کې په مسلمانانو کې هیڅ اختلاف نیشته[۶] او په نیابي ډول د حج ترسره کول که هغه نېغ په نېغه ډول وي او که د نورو په غوښتنه وي مستحب وي.[۷] البته د نیابت د منلو او د نیابت د اجرت او مزدورۍ د اخستلو په بڼه کې، د نیابي حج کول په نایب واجبیږي.[۸] په واجب حج او په مستحبي تمتع حج کې نیابت، د هغه چا له خوا چې له دنیا تللی او په مستحب حج کې نیابت د هغه چا لخوا چې ژوندی دی، مطلقا صحیح دی؛ خو په واجب حج کې د ژوندي کس له خوا نیابت په هغه بڼه کې صحیح دی چې هغه کس په خپله د حج د اعمالو له کولو عاجزه وي.[۹]

د شیعه فقیهانو د نظر مطابق، د نایب نیول په څو بڼو کې واجب دي:

  • هغه ژوندی کس چې حج پرې مستقر شوی یعنې د حج د واجبوالي د شرایطو له برابرېدو سره سره یې حج نه وي کړی[۱۰] او پوهیږي چې د یو عذر په وجه نور نو په خپله حج نه شي کولی، باید د ځان لپاره نایب ونیسي.[۱۱]
  • هغه کس چې حج پرې مستقر شوی او له دنیا تللی او څوک بې د پیسو له اخستلو (تبرعا او وړیا) د هغه په نیابت حج ونه کړي، په دې بڼه کې د هغه په وارثانو واجبه ده چې له پاتې مال څخه د هغه لپاره نایب ونیسی؛ مګردا چې د مړي ټول مال دومره نه وي چې د نیابت خرچه پرې پوره کړی شي.[۱۲]
  • هغه کس چې حج پرې نه دی مستقر شوی او له دنیا تللی او وصیت یې کړی چې ورپاره حج وکړي، که د مړي څخه پاتې مال دومره وي چې په دریمه برخه یې د هغه لپاره نایب نیولی شي، په وارثانو واجبه ده چې د هغه لپاره نایب ونیسي.[۱۳]

د نیابت د دواړو لورو شرایط

صاحب جواهر د نائب شرایط، مسلمانوالی او عاقلوالی او دا چې په غاړه یې واجب حج نه وي، ذکر کړې دي.[۱۴] ځینو فقیهانو، بلوغ، ایمان، د حج د احکامو پېژندل، او د حج د ځینو عملونو له کولو نه معذوروالی هم په حج کې د نایب له شرایطو ګڼلې دي.[۱۵] د فقیهانو له نظره هر یو سړی او ښځه، د بل سړي یا بلې ښځې نایب جوړېدلې شي.[۱۶]

د اکثره فقیهانو په نظر، که د یو ژوندي کس په نیابت واجب حج ادا شي باید هغه کس، په خپله د حج له کولو ناتوانه وي؛ خو لازمه نه ده چې بالغ او عاقل هم وي.[۱۷]

د صروره نیابت

په فقهي کتابونو کې هغه چاته چې تر اوسه یې حج نه وي کړی « صروره»ویل کیږي.[۱۸] د صروره د نیابت په صحیحوالي کې، که په خپله مستطیع نه وي، د فتوا اختلاف موجود دی.

ځینې لکه د پینځمې قمري پېړۍ شیعه فقیه شیخ طوسی، د صروره ښځې نیابت، مطلقا [۱۹] یا د سړي له لوري [۲۰] جایز نه ګڼي او ځینې د هغې نیابت صحیح ګڼي.[۲۱]

د ځینو فقیهانو د فتوا مطابق، ژوندی سړی چې د واجب حج له کولو د عاجزۍ په وجه نایب نیسی، یوازې صروره سړی کولی شي د هغه نیابت وکړي.[۲۲]

په حج کې د نیابت احکام

په حج کې د نیابت ځینې احکام، د فقهاوو د مشهور نظر مطابق په دې ډول دي:

  • نیابت هم بې له پیسو اخستلو او هم په مزد اخستلو یا اجارې یا جعالې سره ترسره شي.[۲۳]
  • حج ، یوازې د صحیح نیابتي حج له ترسره کولو وروسته، د منوبٌ‌عنه ( هغه کس چې له لوري یې حج ترسره کیږي) له غاړې لرې کیږي، نه یوازې د اجارې د قرارداد په تړلو سره.[۲۴]
  • که نایب له احرام او حرم ته له داخلېدو وروسته له دنیا لاړ شي، حج یې صحیح دی او د نایب او منوب عنه له غاړې لرې کیږي.[۲۵]
  • که یو کس په خپل ژوند کې د ناتوانۍ له مخې د حج لپاره نایب ونیسي او عذر یې لرې شي، د مشهورو فقیهانو په نظر باید دوباره په خپله حج وکړي. البته ځینو فقیهانو د نایب حج کافي ګڼلی دی.[۲۶]
  • له یو کسه د څو کسانو نیابت، یوازې په مستحبي حج کې ممکن دی، نه واجب حج کې؛[۲۷] خو له یو کسه د څو کسانو نیابت، په مستحب حج کې او په واجب حج کې په ځینو شرایطو سره ممکن دی.[۲۸]د واجب یا مستحبي حج د ثواب هدیه کول، له عمله مخکې یا وروسته، یو کس یا څو کسانو ته ممکن دي.[۲۹]
  • په نیت کې د منوب عنه په ګوته کول ضروري دی؛ خو په ټولو موقعیتونو کې په ژبه د هغه نوم اخستل واجب نه دي؛ بلکې مستحب دي[۳۰] او د هغو احتمالي عملونو چې د حج کولو په وخت له نایبه شوې وی، کفاره د نایب په غاړه ده.[۳۲]

فوټ نوټ

سرچينې

  • افتخاری گلپایگانی، علی، آراء المراجع فی الحج (فتاوای مراجع عظام: خمینی، خویی، گلپایگانی، شبیری، سیستانی، بهجت، تبریزی، وحید، صافی، مکارم، نوری و فاضل پیرامون مناسک حج)، تصحیح صدر الدین افتخاری، قم،نشر مشعر، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
  • حلبی، تقی الدین، الکافی فی الفقه، تحقیق رضا استادی، اصفهان، کتابخانه عمومی امام امیر المؤمنین(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • خوانساری، سید احمد، جامع المدارک فی شرح مختصر النافع، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، مناسک الحج، قم، مؤسسة الولاء للدراسات، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة(ع)، تحقیق قسم الحدیث فی مجمع البحوث الإسلامیة، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختلف من الأخبار، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۹۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت،‌ دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ ق.
  • طریحی، فخر الدین، مجمع البحرین، تحقیق سید احمد حسینی، تهران، مرتضوی، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
  • عبدالرحمان عبدالمنعم، محمود، معجم المصطلحات و الألفاظ الفقهیة، قاهره،‌ دار الفضیلة، بی‌تا.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السلام، زیر نظر محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، جلد ۶، چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل ومستنبط المسائل، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
  • محقق حلّی، نجم الدین، المعتبر فی شرح المختصر، تحقیق محمد علی حیدری و سید مهدی شمس الدین و سید ابو محمد مرتضوی و سید علی موسوی، قم، مؤسسه سید الشهداء(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • محمودی، محمد رضا، مناسک حج (محشّٰی) (همراه با فتاوای آیات عظام: خمینی، خوئی، گلپایگانی، اراکی، فاضل، بهجت، تبریزی، سیستانی، خامنه‌ای، صافی، مکارم و نوری)، تحقیق معاونت آموزش و پژوهش بعثه مقام معظم رهبری، قم، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
  • مدنی کاشانی، رضا، براهین الحج للفقهاء و الحجج، کاشان، مدرسه علمیه آیة الله مدنی کاشانی،چاپ سوم، ۱۴۱۱ق.
  • مشکینی، میرزا علی، مصطلحات الفقه و معظم عناوینه الموضوعیة، قم، الهادی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • موسوی شاهرودی، سید مرتضی، جامع الفتاوی مناسک حج (فتاوای مراجع عظام خمینی، خویی، گلپایگانی، سیستانی، بهجت، تبریزی، صافی، خامنه‌ای، مکارم و فاضل پیرامون مناسک حج)،قم، نشر مشعر، چاپ سوم، ۱۴۲۸ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، با تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • هویدا، مهدی حمزه و بیات، کوروش، «بررسی رابطه عقد اجاره با جعاله در حقوق ایران»، مجله پژوهشنامه حقوق خصوصی احرار، شماره ۳، تابستان ۱۴۰۰.
  • یزدی، سید محمد کاظم طباطبایی، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی(المحشّٰی) (با حواشی آیات عظام: جواهری، فیروزآبادی یزدی، نائینی، عبدالکریم حائری، ضیاء الدین عراقی،ابوالحسن اصفهانی، آل یاسین، کاشف الغطاء، بروجردی، عبدالهادی شیرازی، حکیم، خوانساری، خمینی، خویی وگلپایگانی)، تحقیق احمد محسنی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی (جامعه مدرسین)، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.