په خفینو مسح

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د دیني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

په خُفَّيْنو مَسح کول په دې معنا باندې چې په وضو کې په خپل پیزار یا جرابو باندې مسح وکړی شي. د شیعه فقیهانو له نظره دا وضو باطل دی او باید د پښو د څرمنې لپاسه وي. البته د تقیې او ضرورت په وخت کې په خفین باندې مسح کول جایز دي.

شیعه فقیهانو په خفین باندې د مسحې د جایز نه شولو لپاره د مائدې سورت په شپږم آیت سره دلیل راوړی دی «وَ امْسَحُوا بِرُؤُسِکُمْ وَ أَرْجُلَکُمْ إِلَی الْکَعْبَیْنِ؛ او خپل سرونه او پښې تر مفصل پورې مسح کړئ« هغوي د دې آیت پر اساس باوري دي چې مسح باید په پښو باندې وي او پيزار پښه نه ګڼل کیږي. یو روایت خصوصا له امام علی(ع) هم د پیزار باندې د مسح کولو په منعه کې راغلی دی. د دې روایتونو مطابق، په پیزار باندې د مسح جایزوالی د وضو د آیت په وسیله نسخ شوی دی.

د دوي په مقابله کې اهل سنت په ټول یوه خله دي چې په خفینو باندې مسحه جایزه ده تر دې چې په عام حالت کې هم. اهل سنت باوري دي چې په وضو کې یا باید پښې ووینځل شي (په پښو باندې مسحه کول صحیح نه ده) او یا په خفینو مسحه وکړی شي.

مفهوم‌ پیژندل

مسحه په د لاس کښولو په معنا دی.[۱] خفین د دوو «خف» په معنا، هغه پيزار دی چې د پښې مخ ټول پټوي.[۲] د خُف په مقابله کې، نَعل دی چې ټوله پښه له باندې نه پټوي..[۳]

شرعي حکم

د شيعه فقهاوو د فتوا له مخې، د چهاردام پر مهال د پښې مسح کول بايد په پوستکي وي[4] او په خفینو مسح کول صحیح نه دي.[50] البته هغوي دوو وختونو کې په خفینو د مسحې اجازه ورکړی ده د تقیې[6] او ضرورت[7] له همدې سببه که له یوه څیز وېره وي لکه د يخنۍ نو په پيزارو باندې مسح كول روا دي.[8]

اهل سنت په دې باندې اجماع لري چې په خفینو مسح کول جایز دي؛ که د ضرورت په حالت کې وي او که عام حالت کې.[9]

شرعي دلیلونه

فقهاوو په خفینو باندې د مسحې د جایز نه شونې لپاره دې آیت: «وَ امْسَحُوا بِرُؤُسِکُمْ وَ أَرْجُلَکُمْ إِلَی الْکَعْبَیْنِ؛ او سر او پښې تر راوتلي هډوکي پورې مسح کړئ«[10] سره دلیل راوړی دی[11] شیعه د دې آیت پر اساس باوري دي چې مسح باید په پښو باندې وي او پيزار، پښې نه ګڼل کیږي؛[12] لکه څه رنګ چې د سر مسح باید د سر لپاسه وي او که د عمامې او ټوپۍ لپاسه وکړي، دا کافي نه ده.[13] په روایتونو کې اهلبیتو(ع) هم په روایتونو کې دا آیت په پیزارو باندې د مسحې د نه جایز کیدو لپاره دلیل راوړی دی.[14]

د رواياتو له مخې امام علي(ع) عقيده لرله چې پيغمبر(ص) به د سوره مائده له نازليدو مخکې په خپلو پیزارو مسح کوله؛ خو د دې آيت له نزول وروسته يې په پیزارو مسح ونه کړه [۱۵] او په پیزارو باندې د مسح کولو اجازه یې نسخ کړه.[16] په پيزارو باندې د مسح په ممنوعیت کې ډېر روایتونه راغلي دي.[17]

اهل سنت په پيزارو باندې د مسح کولو د جواز په اړه د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره، باوري دي چې پیغمبر(ص) به د سوره مائده د شپږم آيت له نزول وروسته هم په خپلو پیزارو باندې مسحه کوله.[۱۸] ځينو سنيانو دغه آيت له ظاهري معنا پرته په بلې معنې اخستې ده او دا یې د هغه چا لپاره ګڼلى دي چې پیزار نه لري.[19] فخر رازي چې د اهل سنتو له مفسرينو  دى هم په دې اند دى چې ځينې صحابه کرام په دې اند دي چې په پیزارو باندې مسح کول کومه ستونزه نه لري او نورو صحابه کرامو هم له دې حکم سره مخالفت نه دى کړى او دا يې په دې مطلب تر ټولو مهم دليل دى.[20]

فوټ نوټ

سرچينې