په دروغو ګواهي ورکول
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
په دروغو ګواهي، له لویو ګناهانو او په دې معنا ده چې یو کس د واقع او حقیقت په خلاف ګواهي ورکړي. فقیهان په ایتونو او روایتونو په استناد سره هغه حرامه ګڼي او د هغوي د نظر مطابق که د اقرار، ګواهۍ او د قاضي د علم له لارې د ګواهۍ دروغوالی ثابت شي دروغجن شاهد تعزیر کیږي. که د قاضی د حکم له اجرا مخکې، معلومه شي چې دغه ګواهي دروغ وه، حکم باطلیږي خو که د حکم له اجرا وروسته یې دروغ والی ثابت شي، هغه کسان چې دروغه ګواهي یې ورکړې، باید محکوم علیه (هغه څوک چې حکم پرې اجرا شوی وي) ته رسیدلی تاوان(لکه مالي زیان، دیه او قصاص) جبران کړي.
دروغه ګواهي د ایران د اسلامي جمهوریت د مجازاتو د قانون مطابق جرم دی او کوونکی یې په بند او نغده جرمانه محکومیږي.
اهمیت او مقام
شیخ طوسی (وفات ۴۶۰ق) په مبسوط کتاب کې لیکلي چې دروغه ګواهي له کبیره ګناهانو ګڼلې شوې ده؛[۱] همداراز ویل شوي چې له خدای سره له شریک ګرځولو وروسته تر دې لویه ګناه نیشته.[۲] د امامیه فقې په نزد، د الشهادات په نوم یو باب دی چې پکې د دروغو د شهادت په اړه هم خبره شوې ده.[۳]
شیعه لیکوال او عالم محمد مهدي اشتهاردي (وفات ۱۳۸۵لمریز) هم په قرآن [۴] کې د دروغو ګواهۍ او بت پرستۍ یو ځای راتلل د دروغو د ګواهۍ د پلیتۍ ښودنکې ګڼلې ده.[۵] همداراز له دروغې ګواهۍ ډډه کول په قرآن کې د عبادالرحمان( د خدای غوره بندګانو) ځانګړنه بلل شوې ده.[۶]
تعریف
دروغ ګواهي یعنې یو کس عمدا په هغه څه چې نه وي پرې خبر ګواهي ورکړي یا هغه څه چې ګواهي پرې ورکوي د واقع او حقیقت خلاف وي.[۷] ځینې حقوقپوهان باوري دي چې دروغه ګواهي هغه وخت جرم حسابیږي او د تعقیب وړ ده چې په محکمه کې د رسمي مقاماتو په مخکې ورکړې شي.[۸]
د دروغو د ګواهۍ د حرمت دلایل
د دروغو شهادت په شیعه فرقه کې حرام ګڼل شوی او د حرمت لپاره یې په دې ایت «وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّور»[۹] استناد شوی دی.[۱۰] امام خمیني او سید علی خامنه اي په دې باور دي چې دا ایت د باطلې خبرې حرمت ته اشاره کوي چې پکې دروغ، دروغه ګواهي او غناء شاملیږي.[۱۱]
ځینې مفسران له دغه ایته «وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ»[۱۲] هم په دروغه د ګواهۍ ورکولو حرمت اخستی دی.[۱۳] د شیعیانو د تقلید مرجع سید حسین بروجرودي له امام صادقه (ع) د یو روایت په اساس چې وایي:« په دروغه ګواهي ورکوونکي به له ځایه ګام نه وي پورته کړی چې د دوزخ اور پرې واجبیږي»[۱۴] د دروغو د شهادت په حراموالي استدلال کړی دی.[۱۵] علامه حلي له امام باقر (ع) په یو بل روایت استناد کړی دی:« هیڅ سړي نیشته چې د یو مسلمان سړي د مال تروړلو لپاره د هغه په خلاف دروغ ګواهي ورکړي مګر دا چې خدای عزَّوَجَلَّ د هغه په ځای د هغه د دوزخي والي سند لیکي»[۱۶]
احکام
دروغه ګواهي له هغو ګناهانو ده چې د شارع لخوا ورپاره حدّ په نظر کې نه دی نیول شوی خو د هغه لپاره تعزیر (تادیب او تر شرعي حده کم د مجرم په متروکو وهل)[۱۷] په نظر کې نیول شوی دی چې په دې موضوع کې اهل سنت او شیعه یو نظر لري. خو په جزییاتو کې یې اختلاف لري: شیعه فقیهان له تشهیر سره یوځای ( په خلکو کې اشوا کول او ګرځول) [۱۸]په تعزیر کې اختلاف نه لري؛ شیخ طوسي دا خبره جوته کړې ده.[۱۹] خو همدا موضوع د اهل سنتو تر مینځ اختلافي ده.[۲۰]
د اثبات لارې
دروغه ګواهي له څو لارو د اثبات وړ ده:
- اقرار: چې بنیادم اقرار وکړي او له خپلې ګواهۍ تېر شي.[۲۱]
- د نورو ګواهي: ځینې نور کسان ګواهي ورکړي چې د مخکینیو کسانو ګواهي دروغ وه.[۲۲]
- د قاضي علم: کله کله قاضي له مختلفو لارو علم پیدا کوي چې ورکړی شوې ګواهي دروغ ده.[۲۳] د مصطفی محقق داماد (زوکړه ۱۳۲۴لمریز) په وینا په دې بحث کې د قاضي علم په نورو دلیلونو مقدم دی.[۲۴]
فقهي او حقوقي پایلې
د دروغې ګواهۍ لپاره ځینې پایلې ذکر شوې دي:
د ورکړل شوي حکم نقض او باطلېدل
په الدروس الشرعیه کتاب کې د لومړي شهید (شهادت ۷۸۶ق) په وینا که د شاهدانو د ګواهۍ دروغوالی د حکم له اجرا مخکې ثابت شي د قاضي حکم نقض کیږي.[۲۵] د ایران د مدني قانون د ۱۳۱۹ مادې په اساس هم که شاهد له خپلې ګواهۍ وګرځي یا معلومه شي چې د واقع په خلاف یې شهادت ورکړی، د هغه په ګواهۍ عمل نه کیږي.[۲۶]
د خسارت او قصاص جبران
که د شهادت دروغوالی د حکم له اجرا وروسته ثابت شي، شاهدان د هغه مال ضامن دي چې محکوم علیه (هغه څوک چې په خلاف یې حکم شوی) ورکړی دی.[۲۷] او که (محکوم علیه) په قصاص یا دیت محکوم شوی او حکم یې اجرا شوی وي، شاهدان په قصاص یا د دیت په ورکولو محکوم کیږي؛[۲۸] ځکه چې په دغه شان مواردو کې سبب (اصلي عامل) تر مباشره ( هغه کس چې حکم یې اجرا کړی دی) زیات پیاوړی دی.[۲۹]
بندي توب او مالي جرمانه
ځینو فقیهانو په خپله زمانه کې د امام علي (ع) په سیرت په استناد سره د دروغجن شاهد په بندي کولو فتوا ورکړې ده.[۳۰] د ایران د اسلامي مجازاتو د قانون د ۶۵۰ مادې په اساس، څوک چې په محکمه کې د رسمي مقاماتو په وړاندې دروغه ګواهي ورکړي، په زندان [۳۱] او نغدي جرمانې [۳۲] محکوم کیږي. دا سزا له هغه سزا پرته ده چې د حدودو، قصاص او دیات په باب کې د دروغې ګواهۍ لپاره ذکر شوې ده.[۳۳]
د راتلونکو ګواهیو نه منل کېدل
د شیعه فقیهانو په فتوا همداراز هغه کسان چې په محکمه کې یې دروغه ګواهي ورکړې، راتلونکي ګواهۍ یې نه منل کیږي مګر دا چې توبه یې کړې وي او معلومه شي چې عادلان دي.[۳۴]
فوټ نوټ
سرچينې
- قرآن کریم.
- ابنمنظور، محمد بن مكرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ق.
- امام خمینی، سید روحالله، المكاسب المحرمة (موسوعة الإمام الخمينی ۱۳ و ۱۴)، تهران، موسسة تنظيم و نشر آثار الإمام الخمينى، ۱۴۳۴ق.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، انتشارات سخن، ۱۳۹۰ش.
- بجنوردى، سيد محمد، قواعد فقهیه، تهران، مؤسسه عروج، ۱۴۰۱ق.
- بروجردی، حسین، جامع أحاديث الشيعة، تهران، انتشارات فرهنگ سبز، ۱۳۸۶ش.
- بهبودی، بهرام و مجید دادخواه، «واکاوی فقهی حقوقی مسئولیت کیفری شهادت کذب»، مجله علمی - تخصصی «آراء»، دوره۳، شماره۴، ۱۳۹۹ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة(ع)، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۱۲ق.
- حلبى، ابوالصلاح، الكافی فی الفقه، اصفهان، كتابخانه عمومى امام اميرالمؤمنين(ع)، ۱۴۰۳ق.
- خامنهای، سید علی، غناء و موسیقی، تهران، انتشارات انقلاب اسلامی (نشر فقه روز)، ۱۳۹۸ش.
- خویی، سيد ابوالقاسم، مبانی تكملة المنهاج (موسوعة)، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخویی، ۱۴۲۲ق.
- دیّانی، عبدالرسول، قانون مجازات اسلامی مُعرَب (با آخرین اصلاحات)، تهران، انتشارات میزان، ۱۳۹۹ش.
- سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۴ق.
- شاملواحمدی، محمدحسین، فرهنگ اصطلاحات و عناوین جزایی، اصفهان، انتشارات دادیار، ۱۳۸۰ش.
- شهید اول، محمد بن مكى، الدروس الشرعية فی فقه الإمامية، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۷ق.
- شیخ صدوق، محمد بن على، من لا يحضره الفقيه، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر مجمع البیان، تحقيق وتعليق : لجنة من العلماء والمحققين الأخصائيين، بیروت، اعلمی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- طرابلسی، قاضی ابن براج، المهذب، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۶ق.
- طوسى، محمد بن حسن، الخلاف، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۰۷ق.
- طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۰ق.
- فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعة (القضاء و الشهادات)، قم، مرکز فقه الأئمة الأطهار(ع)، ۱۴۲۷ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الكافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- کمالان، سیدمهدی، هندبوک کاربردی قوانین و مقررا حقوقی، تهران، انتشارات کمالان، ۱۳۹۱ش.
- مازندرانى، محمدصالح بن احمد، شرح الكافی - الأصول و الروضة، تحقیق ابوالحسن شعرانى، تهران، المكتبة الإسلامية، ۱۳۸۲ق.
- محقق داماد، مصطفی، قواعد فقه (بخش قضایی)، تهران، مرکز نشر علوم اسلامی، ۱۳۸۱ش.
- محمدی اشتهاردی، محمد، «ویژگیهای عبادالرحمن پرهیز شدید از گواهی دروغ و شرکت در مجالس گناه»، مجله پاسدار اسلام، ش۲۲۹، دی ۱۳۷۹ش.
- مرتاضی، احمد، علیاصغر موسوی رکنی و دیگران، «بررسی معناشناختی (شهادت زور) و ضرورت معرفی عمومی آن در فقه مذاهب خمسه» فصلنامه پژوهشهای فقه و حقوق اسلامی، شماره۳۵، بهار ۱۳۹۳ش.
- مرعشى شوشترى، سيد محمدحسن، ديدگاههاى نو در حقوق، تهران، نشر میزان، ۱۴۲۷ق.
- معاونت حقوقی ریاست جمهوری، قانون مجازات اسلامی، تهران، معاونت تدوین، تنقیح و انتشار قوانین و مقررات، ۱۳۹۲ش.
- موسوی گلپايگانى، سيد محمدرضا، كتاب الشهادات، قم، جناب مقرر كناب، ۱۴۰۵ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
- هاشمی شاهرودی، محمود، موسوعة الفقه الإسلامی المقارن، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت(ع)، ۱۴۳۲ق.
- هاشمیشاهرودی، محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بيت(ع)، ۱۳۸۲ش.