کتاب الغیبة (شیخ طوسي)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د طوسي کتاب الغیبه

کتابُ الغیبة، د شیعیانو د دولسم امام د غیبت په اړه د شیخ طوسي کتاب. دا کتاب د زمانې د امام (عج) د پېژندلو او د غیبت د مسالې په باب له مهمو سرچینو څخه دی. کتاب الغیبة په اتو څپرکو کې، د حضرت مهدي (عج) په اړه د شیعه نظر مطرح کړی او هغو شبهو او اعتراضاتو ته یې چې د هغه حضرت د غیبت په اړه مطرح وې په قرآني، روایي او عقلي دلیلونو ځواب ورکړی دی.

دا کتاب ډېرې خطي نسخې لري او په لومړي ځل په ۱۳۲۳ق کال کې په تبریز کې چاپ شوی دی. تر ټولو نوی چاپ یې په ۱۴۱۱ق کال کې د عبادالله سرشار تهرانی او علی‌احمد ناصح، په تحقیق سره په قم کې د دارا لمعارف الاسلامیه خپرنځي لخوا خپور شوی دی.

کتاب الغیبة د مجتبي عزیزي په قلم په فارسۍ ژباړل شوی او د جکمران د سپېڅلې جومات د خپرنځي له خوا چاپ او خپور شوی دی.

د مولف په اړه

اصلي مقاله: شیخ طوسي

محمد بن حسن، مشهور په شیخ‌الطائفه او شیخ طوسی او د شیعه له کتب اربعه څخه د دوو کتابونو مولف، د ۳۸۵ق کال په روژه کې د خراسان په یو ښار طوس کې وزېږېد.[۱] هغه په ۲۳ کلنۍ کې عراق ته لاړ او بغداد ښار کې استوګن شو او د هغه ځای له علمي مشرانو منجمله شیخ مفید او سید مرتضی یې ګټه پورته کړه.[۲]

شیخ طوسي د سید مرتضی له وفاته وروسته د جعفري مذهب مشري په غاړه واخیسته، په زرګونو شاګردان یې وروزل او په لسګونو پاتېدونکي علمي اثار یې د کلام، تفسیر، حدیث، فقې او اصول فقه په برخو کې ولیکل.[۳]

د کتاب اهمیت

کتاب الغیبه له هغو ډېرو غوره کتابونو ګڼل شوی چې د امام زمان (ع) په باره کې او د غیبت کبرا په اړه د شویو شبهو د ختمولو په اړه لیکل شوی دی.[۴] اقا بزرګ تهراني دا کتاب د امام زمان په وجود او د غیبت د علت او په اخره زمانه کې د ظهور د علایمو په اړه د ډېرو پیاوړو عقلي او نقلي دلیلونو لرونکی معرفي کړی دی.[۵]دا کتاب د لیکل کېدو له وخته تر اوسه د شیعه عالمانو او څیړاندو د پام وړ پاتې شوی دی او په لیکنو کې پرې ډېر زیات استناد شوی دی.[۶]

د تالیف وخت او محرک

د آقا بزرګ تهراني په وینا کتاب الغیبه په ۴۴۷ کال کې لیکل شوی دی.[۷] شیخ طوسي د کتاب په مقدمه کې، د کتاب د لیکلو محرک د خپل استاد د خبرې پوره کول ګڼلي دي چې له هغه یې غوښتې وو د صاحب الزمان (ع) په اړه یو کتاب ولیکي او پکې د هغه امام د غیبت او د هغوي شتون ته له سخت ضرورت سره سره د هغوي د غیبت د اوږدېدو د دلیلونو په اړه او د هغه حضرت د ظهور د خنډونو په باب بحث وکړي او د مخالفانو شبهو او د بدغواړو پېغورونو ته ځواب ورکړل شي.[۸]

د کتاب جوړښت

کتاب الغیبة په اتو څپرکو کې برابر شوی دی:

  • لومړی څپرکی: د غیبت په باره کې خبرې دي.[۹] مولف په دې څپرکي کې د دوو ادعاګانو د خلکو د هدایت لپاره په هره زمانه کې د معصوم امام د شتون د ضرورت او د دولسم امام د امام زمان والي په اثبات لیکنه کړې او د شیعه د نورو فرقو لکه کیسانیه، ناووسیه، وافقیه او فطحیه نظر یې رد کړی دی چې امامت او عصمت یې له دولسم امام پرته په نورو کې هم منلی دی.[۱۰] همداراز په دې څپرکي کې، د امام زمان د زوکړې په اړه د مخالفانو شبهو، د غیبت د فلسفې او حکمت، د غیبت په زمانه کې د حدودو د اجرا د حالت، د غیبت په زمانه کې په حق د عقیدې د تشخیص، د شیعیانو او دوستانو د هغه حضرت د غیبت او داسې نورو مسایلو په اړه خبرو ته ځوابونه ورکړل شوې دي.[۱۱]
  • دوهم څپرکی: د دولسم امام د زوکړې ، او د عقلي دلیل او تاریخي روایتونو له مخې د هغه د اثبات په اړه دی.[۱۲] لیکوال په دې څپرکي کې د هغو کسانو چې د زمانې د امام د زوکړې شاهدان وو او یا په یو ډول د هغه حضرت له زوکړې خبر شوې دي. خبرونه ذکر کړې دي.[۱۳]
  • دریم څپرکی: دا څپرکی د هغو کسانو د خبرونو لرونکی دی چې دولسم امام یې لیدلی دی؛ هغه یې نه دی پېژندلی او وروسته ورته متوجې شوې دي.[۱۴]
  • څلورم څپرکی: د امام مهدي (ع) د معجزو په اړه دی چې د غیبت په زمانه کې د هغوي د امامت په صحیح والي دلالت لري.[۱۵]
  • پینځم څپرکی: مولف په دې څپرکي کې هغه عوامل ذکر کړي چې د امام مهدي (ع) د ظهور خنډ دي [۱۶] او په دې باب یې شل روایتونه نقل کړې دي.[۱۷] هغه د ظهور نه کولو او پټ پاتې کېدو اصلي علت د سر وېره ګڼلې ده.[۱۸]
  • شپږم څپرکی: د ا څپرکی د غیبت په زمانه کې د امام د سفیرانو د خبرونو له ذکرولو سره اړوند دی.[۱۹] لیکوال په دې څپرکي کې، د امام زمان خاص نایبان، د نواب اربعه ټاکلي کسان او ځینې سفیران چې هغه حضرت یې غندنه کړې وه ذکر کړې دي.[۲۰]
  • اوم څپرکی: دا څپرکی د امام مهدي (ع) د عمر په باره کې دی.[۲۱] شیخ طوسي په دې څپرکي کې د اوو روایتونو په ذکرولو سره په دې باور دی چې حضرت د ظهور په وخت کې د ځوان سړي په شکل کې ظاهریږي.[۲۲] هغه همداراز د هغه حضرت له پاڅون او ظهوره مخکې ځينې نښې ذکر کړي او ۵۹ روایتونه یې په دې اړه نقل کړې دي.[۲۳]
  • اتم څپرکی : په دې څپرکي کې د ۲۳ روایتونو په ضمن کې، د حضرت مهدي (ع) ځینو اوصافو او مقاماتو او سیرت ته توجه شوې ده.[۲۴]


مصادر او سرچینې

هغه مصادر او سرچینې چې شیخ طوسي د کتاب الغیبه په تدوین کې له هغو ګټه پورته کړې ده په دوه ډلو وېشل کیږي:

  • هغه سرچینې چې اوس هم موجودې دي. ځینې یې دا دي:
  1. د سلیم بن قیس هلالی کتاب: دا کتاب له ډېرو زړو روایي سرچینو دی چې شیخ طوسي ترې ګټه پورته کړې ده.[۲۵]
  2. کافي: مولف د امام مهدي (ع) د زوکړې او له هغه حضرت سره د شیعیانو د کتنې د اثبات لپاره د کلیني د کافي کتاب له «کتاب الحجه» برخې استفاده کړې ده.[۲۶]
  3. کتاب‌الغیبه،لیک د محمد بن ابراهیم نُعمانی؛
  4. کمال‌الدین، لیک د شیخ صدوق.[۲۷]
  5. الشّافی فی الامامه،لیک د سیدِ مرتضی: ویل کیږي د کتاب ځینې کلامي بحثونو له دغه کتابه اثر منلی دی.[۲۸]
  • ځینې نورې سرچینې چې مولف د کتاب په تدوین کې له هغو استفاده کړې موجود نه دي.[۲۹] دغه سرچینې دا دي:

«الضِّیاءُ فی الرَّدِّ عَلَی المُحمدیّة و الجعفریة» د سعد بن عبدالله اَشعری قمی، «کتابُ‌الرَّجعه» و «کتابُ‌القائم» لیک د فضل بن شاذان، «اخبار الوُکَلاءِ الاَربَعه» کتاب، لیک د ابن‌نوح سیرافی او کتاب اَلغیبه لیک د محمد بن علی شَلمَغانی.[۳۰]

د طوسي د کتاب الغیبه ترجمه

نسخې او چاپونه

له کتاب الغیبه څو خطي نسخې موجودې دي. همداراز دا کتاب په مختلفو چاپونو کې خپور او ژباړل شوی دی.

نسخې

ځينې خطي نسخې یې دا دي:

  • په استانه قدس رضوي کې موجودې دوه نسخې چې یوه یې په ۱۰۷۴ ق کال کې او بله په ۱۰۸۹ ق کال کې لیکل شوې ده؛[۳۱]
  • یوه بله نسخبه د خَلَف بن یوسف بن نجم نجفی په خط په ۱۰۸۹ ق کال کې د فیضیه مدرسې په کتابتون کې .[۳۲]
  • ملاعباسقلی شمس‌العلماء په خط یوه نخسه چې د ایت الله مرعشي په کتابتون کې ده.[۳۳]

چاپ او ژباړه

کتاب الغیبه، په لومړي ځل په ۱۳۲۳ ق کې په تبریز کې له اَلبیان فی اَخبارِ صاحبِ الزَّمان کتاب سره په ډبرین چاپ ، چاپ شو.[۳۴] له هغه وروسته په نورو چاپونو کې خپور شو منجمله:

  • په ۱۳۸۵ ق کال کې په نجف اشرف کې په مطبعة النعمان کې د اقا بزرګ تهراني په سریزې سره په ۲۹۲ مخونو کې خپور او په هماغه کال په تهران کې په مکتبة نینوي الحدیثة په تهران کې چاپ شو.
  • په ۱۴۱۱ ق کال کې د عبادالله سرشار تهراني او علي احمد ناصح په تحقیق سره د دغه دوو څېړاندو په یوې سریزې او د اقا بزرګ تهراني په سریزې سره په ۵۷۰ مخونو کې په المعارف الاسلامیه موسسې کې په قم کې چاپ شو.[۳۵]
  • په ۱۳۸۶ لمریز کال کې کتاب الغیبه د مجتبی عزیزي په قلم او د « کتاب غیبت» په عنوان په فارسۍ وژباړل او په قم کې د جمکران د سپڅلي مسجد د چاپخونې له خوا چاپ شو.[۳۶]

خانګرې لیکنې

د سید علي رستمي لیکلی کتاب «بررسی توصیفی و تحلیلی کتاب الغیبهٔ شیخ طوسی»، له هغو اثارو دی چې د کتاب الغیبه په اړه لیکل شوی دی. دا تحقیق د علوم او فرهنګ اسلامي څیړنځي تر څارنې لاندې شوی او بوستان کتاب چاپخونې په ۱۳۹۲ لمریز کې چاپ کړی دی.[۳۷]

فوټ نوټ

سرچينې