ینبع

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ینبع ښار جغرافیایي موقعیت

یَنبُع د مدینې په لویدیځ کې یو ښار دی چې په ډېرو چینو مشهور و او رَضْویٰ غر په هغه کې واقع دی. دا ښار په دوهم هجري کال کې د مسلمانانو په ولکه کې راغی.

ینبع له یو لړ پېښو وروسته د امام علي(ع) په لاس ولوېده او هغه د کرهڼې په ښه کولو سره دغه سیمه د علویانو لپاره په یوې موقوفې بدله کړه او د امام حسن(ع) بچیان هم په دغه سیمه کې استوګن شول.

د حره پېښې په وخت د مروان بن حکم کورنۍ ته د امام سجاد(ع) پناه ورکول او په دې سیمه کې د نفس زکیه پټېدل د دغه سیمې له تاریخي پېښو ګڼل کیږی.

موقعیت او نوموَنه

ینبع د سور سمندرګي په ساحل کې یو ښار[۱] د حجاز له خواوشا سیمو[۲]، د مدینې د یوې برخې په توګه [۳] او په لویدیځ کې یې [۴] د اوه [۵] یا نه [۶] منزله په فاصلې سره واقع دی. دغه ښار له مدینې سره کابو ۲۲۵ کلومیټره فاصله لری.[۷]

دغه سیمې پخوا د خرماوو باغونه، کرهڼه، [۸] او پریمانه چینې [۹]لرلې چې د چینو د زیاتوالي په وجه چې له ځمکې راخوټېدې ورته ینبع ویل شوې دي.[۱۰]

ینبع د حج د کاروانونو چې له مصر [۱۱] او شام [۱۲] څخه د مدینې په لور تلل په لاره کې پروت و. د دې په یو منزلۍ واټن کې رَضْوی غر واقع دی.[۱۳] نفس زکیه د منصور په زمانه کې یوه موده په رضوی غر کې پټ شو.[۱۴]

د علي(ع) موقوفات

ینبع د پېغمبر (ص) په دوهمې غزا کې [۱۵] چې د ذوالعشیره غزا په نامه مشهوره ده د هجرت په دوهم کال بې له جنګه د مسلمانانو لاس ته ولوېد.[۱۶] پېغمبر (ص) دغه سیمه ځینو مسلمانانو ته وسپارله.[۱۷] امام علي (ع) هغه وپېرله او پکې یې کرهڼه، کر او د اوبو راوېستل پېل کړل.[۱۸] البته ځينې کسان باوري دي چې دغه سیمه د پېغمبر (ص) [۱۹] یا عمر [۲۰] لخوا علي ته په اقطاع توګه وسپارل شوه.

په سرچینو کې په دې سیمه کې د امام علي (ع) د ډېرو موقوفاتو خبره شوې ده.[۲۱] امام حسین (ع) د دغه سیمې د محصولاتو او میوو غلو ګټه عبدالله بن جعفر بن ابی طالب ته ورکړه او هغه هم څه موده پس دغه سیمه معاویه بن ابي سفیان ته ورکړه.[۲۲] البته د ال علي لپاره هماغه شان په دغه سیمه کې ځینې ځمکې باقي وې؛ په دې ډول چې امام سجاد (ع) د حره په پېښه کې ینبع ته لاړ.[۲۳] او د یو نقل په اساس د مروان کورنۍ یې هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای ینبع ته بوتله.[۲۴]

عبدالله بن حسن مثنی د سفاح په زمانه کې هڅه وکړه چې دغه سیمه له خلیفه واخلي [۲۵] او دا سبب شوه چې د ینبع د موقوفاتو په سر د علي (ع) د بچیانو تر مینځ ځینې شخړې رامینځته شي او اخر د مهدي عباسي له لوري علویانو ته وسپارل شوه.[۲۷]

د سیمې خلک

په سرچینو کې د ینبع اکثره اوسیدونکي له انصارو ،[۲۸]حسنیانو،[۲۹] زیدیه[۳۰] او البته جهنیه قبیلې [۳۱] ګڼل شوې دي. د دغه سیمې په پېژندل شویو څېرو کې حسن بن قاسم بن محمد دی چې په ۶۶۴ ق کال کې له ینبع څخه مغرب ته لاړ.[۳۲] هغه د مغرب د علوي شریفانو نیکه و چې په دغه سیمه کې یې یو حکومت جوړ کړی و.[۳۳]

اړونده لیکنئ

  • د علي آبار (چاګانې)

فوټ نوټ

سرچينې