منځپانگې ته ورتلل

یوم الهدم

د wikishia لخوا
دا مقاله د بقیع ویجاړیدو ورځ په اړه ده. د ویجاړیدو پیښې موندلو لپاره د بقیع ویجاړول مدخل وګورئ.

یَومُ‌الهَدْم (د تخریب ورځ) د بقیع ویجاړیدو تلین دی. په ۱۳۴۴ ق کال کې په شوال میاشت اتم ورح، وهابیان په مدینه یرغل وکړ او ځینې اسلامي ځایونه یې له مینځه یوړل؛ پشمول د بقیع قبرونه.[۱]

د بقيع هدیره د ویجاړولو د مخه

وهابیان په ۱۳۴۴ق صفر میاشت کې مدینی ته برید وکړ.[۲] پدې برید کې، د پیغمبر زیارت او مذهبي ځایونو ته زیان رسیدلی.[۳] اوه میاشتې وروسته، په رمضان ۱۳۴۴ ق کې، شیخ عبدالله بن بُلَیهد(۱۲۸۴- ۱۳۵۹ ق) چې له ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۴۵ پورې د مکې قاضي القضات و،[۴] هغه مدینه ته ننوت او د مدینې مفتیان څخه د استفتا(ځواب غوښتنه)سره، د قبرونو ویجاړولو فرمان ترلاسه کړ.[۵] پدې توګه، ۱۳۴۴ ق کې د شوال اتم ورح قبرونه ویجاړ شوي.[۶] د موجود سندونو له مخې، له ویجاړیدو وروسته، د سعودي عربستان پاچا عبد العزیز، د ۱۲ لیک، ۱۳۴۴ ق کې عبدالله بن بُلَیهد ته په خطاب کې، پدې برخه د هغه کړنې د ستاینې وړ گنلي ده.

د شیعه‌ګانو په نږدی، د شوال اتم، یوم الهډم (د ویجاریدو ورځ) نومول شوې ده.[۷] شیعه‌ګان د دی پیشی په تلین، غونده جوره کره او مرثیه لوستل سره له ویجاړیدو پیښه یادوي.[۸] آیت الله صافي ګلپایګانی، د تقلید له مراجع څخه، هغه ورځ د بقیع نړیوالې ورځې وبلله او په ټولو مسلمانانو یې غږ وکړ چې د وهابیانو لخوا د بقیع او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو ویجاړول وغندي او د هغې د بیارغونې غوښتنه وکړي.[۹]

د امام حسین(ع) حرم کې د ماتم بنر نصب کول د یوم الهدم(حمل ۱۴۰۰ ش)[۱۰]

وهابیان په ۱۲۲۰ ق کې. د سعود بن عبد العزیز په فرمان، د څلورو امامانو روضه او د حضرت فاطمې(س) د بیت الاحزان په نوم ویجاړ کړ یا دوی ته یې جدي زیان ورساو.[۱۱] د عبدالرحمن جَبَرتی په وینا، وهابي ځواکونو د نبوي روضه پرته، قبرونه ویجاړ کړل.[۱۲] په ۱۲۳۴ ق کې ځینې قبرونه. د سلطان محمود ثاني په امر (حکومت ۱۲۲۳- ۱۲۵۵ ق) دا بیا جوړ شو.[۱۳]

اړوندې لیکنې

د بقیع ویجاړول

فوټ نوټ

  1. ↑ نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۵۱.
  2. ↑ ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  3. ↑ ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  4. ↑ زرکلی، الاعلام، ۲۰۰۲م، ج۴، ص۹۱.
  5. ↑ البلاغی، الردَ علی الوهابیة، ۱۴۱۹ق، ص۳۹-۴۱؛ ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، ص۴۹.
  6. ↑ نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۵۱.
  7. ↑ «به مناسبت ۸ شوال "یوم‌الهدم"/ حادثه دردناک تخریب بقیع زخمی بر قلب شیعیان»، سایت شفقنا.
  8. ↑ «آیین بزرگداشت یوم‌الهدم در مسجد زیارت قدمگاه برگزار می‌شود»، خبرگزاری شبستان.
  9. ↑ «تخریب قبور ائمه بقیع(ع) خیانت بزرگ به اسلام است»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  10. ↑ «تصاویر مراسم عزاداری سالروز تخریب قبور ائمه بقیع در حرم امام حسین(ع)»، خبرگزاری حوزه.
  11. ↑ جبرتی، عجائب الآثار، دارالجیل، ج۳، ص۹۱.
  12. ↑ جبرتی، عجائب الآثار، دارالجیل، ج۳، ص۹۱.
  13. ↑ جعفریان، پنجاه سفرنامه، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۱۹۶.

سرچینې