۱۰ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

۱۰ هجري قمري کال د هجري قمري کالهندارې لسم کال دی. د دغه کال لومړۍ ورځ یعنې د محرم لومړۍ نېټه یې برابره ده د سه شنبې له ورځې د ۱۰ لمریز کال د وري له ۲۲ او د ۶۳۱ میلادی کال د اپریل له ۱۲ سره. وروستۍ ورځ یې یعنې د ذی الحجې ۳۰ برابره ده د شنبې له ورځې د یوولسم لمریز کال د وري میاشتې له ۱۱ او د ۶۳۲ میلادي کال د مارچ له ۳۱ سره.[۱]

حجة الوداع، د غدیر پېښه او د امام علي (ع) په جانشینۍ د اسلام د پېغمبر (ص) تصریح، د نجران له عیسایانو سره د پېغمبر (ص) مباهله او په یمن کې د امام علي (ع) سریه او د دغه سیمې د خلکو مسلمانېدل د دغه کال له پېښو څخه دي.

پېښې

  • په ذی الحجې کې د پېغمبر (ص) له خوا د حجت الوداع ترسره کول.[۲]
  • د غدیر پېښه او د پېغمبر (ص) د ځای ناستي ټاکنه.[۳]
  • په حجة الوداع کې د تبلیغ ایت نزول (۱۸ ذی الحجه) [۴]
  • په حجة الوداع کې د اکمال ایت نزول(۱۸ ذي الحجه).[۵]
  • د جارود بن معلي اسلام راوړل.[۶]
  • د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر (ص) مباهله [۷] د مورخانو د مشهور نظر له مخې، د غیر مشهور نظر په اساس ۹ قمري کال.[۸]
  • په نجران او یمن کې د بنی‌حارث/ بَلْحارث بن کعب په لور له څلورو سوو کسانو سره د خالد بن ولید استول چې هغوي د پېغمبر (ص) له خوا اسلام ته وبلي.[۹]
  • په یمن کې د امام علي سریه او د همدان [۱۰] او مذحج [۱۱] قبایلو مسلمانېدل.
  • د نجران او زبید په مینځ سیمه کې د حکومت لپاره د پېغمبر (ص) له خوا د خالد بن ولید ټاکنه.[۱۲]
  • اَسْوَد عَنْسی په یمن کې د پېغمبرۍ ادعا وکړه او بلوا یې وکړه.[۱۳]
  • په یو قول د ذي الحجې په ۲۴ د لمانځه په رکوع کې د امام علي (ع) له خوا فقیر ته د ګوتمې بخښل.[۱۴]
  • په مدینه کې د مختلفو قبیلو د څو استازو شتون او د اسلام منل یې.[۱۵]

زوکړې

  • محمد بن ابی بکر د امام علي(ع) له ډېرو نزدې ملګرو.[۱۶]

وفاتونه

  • د خدای د رسول(ص) د زوي ابراهیم وفات (۱۸ رجب) [۱۷]
  • د حنظله بن ابی عامر د پلار او د مسجد ضرار د موسس عبد عمرو بن صیفی مړینه [۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې