۲۶۰ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

۲۶۰ هجري قمري کال، د هجري قمري کالهندارې په اساس مدینې ته د اسلام د پېغمبر (ص) له هجرته وروسته دوه سوه شپیتم کال دی. په دې کال د شیعیانو یوولسم امام ، حسن عسکري (ع) شهید شو او زوی یې امام مهدي (عج) امامت ته ورسېد. همداراز دا کال د امام مهدي (عج) د غیبت صغرا د پړاو د پېل کال او د عباسي خلیفه معتمد عباسي له حکومت سره هم مهاله دی.

معرفي

۲۶۰ هجري قمري کال د امام حسن عسکري (ع) د امامت له دوران (امامت: ۲۵۴ تر ۲۶۰ق) او د امام مهدی(عج) (امامت: له ۲۶۰ق) د امامت له دوران او د معتمد عباسي د حکومت له پړاو (حکومت: ۲۵۶-۲۷۸ق) سره هم مهاله و.[۱]

د دغه کال لومړۍ ورځ سه شنبه د محرم لومړۍ نېټه، برابره ده د ۲۵۲ لمریز کال د لړم له لسمې او د ۸۷۳ میلادي کال د اکتوبر له ۳۱ سره، او اخري ورځ یعنې جمعه د ذي الحجې ۲۹ یې برابره ده د ۲۵۳ لمریز کال د تلې له ۲۷ او د ۸۷۴ میلادي کال د اکتوبر له ۱۹ سره.[۲]

پېښې

  • د امام حسن عسکري (ع) د امامت د دورې پای.[۳]
  • د امام مهدي (عج) د امامت پېل [۴] او د غیبت صغرا د پړاو (۹ ربیع‌الاول) پېل.[۵]
  • په طبرستان کې له یعقوب لیث صفاري څخه د داعي کبیر (د طبرستان د علویانو د دولت د بنسټ ګر) ماته.[۶]

مړینې

  • د ربیع الاول په ۸ د شیعیانو د یوولسم امام حسن عسکري (ع) [۷]
  • شیعي متکلم او فقیه فضل بن شاذان [۸] چې د امام هادی(ع) و امام عسکری(ع) له اصحابو هم دی.[۹]
  • د یوناني طب د اثارو مشهور طبیب او مترجم حنین بن اسحاق.[۱۰]
  • د یونان د فلسفي اثارو د مترجم او مسلمان حکیم او فیلسوف یعقوب بن اسحاق کندی.[۱۱] ځینې په دې نظر دي چې هغه شیعه و.[۱۲]

فوټ نوټ

سرچينې