۳ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

۳ هجري قمري کال د هجري قمري کالهندارې دریم کال دی.

د کال لومړۍ ورځ (۱ محرم) برابره ده د یکشنبې له ورځې د ۳ لمریز کال د چنګاښ له شپږمې او د ۶۲۴ میلادي کال د جون له ۲۷ سره ، او اخري ورځ یې (۲۹ ذي الحجه) برابره ده د چهارشنبې له ورځې د ۴ لمریز کال د غبرګولي له ۲۵ او د ۶۲۵ میلادي کال د جون له ۱۶ نېټې سره.[۱]

د امام حسن (ع) زوکړه، په احد جنګ کې د مسلمانانو ماته او د پېغمبر (ص) د تره حمزه بن عبدالمطلب او د حنظله بن ابي عامر شهادت د دغه کال له پېښو ګڼل شوې دي.

پېښې

  • په احد جنګ کې د مسلمانانو ماته ،(۷ شوال [۲] او په یو قول ۱۵ شوال[۳]
  • د شوال په ۸ د مشرکانو د بیا حملې د مخنیوي لپاره د احد جنګ نه وروسته د حَمْراءُالاَسَد غزا.[۴]
  • په جمادي الثاني کې د قریشو د تجارتي کاروان د حرکت د مخنیوي او د ناامنۍ لپاره ذات عِرْق سریه.[۵]
  • د بني سلیمو د توطئې د مخنیوي لپاره د بُحران سریه.[۶]
  • د بني اسد قبیلې د مشرکانو د خطرو د مخنیوي لپاره د ابو سلمه بن عبدالاسد سریه.[۷]
  • د شعبان په میاشته کې د عمر بن خطاب له لور حفصه سره د پېغمبر (ص) واده.[۸]
  • د خزیمه له لور زینب سره د پېغمبر (ص) واده.[۹] طبري دغه واده په څلورم قمري کال کې ګڼلی دی.[۱۰]

زوکړې

  • د امام حسن مجتبی (ع) زوکړه (۱۵ رمضان).[۱۱] شیخ کلیني په الکافي کې په یو نقل کړي روایت کې دغه زوکړه په دوهم کال ګڼلې ده.[۱۲]
  • د امام علي (ع) د صحابي او د حدیث د راوي حُضَین بن مُنذِر رَقاشی زوکړه.[۱۳]
  • د پیغمبر د صحابي او د عمر او عثمان په حکومتونو کې د مدینې ښار د قاضي سائب بن یزید کندي زوکړه.[۱۴]
  • وفاتونه
  • په احد غزا کې د پېغمبر (ص) د تره حمزه بن عبدالمطلب شهادت.[۱۵]
  • په احد غزا کې د مُصعب بن عُمیر شهادت .[۱۶]
  • په احد غزا کې د حنظله بن ابي عامر شهادت [۱۷]
  • په مدینه کې د پېغمبر (ص) د مخالف او له اشرافو څخه د کعب بن اشرف مړینه .[۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې