۷ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

اوم هجري قمري کال د هجري قمري کالهندارې اوم کال ګڼل کیږي.

د دغه کال لومړی ورځ یعنې د محرم لومړۍ نېټه برابره ده د چارشنبې له ورځې، د ۷ هجري لمریز کال د غویي له ۲۴ او د ۶۲۸ میلادي کال د مۍ له ۱۴ سره. د کال وروستۍ ورځ یعنې د ذی الحجې ۳۰، برابره ده د یکشنبې له ورځې، د ۸ هجري لمریز کال د غویي له ۱۳ او د ۶۲۹ میلادي کال د مۍ له ۳ نېټې سره سمون خوري.[۱]

د خیبر غزا واقع کېدل، د پېغمبر (ص) لخوا حضرت زهرا ته د فدک ورسپارل، د رد الشمس پېښه، د عمرة القضاء ترسره کول او له حبشې څخه مدینې ته د مسلمانانو د یوې ډلې ستنېدل د دغه کال له پېښو ګڼل شوې دي.

پېښې

  • له حبشې څخه مدینې ته د یو شمېر مسلمانانو ستنېدا .[۲]
  • د هغه موافقې له مخې چې په صلح حدیبیه کې شوې وه د پېغمبر (ص) او مسلمانانو له خوا د عمرة القضاء ترسره کېدل.[۳]
  • د حضرت علي (ع) لپاره د رد الشمس معجزه.[۴]
  • د پېغمبر (ص) له خوا حضرت زهرا (س) ته د فدک بخښل کېدل.[۵]
  • د حارث بن حزن له لور میمونه سره د پېغمبر (ص) واده.[۶]
  • د حُیَیّ بن اخطب له لور صفیه سره د پېغمبر (ص) واده. [۸]
  • له ۱۰۵۰ مربع میټرو څخه ۲۴۷۵ مربع میټرو ته د مسجد النبي د رقبې زیاتېدل.[۹]

جنګونه

  • د خیبر غزا واقع کېدل چې د حضرت علي (ع) په مېړانې سره د خیبر سیمې پر یهودیانو د مسلمانانو د بریالیتوب سبب شوه.[۱۰]
  • د وادي القری سیمې د مسلمانانو او یهودیانو تر مینځ د وادی القری غزا کېدل.[۱۱]
  • د پېغمبر (ص) د اصحابو له خوا په مختلفو ټاټوبو کې د څو سَرّیو کېدل.[۱۲]

فوټ نوټ

سرچينې