۹ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نهم هجري قمري کال د هجري قمري کالهندارې نهم کال دی. د دغه کال لومړۍ ورځ یعنې د محرم لومړۍ یې برابره ده د جمعې له ورځې د نهم لمریز کال د غویي له دوهمې او د ۶۳۰ میلادي کال د اپریل له ۲۳ سره. د کال اخري ورځي یعنې د ذی الحجې ۲۹ برابره ده د لسم لمریز کال د وري میاشتې له ۲۱ او د ۶۳۰ میلادي کال د اپریل له ۱۱ سره[۱]

په دې کال کې د مختلفو قبیلو په استازیتوب ډېر پلاوي مدینې ته حضرت رسول اکرم (ص) ته راغلل او اسلام یې ومانه او له همدې امله دې کال ته سنة الوَفود ( د پلاویو یا ډلو کال) هم ویل کیږي. تبوک غزا، د منزلت حدیث صادرېدل، د امام علي (ع) له خوا د برائت ایتونو رسَول، له مسیحیانو سره د پېغمبر (ص) مباهله او د اصحاب عَقَبه پېښه د دغه کال له واقعاتو څخه دي.

پېښې

  • د زکات واجبېدل او د پېغمبر (ص) له خوا د لومړي زکات راغونډول، چې د محرم په لومړۍ نېټه مختلفو سیمو ته د مامورانو په استولو سره وشول.[۲]
  • د پېغمبر په نزد د بني اسد او لخم په شان د جزیرة العرب د مختلفو قبیلو د استازو راتګ او د اسلام منل.[۳] له همدې امله دا کال به سنة الوفود مشهور شو.[۴]
  • د برائت د ایتونو رسول: د ذي الحجې په لومړۍ نیټه د برائت ایتونو د رسولو لپاره د ابوبکر په ځای د امام علي (ع) استول [۵]
  • د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر (ص) مباهله، چې د غیر مشهورو تاریخ لیکونکو په نظر د ذی الحجې په ۲۴ وشوه.[۶]
  • په تبوک غزا کې د ځینو وسمنو کسانو له شرکت کولو څخه د ډډه کولو لپاره پلمې راوړل او په دې اړه د ځینو ایتونو نازلېدل.[۷]
  • په جنګ کې له شرکت کولو د منافقانو ډډه او کارړنګونه او د هغوي په اړه د ځینو ایتونو نازلېدل.[۸]
  • په تبوک غزا کې په مدینه ښار کې د پېغمبر له خوا د حضرت علي (ع) ځای ناستی ګرځول او د منزلت د حدیث بیان.[۹]
  • د عقَبه د اصحابو واقعه چې ځینو اصحابو په پېغمبر (ص) د حملې فیصله وکړه.[۱۰]
  • د منافقانو له خوا د ضرار جومات جوړول او د پېغمبر له خوا یې ورانېدل او په دې اړه د ځینو ایتونو نزول.[۱۱]
  • د پېغمبر (ص) په امر د ابوسفیان او مغیره له خوا د لات بت ماتېدل.[۱۲]
  • د پېغمبر (ص) په وسیله د حبشه د پاچا نجاشي د مرګ وړاندوینه او په بزرګه میاشته کې یې وفات.[۱۳]
  • د خراج اخستلو لپاره اسلم او غفار قبایلو ته د خدای د رسول (ص) له خوا د بریدة بن حُصیب استول.[۱۴]
  • په اسلامي تاریخ کې د قصه ویلو د کلتور د مخ کښ تیم بن اوس بن خارجه داري اسلام راوړل.[۱۵]

جنګونه

  • د بزرګې په نولسمه له رومیانو سره د جنګ په اراده د تبوک غزا واقع کېدل [۱۶]
  • په محرم میاشته کې له بني تمیم قبیلې سره د عُیینة بن حِصن فزاری سریه.[۱۷]
  • په صفرې میاشته کې له خَثْعم قبیلې سره د قطبة بن عامر بن حديدة سریه .[۱۸]
  • په ربیع الاول کې له بني کلاب قبیلې سره د ضحاک بن سُفیان کِلابی سریه .[۱۹]
  • په ربیع الثاني کې له حبشیانو سره د عَلقَمة بن مُجَزّز مُدلِجی سریه.[۲۰]
  • په ربیع الثاني کې د طی قبیلې د بت ماتولو لپاره د علی بن ابیطالب (ع) سریه. [۲۱]
  • په ربیع الثاني کې له عذره او بلي قبیلو سره د عُکّاشة بن مِحصَن سریه .[۲۲]

وفاتونه

  • د شعبان په میاشته کې د پېغمبر (ص) د لور ام کلثوم وفات [۲۳]

فوټ نوټ

سرچينې