ابن الرضا

د wikishia لخوا

اِبْنُ الرِّضَا، د امام رضا(ع) د نسل زامنو لپاره لقب دی، چې ترټولو مشهور یې امام جواد(ع)،[۱] امام هادی(ع)،[۲] او امام حسن عسکری(ع) دی.[۳] موسی مبرقع، د امام جواد(ع) زوی، له هغو کسانو څخه دی چی د ابن الرضا په نوم یاد شوی دی.[۴] دا لقب د امامانو د ملګرو او نورو په ځانګړي توګه د بني عباسو لخوا کارول شوی دی.[۵]

د دې لقب د کارولو د دلیل په اړه، ځینو ویلي دي: بنی عباس د امام رضا(ع) اولادونه ابن الرضا بولي ترڅو وښیې چې دا خلک،هغه چا ته منسوب شوي دي چې د ماءمون ولایت عهدي یې منلی او دنيا سره مینه لري.[۶] د دې لقب د شهرت لپاره بل دلیل دا دی چې امام رضا(ع) به مختلفو ډلو او فرقو سره مذهبي او کلامي فرقو سره علمي بحثونو او مناظرې کولې، له دې خبرې روښانه شوې ده چې د دوي اولادونه د ابن الرضا په نوم پیژندل کیږي.[۷]

فوټ نوټ

  1. مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۸۱؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰۱
  2. مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۰۱؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۱ و ۳۷۴
  3. مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۲۱؛ قطب راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۲۲ و ۴۳۲
  4. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۳۶۳ش، ج۵۰، پاورقی ص۳
  5. مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۸۱؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۰۱
  6. پایگاه‌اندیشه قم به نقل از آیت الله حجت
  7. پایگاه‌اندیشه قم به نقل از آیت الله شبیری زنجانی

سرچينې