د امام رضا(ع) ولایتعهدي

د wikishia لخوا

د امام رضا(ع) ولایتعهدي د مأمون عباسي په ولي عهدۍ د امام رضا(ع) ټاکلو ته اشاره لري چې د شیعه په نزد د امام رضا د ژوند تر ټولو مهمه پېښه ده. د امام لخوا د مأمون د ولایتعهدۍ منل، پر دې سربېره چې د اسلام په تاریخ کې یوه ننګونکې مساله ده، له کلامي نظره هم ډېر اهمیت لري. د شیعه تاریخ څېړاندي سید جعفر مرتضي عاملي په وینا متواتر روایتونه په ولایتعهدۍ د امام رضا په نه رضایت دلالت لري.

مأمون له ولایتعهدۍ مخکې، امام ته د خلافت وړاندېز وکړ چې ویل شوي هدف یې د خپل خلافت ټینګول وو. خو امام رضا د مأمون د وړاندیز پر ردولو سربېره د مأمون د خلافت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوسته. د خلافت په نه منلو سره ، مأمون په مرګ په ګواښلو سره هغه د ولایتعهدۍ منلو ته اړ کړ. له دې امله امام مجبوره شو د مأمون وړاندیز ومني؛ خو شرط یې ولګاوه چې په حکومتي چارو کې به هیڅ لاسوهنه نه کوي.

ځینې کسانو له دغه اقدامه د مأمون اهداف داسې بیان کړې دي: د امام له خطره خوندي کېدل او تر څارنې لاندې د امام ساتل، د علویانو د انقلاب غلې کول، خپل خلافت ته د مشروعیت ورکولو لپاره له امامه استفاده او د اهل خراسان راضي کول. د دې په مقابل کې ځینې باوري دي چې فضل بن سهل د امام د ولي عهدۍ نقشه جوړه کړه چې په وسیله یې د ایران پاچاهۍ ته ورسیږي. سره له دې وایي چې امام(ع) وکړی شول په خپلو سیاستونو او فعالیتونو سره، هغوي خپلو موخو ته له رسېدلو ناکامه کړي.

د مأمون په حکم، امام رضا د ۲۰۰ ق کال په پای کې له مدینې خراسان ته روان کړی شو. مأمون د حرکت لاره په داسې بڼه انتخاب کړه چې له شیعه مېشته ښارونو نه وي. امام رضا د حرکت په لاره کې، په نیشابور کې سلسلة الذهب حدیث بیان کړ. مأمون د ۲۰۱ ق په رمضان میاشته کې، د امام د ولایتعهدۍ دستورې جوړې کړې. په دې ډول خلکو او د حکومت چاروالو له امام سره بیعت وکړ. له هغه وروسته، د مأمون په امر، خطبې یې د امام په نوم ولوستلې او په نوم یې سکه ووهله.

د امام د ولایتعهدۍ په اعلان سره، د علي بن ابي عمران، ابو یونس او د بصري د واکمن په شان خلک مخالفت ته پاڅېدل. د بغداد خلکو هم چې په حکومت کې یې د خپل نفوذ د کمېدو وېره لرله بلوا وکړه او له ابراهیم بن مهدي سره یې بیعت وکړ. د شیعه سرچینو په قول، امام رضا(ع) وکړی شول له لاسته راغلي فرصته د شیعه په ګټه استفاده وکړي. هغه د اهل بیتو(ع) ډېر معارف عامو خلکو ته بیان کړل او د مختلفو مذهبونوله مشرانو سره یې مناظرې وکړې. د ځینو څېړاندو په وینا د امام رضا په ولایتعهدۍ سره د ایرانیانو د شیعه کېدو زمینه برابره شوه.

په اسلام کې د امام رضا د ولایتعهدۍ اهمیت

د امام رضا د ولایتعهدۍ کیسه داسلام په تاریخ کې یوه بحث پاروونکې مساله ده.[۱] چې هم له سیاسي نظره او هم له کلامي (د امام له عصمت سره د ولایتعهدۍ د منلو د منافات لرلو) له نظره[۲] اهمیت لري.[۳] د امام رضا(ع) د ولایتعهدۍ دوران یې د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو مهم پړاو بللی دی.[۴]

د ځینو څېړاندو په باور، امام رضا(ع) د مأمون د خلافت په حساس دوران کې، د ولایتعهدۍ په منلو او په هغه وخت کې د ځینو فعالیتونو په کولو سره، وتوانېد په غیر مستقیم ډول د ټولنې لاره هدایت کړي؛ ځکه چې په هغه دوران کې، عباسي خلافت ګډوډ حالات لرل او د علویانو مختلفو پاڅونونو او د ځینو ګمراهو فرقو شتون د ټولنې د ځوړتیا زمینه برابره کړې وه.[۵]

د ولایتعهدۍ وړاندیز

په مقاتل الطالبیین کې د ابوالفَرَج اصفهانی او په عیون اخبار الرضا(ع) کتاب کې د شیخ صدوق په وینا، د امام رضا(ع) ولایتعهدي د مأمون په غوښتنه ترسره شوه؛ ځکه چې هغه قسم خوړلی و چې که په خپل ورور امین بریالی شي، خلافت امام رضا ته وسپاري.[۶] د امین په وژل کېدو او خلافت ته د مأمون په رسېدو سره، د مأمون وزیر فضل بن سهل، هغه ته خپله ژمنه وریاده کړه او مأمون د دې کار لپاره ضروري اقدامات وکړل.[۷]

د دې په مقابل کې بیا ځینې په دې باور دي چې د امام رضا د ولایتعهدۍ وړاندیز فضل بن سهل کړی دی.[۸] ویل شوي چې فضل په دې کار سره غوښتل له امام وروسته، ځان د ایران پاچا کړي.[۹] له مدینې تر مرو د امام د لېږدولو لپاره د فضل بن سهل له خپلوانو د رجاء بن ابي ضحاک مامورېدل، د سهل د نقشې او پلان په اړه مأمون ته د ځینو سیاستوالو خبرداری او نور تاریخي راپورونه د دغه مدعا له دلیلونو ګڼل شوې دي.[۱۰]

موخې

ځینې ختیځ پېژاندي او ځینې شیعه لیکوالان لکه لبنانی لیکوال او مورخ حسن امین په دې باور دي چې مأمون د امام په ولي عهد کولو کې، صداقت لره او دا کاریې له اخلاصه کړی دی.[۱۱] خو ډېر څېړاندي باوري دي چې مأمون د امام په ولي عهد کولو سره په لاندینیو اهدافو پسې و:

  • د امام له خطره خوندي کېدل او د امام تر څارنې لاندې راوستل: مأمون چې په مدینه کې د امام له فعالیتونو اندیښمن و، مرو ته د امام په بلنې او د هغه په ولي عهد کولو سره له هغه غوښتل چې د خپل حکومت لپاره د هغه له خطره په ارام کې وي.[۱۲]
  • د علویانو د انقلاب غلې کول: مأمون د امام په ولي عهد کولوسره وتوانېد د علویانو انقلابونه غلي کړي؛ په دې ډول چې د امام له ولي عهد کېدو وروسته، د علویانو لخوا هیڅ انقلاب( مګر په یمن کې یو حرکت چې ډېر زر غلی شو) ونه شو.[۱۳]
  • په امام د شیعیانو بدګمانه کول: د هغه روایت مطابق چې له ابا صلت ( د امام رضا له ملګرو) نقل شوی، مأمون غوښتل د امام په ولي عهد کولو سره، هغه یو دنیا پالی انسان وښیي چې د شیعیانو په نزد یې مقام او منزلت کم کړي.[۱۴]
  • د مأمون خلافت ته د مشروعیت ورکولو لپاره له امامه استفاده: مأمون پوهېده چې امام رضا په مدینه کې خلک د خدای لور ته بلي، د امام په ولي عهد کولو سره یې غوښتل چې د امام بلنې د خپل خلافت د مشروعیت لپاره یوه وسله وګرځوي چې د امام د حقانیت په ترڅ کې یې خپل خلافت هم مشروع وګڼل شي.[۱۵]
  • د اهل خراسان راضي کول: خراسانیان چې د بني عباسو د خلافت له تاییده وروسته، د هغوي له ظلمونو پوزې له راغلې وو، امام رضا(ع) ته مخه کړه.[۱۶] له همدې مأمون د امام رضا په ولي عهد کولو سره د هغوي په رضا کولو پسې و.[۱۷]
  • د شیعه د اصلي عواملو پېژندل: شیعیان چې همیشه یې په پټه ژوند کاوه، د امام په ولي عهد کېدو سره یې له پټ ژونده لاس اخیست او په نتیجه کې د بني عباسو د حکومت لخوا پېژندل کېدل.[۱۸]
  • د مأمون د طاقت زیاتېدل: بني عباسو همېشه مأمون له دې امله چې مور یې د ماڼۍ وینځه وه او ټول کارونه یې یو ایراني کس (فضل بن سهل) ته سپارلې وو، سپک او تحقیراوه. له دې امله یې فیصله وکړه چې د علي بن موسی په شان د یو لوی شخصیت په ولي عهد کولو سره خپل مقام پیاوړی کړي.[۱۹]

ځینو لیکوالانو د مأمون د دغه اقدام لپاره نور اهداف هم بیان کړې دي.[۲۰] شیعه تاریخ څېړونکی سید جعفر مرتضی عاملي باوري دی چې هغو ستونزو ته په پام سره چې مأمون ورسره په خپل حکومت کې مخامخ و. په ولي عهدۍ د امام انتخاب د هغه په سیاسي پوهې او د حکومت له ستونزو د هغه په خبرېدو دلالت لري.[۲۱] سره له دې ویل کیږي چې امام رضا(ع) په خپلو سیاستونو او دریځونو سره مأمون خپلو موخو ته له رسېدو پاتې راوسته[۲۲]

د اسلامي تاریخ د ځینو کارپوهانو په باور د امام رضا(ع) له ولایتعهدۍ د مأمون د حکومت اهداف دا دي: ۱ -د ارام سیاسي او بې خطره فعالیت په ډګر د شیعیانو د سختو انقلابي مبارزو بدلول. ۲- د شیعیانو د دې ادعا غلط ثابتول چې ګني اموي او عباسي خلافتونه غاصبانه دي او دغه خلافتونو ته د مشروعیت ورکول. ۳- په خپله ولکه او کنټرول کې د امام رضا(ع) (چې همېشه د ټکر او مبارزې مرکز و) او همداراز د ټولو علوي باتورانواو سرغړاندو راوستل. ۴- د حکومت د مامورانو په محاصره کې د امام راوستل ( چې یو ولسي شخصیت، د هیلو قبله او د پوښتنو او شکایتونو مرجع و) او له هغه د ولسي رنګ تدریجي ختمول او د هغه او خلکو تر مینځ د واټن اچول او بیا د هغه او د خلکو د مینواو احساساتو تر مینځ فاصله پېدا کول. ۵- د معنوي څېرې او حیثیت پېدا کول په دې توجیه چې په هغه زمانه کې ټول خلک مأمون په دې خبره وستایي چې د د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله یو بچي او مقدس او معنوي شخصیت یې په خپله ولایتعهدۍ غوره کړی او خپل بچیان او وروڼه یې له دې امتیازه محرومه کړې دي. ۶- د خلافت او دربار په یو توجیهوونکي د امام د بدلولو لپاره هڅه او څرګنده ده چې که امام په خپله بې ساري مقام سره په حکومت او دربار کې د پېښو د توجیه رول په غاړه اخیسته هیڅ مخالف اواز د دغه درباره حیثیت ته تاوان نه شو رسولی.[۲۳]

د عاشورا د پېښې او د اتم امام د ولایت عهدۍ تر مینځ په ټول یو سل څلویښت کلن پړاو کې د اهل بیتو په امامانو پورې اړوند بهیر -یعنی شیعیان- همېشه د خلافت د دربار تر ټولو لوی او خطرناک دښمن ګڼل کېده. په دې موده کې په ځلونو تیاره زمینه مخې ته راغلی او د تشیع مبارزات چې باید ورته علوي غورځنګ نوم ورکړو، لویو کامیابیو ته نزدې شو، خو هر ځل د اخري کامیابۍ په لاره کې ځینې خنډونه پېدا کېدل... د هغه حضرت د ولایت عهدۍ کال، د تشیع د تاریخ له ډېرو برکتناکو کلونو شول او د علویانو په مبارزو کې نوی روح وپوکل شو. او دا ټول د اتم امام په تدبیر او هغه حکیمانه رودې په برکت وو چې هغه معصوم امام په دغه لوی ازمېښت کې له ځانه وښودله.

* سرچینه: https://farsi.khamenei.ir/message-content?id=8311

د امام رضا دریځ

د سید جعفر مرتضی عاملي په وینا، هغه راپورونه چې په ولایتعهدۍ د امام د نه رضایت ښودنه کوي، متواتر دي.[۲۴] د هغه څه سره سم چې په مناقب کتاب کې ذکر شوي امام رضا(ع) د خپلې ولایتعهدۍ د بې نتیجه والي خبر ورکړی دی.[۲۵] د دغه راپور له مخې د ولایت عهدۍ له منل کېدو وروسته، امام د مأمون او فضل بن سهل په وړاندۍ په خپلې ولایتعهدۍ یو سند ولیکه او یوه مساله چې پکې یې بیان کړه دا وه چې جفر او جامعه یې د ولایتعهدۍ په خلاف دلالت لري.[۲۶]

مأمون له ولایتعهدۍ مخکې امام ته د خلافت وړاندیز وکړ؛ خو امام رضا یې له منلو ډډه وکړه او وې ویل: « که خدای خلافت تاته درکړی روا نه ده چې بل چاته یې ورکړې او که خلافت یې تاته نه دی درکړی، څنګه هغه شی چې ستا نه دی بل ته یې بخښې؟»[۲۷] محققان باوري دي چې د امام دغه ځواب د مأمون د خلافت د مشروعیت بنیاد تر پوښتنې لاندې اروسته.[۲۸] سید جعفر رضا باوري دی چې اساسا مأمون امام رضا(ع) ته د خلافت په ورکولو کې جدي نه و او دا وړاندیزه د خپل خلافت د ټینګولو لپاره د هغه یوه هڅه وه.[۲۹] فضل بن سهل هم له دې چې مأمون خلافت له ځانه لرې کاوه او امام هم هغه نه مانه حیرانه و چې خلافت څومره تباه شوی دی.[۳۰]

د ولي عهدۍ وړاندیز هم د امام رضا له سخت مخالفت سره مخامخ شو.[۳۱] مأمون د امام د چلند په لیدلو سره شپږ کسیزې شورا ته د عمر بن خطاب د ګواښ په یادولو سره چې مخالفت کوونکی کس به ووژني، امام وګواښه او ولایتعهدۍ منلو ته یې مجبوره کړ.[۳۲] له همدې امله امام مجبوره شو ولایتعهدي ومني؛ خو هغه یې په دې پورې مشروطه کړه چې په حکومتي کارونو کې هیڅ دخالت ونه کړي.[۳۳] مأمون هم دغه شرط ومانه.[۳۴] د هغه روایت له مخې چې ریان بن صلت له امام رضا نقل کړی که امام رضا ولایتعهدي نه وای منلې، مأمون واژه.[۳۵]

امام رضا(ع) د خپلې ولایتعهدۍ په پروګرام کې د مأمون د ناکامولو لپاره، په مختلفو موقعو له هغه سره مخالفت وکړ.[۳۶] د امام په کارونو کې دغه مواردو ته اشاره کولی شو: په مدینه کې د خدای په امانۍ په وخت د کورنۍ په ژړا کولو د امام امر،[۳۷] د پېغمبر له قبر سره خدای په اماني،[۳۸] په هیڅ حکومتي کار کې دخالت نه کول، د شیعه د تبلیغ په مرکز د حکومت د مرکز بدلول او د مخلتفو دینونو او مذهبونو له مشرانو سره مناظره.[۳۹]

له مدینې مرو ته د امام حرکت

د تاریخ یعقوبي په راپور د مأمون په امر رجاء بن ابي ضحاک (د فضل بن سهل خپلوان) مامور شو چې امام رضا(ع) له مدینې خراسان ته راولي.[۴۰] البته د شیخ مفید په باور، د مأمون استازی عیسي جلودي و.[۴۱] مأمون مرو ته د امام رضا د تګ لپاره یوه معلومه لاره وټاکله چې هغه حضرت د شیعیانو له مرکزه تېر نه شي؛ ځکه چې په امام د شیعیانو له راغونډېو وېرېده.[۴۲] هغه په خاصه توګه امر وکړ چې امام د کوفې له لارې بو نه ځي؛ بلکې د بصري او خوزستان او فارس له لارې یې نیشابور ته ولېږدوي.[۴۳] د حرکت لاره، د شیعه اطلس د کتاب مطابق داسې وه: مدینه، نقره، هوسجه، نباج، حفر ابوموسی، بصره، اهواز، بِهبهان، اصطخر، ابرقوه، ده‌شیر (فراشاه)، یزد، خرانق، رباط پشت بام، نیشابور، قدمگاه، ده‌سرخ، طوس، سرخس، مَرْو.[۴۴] ویل شوي چې د امام د روانېدو وخت د ۲۰۰ ق کال اخر و.[۴۵] ویل کیږي چې په درسته لاره کې تر ټولو مهمه او مستنده پېښه په نېشابور کې وشوه چې امام رضا(ع) هلته په سِلسِلَةُ الذَّهَب مشهور حدیث ووایه.[۴۶]

د ولایتعهدۍ دستورې

د امام رضا(ع) د ولایتعهدۍ سکه چې د مأمون په امر ووهل شوه. د سکې لپاره په کوفي خط دا عبارت لیکل شوی: «لله، محمدرسول الله، المأمون خلیفة الله، مما أمر به الأمیر الرضا ولی عهد المسلمین علی بن موسی بن علی بن ابی طالب، ذوالریاستین.

مأمون دوشنبه د ۲۰۱ قمري کال د روژې د میاشتې اوم [۴۷] یا پینځم[۴۸] یا دوهم[۴۹] د امام رضا(ع) د ولي عهدۍ لپاره له خلکو بیعت واخیست او خلکو د تورو جامو په ځای چې د عباسیانو نښه وه[۵۰] شنې جامې واغوستې (شنې جامې د علویانو بېلګه وه)[۵۱] او مختلفو سیمو ته یې د دې حکم ولیکه.[۵۲]

له دې وروسته په منبرونو باندې د امام په نوم خطبه لوستل کېده او په نوم یې درهم او دینار وهل کېدل.[۵۳] مأمون خپله لور ام حبیب امام رضا ته نکاح کړه.[۵۴] همدارا د ځینو راپورونو له مخې مأمون هغه ته د رضا ( الرضا من آل محمد یعنې له آل محمده د رضایت وړ کس) لقب ورکړ.[۵۵] خو له امام جواد(ع) د یو روایت له مخې د «رضا» لقب د خدای له لوري د هغه پلار ته ورکړل شوی دی.[۵۶]

مأمون په یو لړ دستورو کې د حکومت چاروالي، د لښکر کوماندانان، قاضیان او خلک راغونډ کړل چې له امام رضا سره بیعت وکړي.[۵۷] امام خپل لاس د پېغمبر د بیعت اخستلو په طریقه د مخ مخې ته ونیوه، په دې ډول چې د لاسونو شا به یې په خپل مخ او د لاسونومخ او تلی به یې د خلکو په مخ راکاږه.[۵۸] خطیبانو او شاعرانو د دستورو د درنښت لپاره خطبې ولوستې او شعرونه یې وویل یو شاعر دِعبِل خُزاعی و چې د شعر په ویلو سره یې له امامه انعام واخیست.[۵۹] مأمون له امامه وغوښتل چې خلکو ته یوه خطبه ووایي. امام هم خلکو ته ډېره لنډه شان خطبه ولوستله.[۶۰]

د امام د ولایتعهدۍ حکم د مأمون په خط په یو سند کې ولیکل شو اوامام هم د هغه سند په شا ځینې خبرې ولیکلې.[۶۱] د کَشْفُ الغُمّه کتاب لیکوال علی بن عیسی اِربِلی، په ۶۷۰ ق کال کې د مأمون په خط هغه عهدنامه لیدلې او هغه یې په خپل کتاب کشف الغمه کې ثبت کړې ده.[۶۲]

د امام رضا د ولایتعهدۍ مخالفان

د یعقوبي په راپور، اسماعیل بن جعفر بن سلیمان چې د مأمون له خوا د بصري واکمن شوی و، له امام رضا(ع) سره له بیعته ډډه وکړه او مأمون عیسی بن یزید جلودي په هغه پسې ولیږه او هغه له بصرې وتښتېد.[۶۳] هغه لیکلي دي عیسی بن یزید جلودي د مأمون له خوا مکې ته د بیعت د حکم په رسولو مامور و.[۶۴] هغه په شنو ټوکرو سره مکې ته داخل شو او له خلکو یې د امام رضا لپاره بیعت واخیست.[۶۵] شیخ صدوق راپور ورکړی چې عیسی جلودي وروسته د امام رضا د ولایتعهدۍ له سختو مخالفانو وګرځېد او مأمون هغه له امام رضا سره د بیعت نه کولو په وجه بند ته واچوه.[۶۶] علي بن ابي عمران او ابو یونس د امام رضا د ولایتعهدۍ له نورو مخالفانو ګڼل شوې دي.[۶۷]

پایلې

د ا مام رضا د ولایتعهدۍ ځینې پایلې داسې بیان شوې دي:

  • د بغداد د خلکو بلوا: د بغداد خلک وېرېدل چې په حکومت کې یې نفوذ کم شي، د امام رضا ولایتعهدي یې ونه منله او د مأمون ګورنر یې له بغداده وویسته او له ابراهیم بن مهدي سره یې بیعت وکړ.[۶۸]
  • له مأمون سره د ځینو علویانو بیعت: که څه هم د امام رضا ولایتعهدۍ ټول شیعیان مأمون ته نزدې نه کړل خو ځینې شیعیان له مأمونه راضي شول او له هغه سره یې بیعت وکړ.[۶۹]
  • له ولایتعهدۍ د امام رضا استفاده: که څه هم امام رضا د مأمون ولایتعهدي له مجبورۍ ومنله ، خو وې کړی شول له دغه منصبه په استفادې سره ډېر معارف چې یوازې خپلو شیعیانو او ملګرو ته یې ویل په علني توګه ټولو ته بیان کړي او د مختلفو مذهبونو له عالمانو سره مناظره وکړي.[۷۰]
  • په ایران کې د تشیع لپاره د زمینې برابرول: د اَحسنُ الْحدیث تفسیر د لیکوال سید علي اکبر قرشي په وینا د امام رضا ولایتعهدۍ د ایرانیانو د شیعه کېدو زمینه برابره کړه؛ ځکه چې په ایران کې د امام رضا په شتون سره علوي سادات ایران ته راغلل او د شیعه مکتب یې دود کړ.[۷۱]

یوازینی لیکنې

د «امام رضا(ع) مأمون و موضوع ولایتعهدی» کتاب د سید غني افتخاري لخوا لیکل شوی.

د امام رضا(ع) د ولایت عهدۍ په اړه پوره پوره کتابونه لیکلی شوي چې ځینې یې دا دي:

  • امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، تألیف د سید غنی افتخاری: لیکوال په دې کتاب کې د امام رضا د ولایتعهدۍ د وخت په جاجولو سربېره (له مأمونه مخکې) د بني عباسو د خلافت د پړاو سیاسي ټولنیز حالات هم جاجولې دي.[۷۲] دا کتاب به نشر خپرنځي په ۱۳۹۸ ل کال کې په ۱۵۲ مخونو کې خپور کړی دی.[۷۳]
  • ولایتعهدی امام رضا(ع)، لیک د محمد مرتضوی: مولف په دې کتاب کې هڅه کوي د امام رضا له ولایتعهدۍ د مأمون پټې موخې او له دغه پېښې سره د امام مخامېدل د تاریخي مدارکو په استناد سره بیان کړي.[۷۴] د دغه کتاب دوهم چاپ په ۱۳۸۶ ل کال کې د اسلامي څېړنو د بنسټ په هڅه په ۱۲۷ مخونو کې خپور شوی دی.[۷۵]
  • نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا(ع)، په قلم د محمد علی امینی: د دغه کتاب بحثونه په درېو څپرکواو ۱۳۰ مخونو کې برابر شوي دي.[۷۶] دغه اثر به نشر خپرنځي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې چاپ کړی دی.[۷۷]

فوټ نوټ

  1. الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۱.
  2. سیدمرتضی، تنزیه الانبیا(ع)، ۱۳۷۷ش، ص۱۷۹؛ شیخ طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۴، ص۲۰۶.
  3. باغستانی، «الرضا، امام (ولایتعهدی)»، ص۸۳.
  4. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه(ع)، ۱۳۸۱ش، ص۴۳۰؛ افتخاری، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، ۱۳۹۸ش، ص۱۰۴.
  5. اکبری، و براتی، «نقش امام رضا(ع) در وحدت دینی و انسجام اسلامی در عصر عباسی»، ص۴۵.
  6. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۴۵۴؛ شیخ صدوق، عيون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۶۶.
  7. بیهقی، تاریخ بیهقی، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۱۹۰.
  8. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۶۵؛ الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۲.
  9. جهشیاری، الوزراء و الکتاب، ۱۴۰۸ق، ص۲۰۳.
  10. الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۲.
  11. فوزی، بحوث فی التاریخ العباسی، ۱۹۷۷م، ص۱۳۵؛ امین، الرضا و المأمون و ولایة العهد، ۱۹۹۵م، ص۱۲۳-۱۲۶.
  12. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۷۰.
  13. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۳ق، ص۲۲۶.
  14. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۳۹.
  15. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۷۰.
  16. الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۲.
  17. الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۳.
  18. قرشی، حیاة الامام الرضا(ع)، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۲۸۳.
  19. قرشی، حیاة الامام الرضا(ع)، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۲۸۲.
  20. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۳ق، ص۲۵۴-۲۶۰.
  21. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۳ق، ص۲۰۷.
  22. افتخاری، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، ۱۳۹۸ش، ص۱۰۴.
  23. https://farsi.khamenei.ir/message-content?id=8311
  24. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۱۶ق، ص۲۸۶.
  25. ابن‌شهر‌آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۵.
  26. ابن‌شهر‌آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۵.
  27. شیخ صدوق، امالی، ۱۳۷۶ش، ص۶۹.
  28. درخشه، حسینی فائق، «سیره سیاسی امام رضا(ع) در برخورد با حکومت جور»، ص۲۱.
  29. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، ۱۴۱۶ق، ص۲۸۶.
  30. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۴۱.
  31. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹.
  32. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹.
  33. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۸۹.
  34. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۸۹.
  35. شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۳۹.
  36. امینی، نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۲-۱۰۳.
  37. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۲۱۱.
  38. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۱۷.
  39. امینی، نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۳-۱۰۶.
  40. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۸.
  41. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹.
  42. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۱ش، ج۱۸، ص۱۲۴.
  43. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۱ش، ج۱۸، ص۱۲۴.
  44. جعفریان، اطلس الشیعه، ۲۰۱۵م، ص۱۰۲.
  45. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۸۷؛ اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۹۵.
  46. فضل‌الله، تحلیلی از زندگانی امام رضا، ۱۳۷۷ش، ص۱۳۳.
  47. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۸.
  48. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۴۵.
  49. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۵۵۴.
  50. عرفان منش، جغرافیای تاریخی هجرت امام رضا، ۱۳۷۴ش، ص۱۶۸.
  51. عرفان منش، جغرافیای تاریخی هجرت امام رضا، ۱۳۷۴ش، ص۱۶۸.
  52. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۸.
  53. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۸.
  54. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۴۷.
  55. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۱؛ ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۳.
  56. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳.
  57. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۱.
  58. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۴۵۵؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۱.
  59. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۳.
  60. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۶۳.
  61. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۳۳.
  62. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۳۳۳.
  63. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۸-۴۴۹.
  64. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۹.
  65. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۴۹.
  66. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۵۰.
  67. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۵۰.
  68. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۴۵۰.
  69. الدوری، العصر العباسی الاول، ۱۹۹۷م، ص۱۶۳-۱۶۴.
  70. رفیعی، زندگانی امام رضا(ع)، پژوهشکده تحقیقات اسلامی، ص۱۹۸-۱۹۹.
  71. قرشی، خاندان وحی، ۱۳۸۶ش، ص۵۸۵-۵۸۶.
  72. افتخاری، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، ۱۳۹۸ش.
  73. افتخاری، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، ۱۳۹۸ش.
  74. مرتضوی، ولایتعهدی امام رضا(ع)، ۱۳۸۶ش، ص۹.
  75. مرتضوی، ولایتعهدی امام رضا(ع)، ۱۳۸۶ش.
  76. امینی، نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا، ۱۳۹۵ش.
  77. امینی، نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا، ۱۳۹۵ش.

سرچينې

  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • ابن‌شهر‌آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن الحسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمه، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • افتخاری، سید غنی، امام رضا(ع)، مأمون و موضوع ولایتعهدی، مشهد، به‌نشر، ۱۳۹۸ش.
  • اکبری، امیر، و بهمن براتی دشت بیاض، «نقش امام رضا(ع) در وحدت دینی و انسجام اسلامی در عصر عباسی»، در مجله مشکاة، شماره ۹۶ و ۹۷، پاییز و زمستان ۱۳۸۶ش.
  • الدوری، عبدالعزیز، العصر العباسی الاول، بیروت، دار الطلیعه، ۱۹۹۷م.
  • امین، حسن، الرضا و المأمون و ولایة العهد و صفحات من التاریخ العباسی، بیروت، دار الجدید، ۱۹۹۵م.
  • امینی، محمدعلی، نگاهی به زندگی و ولایتعهدی امام رضا، مشهد، به‌نشر، ۱۳۹۵ش.
  • باغستانی، اسماعیل، «الرضا، امام (ولایتعهدی)»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۲۰، تهران، بنیاد دایرة‌المعارف اسلامی، ۱۳۹۴ش.
  • بیهقی، محمد بن حسین، تاریخ بیهقی، به کوشش خلیل خطیب رهبر، تهران، مهتاب، ۱۳۷۴ش.
  • جعفریان، رسول، اطلس الشیعه، ترجمه نصیر الکعبی و سیف علی، قم، نشر مورخ، ۲۰۱۵م.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • جهشیاری، محمد بن عبدوس، الوزراء و الکتاب، بیروت، دار الفکر الحدیث، ۱۴۰۸ق.
  • درخشه، جلال و سید محمدمهدی حسینی فائق، «سیره سیاسی امام رضا(ع) در برخورد با حکومت جور»، در مجله فرهنگ رضوی، شماره۱، بهار ۱۳۹۲ش.
  • رفیعی، علی، زندگانی امام رضا(ع)، تهران، پژوهشکده تحقیقات اسلامی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، بی‌تا.
  • سیدمرتضی، علی بن حسین، تنزیه الانبیا(ع)، قم، دار الشریف الرضی، ۱۳۷۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تلخیص الشافی، قم، محبین، ۱۳۸۲ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، سعید بن جبیر، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • عرفان منش، جلیل، جغرافیای تاریخی هجرت امام رضا(ع) از مدینه تا مرو، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۴ش.
  • فضل‌الله، محمدجواد، تحلیلی از زندگانی امام رضا(ع)، ترجمه محمدصادق عارف، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۷ش.
  • فوزی، فاروق عمر، بحوث فی التاریخ العباسی، بیروت، دار القلم، ۱۹۷۷م.
  • قرشی، باقر شریف، حیاة الامام الرضا(ع)، قم، سعید بن جبیر، ۱۳۷۲ش.
  • قرشی، علی‌اکبر، خاندان وحی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، اسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مرتضوی، ولایتعهدی امام رضا(ع)، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۱ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۴ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه