اسماء بنت عمیس

د wikishia لخوا

اسماء بنت عمیس؛ (مرړینه له ۳۸ ق وروسته) د اسلام پیغمبر(ص) له ملګرو څخه چې د فاطمې د بدن په غسل ورکول کې امام علي(ع) سره مرسته کړې. اسماء د جعفر بن ابي طالب ښځه وه، او د جعفر شهادت وروسته، هغه د ابوبکر بن ابي قحافه سره واده وکړ او د ابوبکر له مرګ وروسته هغه د امام علي(ع) میرمن شوه. اسما د عبدالله بن جعفرحضرت زینب(س) خاوند) او محمد بن ابي بکر، مور وه چې په مصر کې د امام علي(ع) کار کونکی و.

د سوریې په باب الصغیر کې د أسماء، د عمیس لور زیارت

اسماء د حضرت فاطمې(س) بدن کی د هغه پر وصیت، امام علي(ع) سره غسل ورکړه. هغه د فاطمې(س) لپاره په اسلام کې لومړی تابوت هم جوړ کړ ترڅو د هغه بدن څرګند نه شي او د فاطمې د ژوند په وروستیو شیبو کې د روایتونه له مخې، هغه د فاطمې سره و، او د هغې د ژوند وروستۍ شېبې، او همدارنګه د فاطمه(س) جنازی او حضرت علي(ع) او حسنین(ع) سره مخامخ شول هم راپور کرړیده. اسماء یو له لومړیو مسلمانانو څخه و چې د خپلې میرمنې جعفر سره حبشی او مدینه ته کډه(هجرت) وکړه. هغه د رسول‌الله(ص) څخه څو حدیثونو هم روایت وکړه.

ژوند پانه

اسماء د عمیس بن معد لور وه. د هغه پلار د بنی خثعم قبیلې څخه و او مور یې هند د عون لور و.[۱] د هغه خویندې دا دي:

اسما د امام علي(ع) ورور جعفر بن ابي طالب سره واده وکړ، هغه یو له لومړیو مسلمانانو څخه و چې رسول‌الله(ص) ته د ارقم کور راتلو دمخه اسلام راوړه.[۳] اسماء د بعثت په پنځم کال کې[۴] د خپلې میرمن جعفر سره حبشی ته مهاجر شو [۵] او په اووم قمري کال کې مدینې ته هجرت وکړ.[۶] وروسته له دی چې په اتمه هجری کال، د موته په جګړه کې جعفر شهادت ته ورسید [۷] اسماء د ابوبکر میرمن شوه او د ابوبکر له مړینې وروسته د امام علي(ع) ښځه شوه.[۸]

د امام صادق(ع) لخوا په یو روایت کې، اسماء آسماني ښځه ګنل کیږي.[۹]

د حضرت فاطمې(س) سره د اسماء اړیکې‌

د فاطمه(س) د وصیت له مخې، اسماء د علي بن ابي طالب(ع) په مرسته، د حضرت فاطمې(س) بدن غسل ورکړه.[۱۰] د شیعي روایی سرچینو کې د روایت شوي حدیث پر بنسټ، اسماء په اسلام کې د حضرت فاطمې (س) لپاره لومړی تابوت جوړ کړ. کله چې فاطمه په ناروغۍ بسټر کې وه، هغې له اسما څخه وغوښتل چې د مړینی و روسته د هغې بدن کې په دغسي تابوت ځای پر ځای نه کړئ چې لیدل شوه، نو اسماء د فاطمې لپاره همدغسي تابوت جوړه کړه چې په حبشه کې لیدلې وه، او فاطمه د دې په لیدو خوښ شوه. [۱۱] د یو روایت له مخې اسماء د فاطمی ژوند په وروستي ساعتونو کې، هغه سره وه، او دا شېبې، او همدارنګه د حسنین(ع) او حضرت علي(ع) د فاطمه بدن سره مخ شول راپور ورکړی. [۱۲] د حضرت فاطمې د شهادت په مراسمو کې د اسماء او د هغه د وینا راپور به و اوریدل شي. [۱۳]

د ځینې روایاتو پر بنسټ، د امام علی(ع) د حضرت فاطمې(س) سره د واده مراسم هم اسماء حضور درلود. [۱۴] دځینې روایتو نو له مخې، اسماء د حضرت فاطمې د زیږون پرمهال، د پیغمبر(ص) په حکم سره، د هغې سره د قابلی په توګه شتون درلود.[۱۵] د علي بن عیسی اربلي په وینا، د اوومې پیړۍ شیعی متکلم، د دې بیاناتو په ثبت کولو کې، د اسماء بنت یزید انصاري او اسماء بنت عمیس تر منځ گډه وشوه. ځکه چې د فاطمې واده په ۲ یا ۳ قمری کال و، او د خیبر تر فتحې پورې، اسماء بنت عمیس (تر ۷قمري کال) په حبشی کې و. [۱۶] اربیلۍ هم احتمال ورکړه چې د سلمی چی حمزی کې میرمن و او اسما بنت عمس ترمینځ گډه شویده. [۱۷]

اسماء د پیغمبر(ص) نږدی د هغه ناروغۍ په وخت کې هم شتون درلود چې د هغه مرګ لامل شوی.[۱۸]

د حدیث وینا کول

د اسماء له خوا، ځینې حدیثونه هم له پیغمبر(ص) څخه نقل شويده.[۱۹] د هغه زوی عبدالله، سعید بن مسیب، عروه بن زبیر او نور هم له اسماء څخه روایت کړی دی. [۲۰] فاطمه د علي(ع) لور، د منزلت حدیث [۲۱] او ردالشمس حدیث کې [۲۲] له اسماء څخه روایت کړی دی.

احمد بن ابي یعقوب، د دریمې پیړۍ تاریخ لیکونکی، د اسماء سره یو کتاب نوم یادونی کړه چې پکې د پیغمبر(ص) ویناوی شامل و.[۲۳]

ماشومان

اسماء، عبدالله، محمد او عون د جعفر بن ابي طالب لپاره زیږیدلی. [۲۴] هغه د ابو بکر لپاره محمد بن ابي بکر ته هم زیږیدلی. [۲۵] چی په مصر کې د امام علي(ع) کار کونکی و. [۲۶] هغه د امام علي(ع)، لپاره یحیی ته زیږیدلی و[۲۷] چی په ماشومۍ مړ شوی.[۲۸]

د اسماء وفات

ابن کثیر دمشقي، د قمری اتم پیړۍ تاریخ لیکونکی، د اسماء مړینه د ۳۸ هجری کال پیښو ته راوړه.[۲۹] البته، په ځینو سرچینو کې، د امام علي د شهادت وروسته د هغه مړینه ذکر شوې. [۳۰] په دمشق کې د باب الصغیر په هدیره هغه ته یو قبر منسوبیژی.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. ابن‌کلبی، نسب معد والیمن الکبیر، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۵۶-۳۵۸.
  2. ابن‌کلبی، نسب معد والیمن الکبیر، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۵۸-۳۵۹.
  3. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۱۹.
  4. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۹، ص۱۱۶.
  5. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۳۲۳.
  6. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۴۲.
  7. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۱۹.
  8. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۷۸۴-۱۷۸۵.
  9. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۶۳.
  10. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۴۰۵.
  11. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۰۳.
  12. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۰۰-۵۰۱.
  13. د مثال په توګه، وګورئ «روضه و توسل بسیار جانسوز_ویژه فاطمیه»، پایگاه خیمه‌گاه.
  14. د مثال په توګه، وګورئ گنجی شافعی، کفایة الطالب، دار احیاء تراث اهل البیت، ص۳۰۶؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۶۵-۳۶۶.
  15. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۵۱.
  16. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۷۳.
  17. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۶۶-۳۶۷.
  18. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۵۴۵.
  19. حمیدی، المسند، ۱۹۹۶م، ج۱، ص۳۲۸؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۷۶۶.
  20. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۱۹.
  21. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۹۷.
  22. حرعاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۴۱۴.
  23. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۰۱.
  24. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۲۱۹.
  25. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ص۱۷۸۴-۱۷۸۵.
  26. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۴، ص۵۵۵-۵۵۶.
  27. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ص۱۷۸۴-۱۷۸۵.
  28. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دار المعرفه، ص۳۷.
  29. ابن‌کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۱۸.
  30. ابن‌حجر عسقلانی، تقریب التهذیب، ۱۴۰۶ق، ص۷۴۳.
  31. قائدان، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۵.

سرچینې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، تقریب التهذیب، تحقیق محمد عوامة، دار الرشید، سوریا، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌کلبی، هشام بن محمد، نسب مَعَد والیَمَن الکبیر، تحقیق ناجی حسن، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویه، تحقیق مصطفی سقا و دیگران، قاهره، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه فی معرفة الائمة، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، بنی هاشمی، تبریز، ۱۳۸۱ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق محمد حمیدالله، مصر، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، اعلمی، بیروت، ۱۴۲۵ق.
  • حمیدی، عبدالله بن زبیر، المسند، تحقیق حسن سلیم الدارانی، دمشق، دارالسقا، دمشق، ۱۹۹۶م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۲۷ق/۲۰۰۶م.
  • د مثال په توګه، وګورئ «روضه و توسل بسیار جانسوز_ویژه فاطمیه»، پایگاه خیمه‌گاه، تاریخ درج مطلب:‌ ۱۷ بهمن ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۲۴ خرداد ۱۴۰۱ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، الطبعة الثانیه، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • قائدان، اصغر، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • گنجی شافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی‌طالب، دار احیاء التراث اهل البیت، بی‌تا.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الاعلمی، الطبعة الثالثه، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بی‌تا.