اللهم العن قتلة امیرالمؤمنین

د wikishia لخوا

اللهم العَنْ قَتَلَةَ امیرالمؤمنین د (خدایه د امام علي په قاتلانو لعنت وکړه په معنا)هغه عبارت دی چې د امام علي(ع) په ځینو زیارتونو کې کارول شوی دی.[۱] شیخ عباس قمي د دې عبارت سل ځله ویل د روژې میاشتې د نولسمې شپې له عملونو ګڼلې دي.[۲]

د ایت الله خامنه اي په وینا، د قتلة (قاتلان) د ټکي جمع والی دې ته اشاره لري چې پر ابن ملجم سربېره چې په تورې یې حضرت علي ووایه، نور کسان چې د دغه پېښې په رامینځته کېدو کې یې رول درلود هم پکې شاملیږي؛ منجمله هغه کسان چې د حکَمیت په پېښه کې یې هغه حضرت د حکمیت منلو ته مجبوره کړ او نور هغه کسان چې په خپل کړچار سره یې د هغه حضرت په شهیدولو کې ملګرتیا لرله.[۳] شیعه عالم او مفسر محسن قرائتي هم د «قتلة» ټکی هغه بهېر، تفکر او ډلې ته اشاره ګڼلې چې ابن ملجم یې استازی و.[۴] هغه په یو بل ځای کې ویلي چې د قتلة ټکی استعمال شوی چې هغه کسان چې د امام علي(ع) په قتل راضي وو هم پکې شامل شي.[۵]

له میرزا جواد تبریزي څخه د استفتاء د ځواب مطابق د لمانځه په قنوت او سجده کې د دغه دعا ویل ستونزه نه لري.[۶]

فوټ نوټ

  1. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۴۴.
  2. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، ۱۳۸۴ش، اعمال مخصوصه شب‌های قدر، ص۳۶۶.
  3. بیانات در خطبه‌های نماز جمعه تهران. ۲۱ مهر ۱۳۸۵ش.
  4. «شب قدر»، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن.
  5. «ثبت همه اعمال انسان در دنیا»، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن.
  6. تبریزی، تعلیقات بر صراط النجاة، ۱۴۳۳ق، ج۲، ص۶۰۹.

سرچينې

  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویة، ۱۳۵۶ش.
  • بیانات در خطبه‌های نماز جمعه تهران. ۲۱ مهر ۱۳۸۵ش. پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای. مرور خبر ۱۴ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • تبریزی، میرزاجواد، تعلیقات بر صراط النجاة فی أجوبة الإستفتاءات، دار الصدیقة الشهیدة، قم، ۱۴۳۳ق.
  • «ثبت همه اعمال انسان در دنیا»، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، تاریخ پخش، ۱۶ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۳ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • «شب قدر»، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۵ اردیبهشت ۱۳۶۷ش، تاریخ بازدید: ۱۳ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، مطبوعات دینی، ۱۳۸۴ش.