منځپانگې ته ورتلل

شهادت

د wikishia لخوا
د نورو استعمالونو لپاره، شهادت(د ابهام پاکول) وګورئ.

شهادت د خدای په لاره کې وژل کېدو ته اشاره لري چې حدیثونو کې تر ټولو لویه نیکي او تر ټولو قدرمن مرګ یاد شوی دی. د قرآن په آیتونو او روایتونو کې د شهادت لپاره ځينې اثار بیان شوې لکه ژوندي پاتې کېدل، د شفاعت له حقه برخمنتیا او د ګناهانو بخښل کېدل.

د فقیهانو په نظر شهید غسل او کفن نه لري او د هغه د بدن لمس کول د مړی د لمس کولو غسل د واجبېدو سبب نه ګرځي. البته دغه حکمونه د معرکې (د جنګ د مېدان) د شهید دي او نورو کسانو ته چې د خدای په لاره کې وژل کیږي او یا د شهید په مقام دي، نه شاملیږي.

د ځینو روایتونو له مخې ټول د شیعو امامان په شهادت سره له دنیا ځي، البته د شیعیانو تکړه عالم شیخ مفید د هغوي د ځینو په شهادت کې شک څرګند کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت په ادبیاتو کې هغه ټول کسان چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د انقلاب د ساتنې په لاره کې او د ایران هیواد د دفاع په لاره کې وژل کیږي شهید نومول کیږي. په دې هیواد کې شهید فاونډیشن ( بنیاد شهید و امور ایثار ګران) د شهیدانو د کورنیو او ایثار ګرانو (جنګي معیوبینو او هغو کسانو چې په جنګ کې یې برخه اخستې) په چارو د غور لپاره جوړ شوی همداراز د کب ۲۲ نیټه د شهید د ورځې په توګه نومول شوې ده.

مفهوم پېژندنه

د شهادت مطلب دی د خدای په لاره کې وژل کېدل او څوک چې د خدای په لاره کې ووژل شي شهید بلل کیږي.[۱] په فقې کې شهید له هغه مسلمان سره ځانګړی دی چې د جنګ په میدان کې د کافرانو په وسیله یا له هغوي سره په جنګ کې وژل کیږي.[۲]

په تفسیر نمونه کې راغلې دي چې شهادت یوه خاصه او یوه عامه معنا لري. خاصه معنا یې هماغه فقهي معنا ده او عامه معنا یې دا ده چې انسان د الهي دندې د ترسره کولو په لاره کې ووژل یا مړ شي. له دې امله په روایتونو کې هغه طالب علم چې د علم د طلب په لاره کې له دنیا لاړ شي، څوک چې په بسترې کې مړ شي په داسې حال کې چې د خدای، پېغمبر او اهل بیتو یې معرفت لري، څوک چې د تیري ګرو په وړاندې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي او... شهید ګڼل شوې دي.[۳]

د شهید د نومولو علت

شهادت په لغت کې ځینې معنې لري لکه حضور او مشاهده.[۴] دې مسالې ته په پام سره د شهید د نومولو د علت په اړه ځینې احتمالونه ورکړل شوې دي منجمله:

  • د الهي رحمت فرښتې هغه ویني.
  • خدای او فرښتې شهادت ورکوي چې هغه جنتي دی.
  • هغه نه دی مړ او د خدای په وړاندې حاضر دی.
  • هغه داسې څیزونه ویني چې نور یې نه ویني.[۵]
  • هغه به د قیامت په ورځ د نورو د عملونو کتونکی وي.[۶]

مقام

د شهید د مقام او منزلت په اړه ډېر روایتونه راغلې دي منجمله دا چې شهادت تر ټولو لوړه نیکي[۷]او تر ټولو قدرمن مرګ[۸] ګڼل شوی د ی او ځینې نور مرګونه په اجر او بدله کې هغه ته ورته ګڼل شوې دي.[۹] همداراز په هغو دعاګانو کې چې له څوارلسو معصومینو راغلي شهادت،[۱۰] د پېغمبر(ص) تر بېرغ لاندې شهادت[۱۱] او د خلکو تر ټولو بدو کسانو په لاس وژل کېدل[۱۲] له خدایه غوښتل شوې دي.

په قرآن کې د شهادت کلمه د «قَتْل فی سبیل‌الله» (د خدای په لاره کې وژل کېدل) بلل شوې دي.[۱۳] په فقهي کتابونو کې د شهادت او شهید څخه د طهارت د احکامو په باب کې بحث کیږي.[۱۴]

د شهادت آثار

په روایتونو او آیتونو کې د شهادت لپاره یو لړ اثار بیان شوې چې ځینې یې په دې ډول دي:

  • ژوندی والی: د قرآني آیتونو له مخې هغه کسان چې د خدای په لاره کې وژل کیږي؛ نه دي مړه شوې بلکې ژوندي دي[۱۵] او د خپل پالونکي په نزد ورته روزي ورکول کیږي.[۱۶]
  • د شفاعت حق لرل: شهید د پېغمبرانو، او عالمانو تر څنګ په قیامت کې له شفاعت کوونکو دی.[۱۷]
  • د ګناهانو بخښل کېدل او د خدای رحمت.[۱۸] له امام باقر(ع) په یو روایت کې راغلي چې کله د شهید د وینې لومړی څاڅکی روان شي، د هغه ټولې ګناهانې بې د خلکو له حقوقو بخښل کیږي.[۱۹] د شهید په غاړه د حق الناس په اړه هم ویل شوې چې که په جبران کې یې کوتاهي نه وي کړې او د ادا کولو حق یې لرلی وي، خدای تعالی یې هغه حق جبرانوي او د حق خاوند راضي کوي.[۲۰]
  • جنت ته تګ:[۲۱] شهید له لومړیو کسانو دی چې جنت ته داخلیږي.[۲۲]

د جنګ په میدان کې د شهید احکام

فقیهانو د جنګ په میدان کې د شهید شوې کس لپاره ځینې احکام ذکر کړې دي:

په دغه احکامو کې هغه کسان شاملیږي چې د معصوم یا د هغه د خاص نایب په امر یې په جنګ کې شرکت کړی وي.[۳۰] همداراز د اکثره فقیهانو په فتوا هغه کسانو ته شاملیږي چې د غیبت په زمانه کې د امام د عام نائب (جامع الشرایط فقیه) په امر یا د هغه له اجازې پرته د اسلام د دښمنانو د دفاع په وړاندې په دفاع کې ووژل شي.[۳۱] د دې په مقابل کې شهید ثاني که څه هم دغه کسان شهیدان ګڼلي خو د جنګ په میدان کې د شهید احکام پرې جاري نه ګڼي.[۳۲]

د شیعه امامانو شهادت

د یو شمېر شیعه عالمانو له نظره، ټول د شیعو امامان په شهادت سره له دنیا تللې دي.[۳۳] د هغوي دلیل ځینې روایتونه منجمله د «وَ اللهِ مَا مِنَّا إِلَّا مَقْتُولٌ شَهِید» روایت دی چې پر اساس یې ټولو امامان په شهادت سره له دنیا ځي.[۳۴] د دې په مقابل کې بیا شیخ مفید په «تصحیح اعتقادات» کتاب کې د امام علی(ع)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، امام موسی کاظم(ع) او امام رضا(ع) شهادت منلی او د نورو امامانو په شهادت کښې یې شک څرګند کړی دی.[۳۵]

شهید د ایران د اسلامي جمهوریت په ادبیاتو کې

په اصفهان کې د ایران عراق په جنګ کې د موندل شویو څو شهیدانو جنازه ( د ۱۳۹۵ کال د کب ۱۲) [۳۶]

د ایران د اسلامي جمهوریت په ادبیاتو کې شهید کې هغه کسان شاملیږي چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د انقلاب د بریاوو د اسلامي نظام د حیثیت ، د ایران هیواد د خپلواکۍ د ساتنې او دفاع په لاره کې او د دښمنانو له ګواښونو سره په مقابله کې ووژل شي.[۳۷] د ایران د شهید فاونډیشن د قانون له مخې، د ۱۳۵۷ لمریز کاله د ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې کابو ۲۲۰ زره کسان شهیدان ګڼل کیږي.[۳۸] په ایران کې د شهید فاونډیشن سازمان د شهیدانو د کورنیو په چارو دغور لپاره جوړ دی.[۳۹] همداراز د کب ۲۲ د شهید د ورځې په نوم نومول شوې ده.[۴۰]

اصطلاحات

ځینې اصطلاحات چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ادبیاتو کې د شهیدانو لپاره کارول کیږي دا دي:

  • شهید محراب: د جُمعې هغو امامانو ته اشاره لري چې د جمعې لمونځ کولو په وخت د اسلامي جمهوریت نظام د مخالفانو له خوا ترور شوې دي.[۴۱]
  • د سپېڅلې دفاع شهیدان: د ایران عراق په جنګ کې وژل شوي ایراني کسان[۴۲] چې ترې د تپلي جنګ د شهیدانو په نامه هم یادونه کیږي.[۴۳]د دغو شهیدانو د ښخولو ځای د ګلزار شهدا په نوم یادیږي.[۴۴]
  • شهید ګمنام: د ایران عراق جنګ ایراني وژل شوې کسان چې شناخت یې معلوم نه دی.[۴۵] په ایران کې معمولا د دغه شان کسانو په مزار ودانۍ جوړیږي.[۴۶] او په مختلفو مذهبي مناسبتونو یې د مزارونو تر څنګ دستورې ترسره کیږي.[۴۷]
  • شهید مدافع حرم: هغه ځواکونه چې له داعش سره د جنګ او د سوریې د دولت د ملاتړ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا منظم او سوریې ته استول شوې او په دغه هیواد کې وژل کیږي. دغه ځواکونه د ایران، لبنان، عراق او افغانستان دي.[۴۸]
  • شهدای انقلاب: هغه کسان دي چې د پهلوي له حکومت سره په مبارزه کې له ۱۳۴۲ کاله د ۱۳۵۷ تر سلواغې پورې شهیدان شوې دي د دغه شهیدانو شمېر له ۲۸۰۰ تر ۱۰ زور تنو بیان شوی دی.[۴۹]
  • شهیدان امنیت: هغه کسان چې د ټولنې د عمومي امنیت او نظم د ټیننګولو[۵۰] له قاچاقچیانو سره په مبارزه[۵۱] او له بلواګرو سره مقابله کې شهیدان کیږي لکه آرمان علي وردي او روح الله عجمیان.[۵۲]
  • شهیدان سلامت: هغه کسان چې د ایران د خلکو د سلامتیا او درملنې په لاره کې مړه کیږي. دا نوم په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا په زمانه کې دود شو.[۵۳]

همداراز په ایران کې په ځینو پېښو کې وژل شوې کسان هم د شهید په توګه معرفي شوي دي: لکه د ۱۳۹۴ کال د منا د غمیزې وژل شوې کسان، په ۱۳۹۵ کال کې د تهران د پلاسکو ودانۍ په اور لګېدنې کې وژل شوې د اطفاعیې کسان، او په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د یوکریني بوئینګ الوتکې وژل شوې کسان.

کتابونه

د شهادت او شهید په اړه په فارسۍ او عربۍ ژبه ځینې کتابونه لیکل شوې منجمله:

  • د ابوالفضل بنایي کاشي کتاب شهدای عصر پیامبر(ص) دغه کتاب په فارسۍ ژبه د پېغمبر د زمانې د شهیدانو راپور ورکوي. له هجرته مخکې شهیدان، د بدر غزا، د سویق غزا، احد، د بئر معونه شهیدان، د خیبر غزا، طائف غزا، حنین غزا شهیدان او هغه شهیدان چې د شهادت تاریخ یې نه دی معلوم، د دغه کتاب څپرکي دي. دغه کتاب په ۲۴۸ مخونو کې په ۱۳۹۱ کال کې د شاهد خپرنځای له خوا چاپ او خپور شوی دی.
  • شُهَداءُ الفَضیلَة: د علامه امیني کتاب دی چې د ۱۳۰ شهیدو عالمانو او پوهانو او د هغوي د شهادت د څرنګوالي په اړه دی. دغه کسان له څلورمې تر څوارلسمې قمري پېړۍ پورې انتخاب شوې. شهداءُالفضیلة د شهیدان راه فضیلت، په نامه په فارسۍ ژبه ژباړل شوی دی.
  • د سید علي ‌اکبر قرشي کتاب شهدای صدر اسلام و شهدای واقعه کربلا ، په ۱۳۸۵ کال کې د نوید اسلام خپرنځای له خوا په ۲۱۲ مخونو کې خپور شوی دی.[۵۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ محمود عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، ج۲، ص۳۴۶.
  2. ↑ محمود عبدالرحمان، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیه، ج۲، ص۳۴۶.
  3. ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۹ش، ج۲۱، ص۴۰۷-۴۰۸.
  4. ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۷۴.
  5. ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۸۱.
  6. ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۷۷.
  7. ↑ ابن حیون مغربی، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۳۴۳.
  8. ↑ صدوق، من لایحضر الفقیه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۴۰۲، ح۵۸۶۸.
  9. ↑ وګورئ: شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۰۴.
  10. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۹۵، ص۳۶۸؛ ج۹۱، ص۲۳۹؛ ج۹۴، ص۳۳۲.
  11. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۹۴، ص۳۷۶.
  12. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۹۴، ص۲۶۱.
  13. ↑ قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۷۶.
  14. ↑ وګورئ: علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۱، ۳۳۱۷.
  15. ↑ سوره بقره، آیه۱۵۴.
  16. ↑ سوره آل عمران، آیه۱۶۹.
  17. ↑ حمیری، قرب الاسناد، مکتبة نینوا، ج۱، ص۳۱.
  18. ↑ سوره آل عمران، آیه۱۵۷.
  19. ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۳.
  20. ↑ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۶، ص۱۸۸، ح۳۹۵ و ص۱۹۱، ح۴۱۱؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۹۹.
  21. ↑ سوره توبه، آیه۱۱۱.
  22. ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۷۱، ص۱۴۴.
  23. ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۹۹.
  24. ↑ علامه حلی، نهایة الاحکام، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۳۵.
  25. ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۹۹.
  26. ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۰۶.
  27. ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهاره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۰۶-۴۰۷.
  28. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۵، ص۳۰۷.
  29. ↑ خؤیی، التنقیح، مؤسسه احیاء آثار الامام الخویی، ج۹، ص۱۸۲.
  30. ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ج۱، ص۸۲.
  31. ↑ وګورئ: کاشف‌الغطا، النور الساطع، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۴۵.
  32. ↑ شهید ثانی، مسالک الافهام، ج۱، ص۸۲.
  33. ↑ مثال په توګه وګورئ: صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۲۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۲-۱۳۱؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ ق، ج۲، ص۲۰۹.
  34. ↑ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ ق، ج۲، ص۲۰۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۲-۱۳۱.
  35. ↑ مفید، تصحیح اعتقاد الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۳۲و۱۳۱.
  36. ↑ «پیکر مطهر ۱۰ شهید دفاع مقدس در اصفهان تشییع شد+ تصاویر» خبرفوری.
  37. ↑ «آیین‌نامه تعیین و احراز مصادیق شهید و ایثارگر ابلاغ شد آیین‌نامه تعیین و احراز مصادیق شهید و ایثارگر ابلاغ شد»
  38. ↑ «تعداد شهدای ایران چقدر است؟»
  39. ↑ «قانون اساسنامه بنیاد شهید انقلاب اسلامی»
  40. ↑ «تعداد شهدای ایران چقدر است؟»
  41. ↑ وګورئ: «شهدای محراب چند نفر هستند و نامشان چيست؟»، مرکز مطالعات و پاسخگویی به شبهات.
  42. ↑ محمودی، «بررسی صبغه عرفانی مناجات‌های شهدای دفاع مقدس»، ص۳۵۵ و ۳۵۷.
  43. ↑ ربیعی، «تحلیل گفتمانی وصیت‌نامه شهدای جنگ تحمیلی»، ص۱۴۶.
  44. ↑ آقابابایی، «گلزار شهدا به مثابه مکان-خاطره»، ص۵۴.
  45. ↑ «مفهوم گمنامی»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح.
  46. ↑ «تحلیلی برتدفین پیکرهای طیبه شهدای گمنام درنقاط خاص کشور»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح.
  47. ↑ «فلسفه یادبود شهدا در دانشگاه‌ها»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح.
  48. ↑ «روایت مشاور فرمانده سپاه کربلای مازندران از خان طومان»، خبرگزاری دانشجویان ایران (ایرنا).
  49. ↑ «تعداد شهدای ایران چقدر است؟»
  50. ↑ وګورئ: «بزرگداشت اولین سالگرد شهید امنیت «حامد ضابط» برگزار می‌شود»، خبرگزاری فارس.
  51. ↑ وګورئ: «پیکر شهید امنیت در دهدشت تشییع شد»، خبرگزاری فارس.
  52. ↑ «برگزاری مراسم بزرگداشت شهدای مدافع امنیت شهید آرمان علی‌وردی و روح‌الله عجمیان»، تهران‌پرس.
  53. ↑ «شهدای سلامت از امتیازات افراد «در حکم شهید» برخوردار می‌شوند»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  54. ↑ «نگاهی به كتاب «شهدای صدر اسلام و شهدای كربلا»»، خبرگزاری ایسنا.

سرچينې

  • آقابابایی، احسان و مهدی ژیان‌پور، «گلزار شهدا به مثابه مکان-خاطره»، در مطالعات ملی، شماره ۶۷، پاییز ۱۳۹۵ش.
  • ابن حیون مغربی، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، تصحیح آصف فیضی، قم، مؤسسة آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۳۸۵ق.
  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • «بزرگداشت اولین سالگرد شهید امنیت «حامد ضابط» برگزار می‌شود»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۲ شهریور ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • «تحلیلی برتدفین پیکرهای طیبه شهدای گمنام درنقاط خاص کشور»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • «پیکر دو تن از شهدای امنیت استان تهران چهارشنبه تشییع می‌شود»، خبرگزاری دانشجویان ایران (ایسنا)، تاریخ درج مطلب: ۲۸ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • «پیکر شهید امنیت در دهدشت تشییع شد»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۷ مهر ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الاسناد، تهران، نینوا، بی‌تا.
  • ربیعی، علی و امیرحسین تمنایی، «تحلیل گفتمانی وصیت‌نامه شهدای جنگ تحمیلی»، در مطالعات جامع‌شناختی، شماره ۴۴، بهار و تابستان ۱۳۹۳ش.
  • «روایت مشاور فرمانده سپاه کربلای مازندران از خان طومان»، خبرگزاری دانشجویان ایران (ایرنا)، تاریخ درج مطلب: ۲۰ اردیبهشت ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • «شهدای سلامت از امتیازات افراد «در حکم شهید» برخوردار می‌شوند»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۲ مرداد ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • شهید ثانی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، مؤسسة المعارف الاسلامیة، بی‌تا.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الخصال، تصحیح و تحقیق علی اکبر غفاری، قم،‌ جامعه مدرسین حوزه علمیه قم،‌ چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۷ق.
  • طریحی، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، تحقیق احمد حسینی اشکوری، تهران، کتابفروشی مرتضوی، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الشرعیه علی مذهب الامامیه، تصحیح ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهایة الاحکام فی معرفة الاحکام، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۹ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، تحقیق محمدباقر محمودی و عبدالزهرا علوی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • «فلسفه یادبود شهدا در دانشگاه‌ها»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ ششم، ۱۴۱۲ق.
  • کاشف‌الغطاء، علی بن محمدرضا، النور الساطع فی الفقه النافع، نجف، مطبعة الآداب، ۱۳۸۱ق.
  • محمودی، مریم و حسن قربانی، «بررسی صبغه عرفانی مناجات‌های شهدای دفاع مقدس»، در ادبیات پایداری، شماره ۱۵، پاییز و زمستان ۱۳۹۵ش.
  • «مفهوم گمنامی»، پایگاه کمیته جستجوی مفقودین ستاد کل نیروهای مسلح، تاریخ بازدید: ۳۱ شهریور ۱۴۰۰ش.
  • مفید، محمد بن محمد، تصحیح اعتقاد الامامیه، تحقیق و تصحیح حسین درگاهی، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروةالوثقی، قم، مؤسسه احیاء آثار الامام الخویی، بی‌تا.