اوس بن ثابت خزرجي

د wikishia لخوا

اوس بن ثابت خزرجي د اسلام د پېغمبر(ص) انصاري صحابي چې په احد غزا کې شهید شو. د ځینو مفسرانو په وینا، د نساء سورې اوم ایت چې د میراث د یوې مسالې په اړه دی، د هغه له شهادته وروسته د هغه د میراث د تقسیمولو په باره کې نازل شوی دی.

شخصیت پېژندنه

اوس بن ثابت بن منذر، د پېِغمبر(ص) د زمانې د مشهور شاعر -حسان بن ثابت- ورور دی. هغه د خزرج د قبیلې د بني نجار له تپې او د عمرو بن مالک له کورنۍ څخه و. هغه د دوهمې عقبې په بیعت کې موجود و[۱] او مدینې ته د پېغمبر(ص) په هجرت سره د انصارو په لیکه کې راغی.[۲] هغه په مدینه کې په خپل کور کې د عثمان بن عفان کوربه شو.[۳]

د مشهور قول له مخې اوس په احد غزا کې شهید شوی دی.[۴] یو بل روایت هم هغه د بدر، احد او خندق غزاګانو له مجاهدینو بللی او د هغه وفات یې د عثمان بن عفان د خلافت په زمانه کې ګڼلی دی.[۵]

د میراث کیسه

د قرآن مجید مفسرانو د نساء سورې د اوم آیت په تفسیر کې د اوس بن ثابت او د هغه له شهادته وروسته د دغه ایت د نازلېدو خبره کړې ده. په دې اساس د جاهلیت دود دستور دا و چې مېرمن او واړه بچیان له میراثه محرومېدل[۶] او ښځو او لوڼو ته هم د میراث څه برخه نه ورکول کېده.[۷] د اوس له شهادته وروسته، د هغه د تره زامنو د هغه په ټول مال خېټه واچوله.[۸] او د اوس مېرمن چې درې وړې لوڼې یې لرلې، پېغمبر(ص) ته مراجعه وکړه. پېغمبر(ص) د هغه د تره زامنو ته امر وکړ چې په دې مساله کې د وحي تر نازلېدلو پورې، د اوس د میراث له خپلولو ډډه وکړي.[۹] هغوي د پېغمبر په خبره عمل وکړ؛ تر دې چې د نساء سورې اوم ایت نازل شو.[۱۰] [یادداشت۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن هشام، السیرة‌ النبویة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۰۱.
  2. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۰۳.
  3. ابن سعد، الطبقات الکبیر، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۵۵.
  4. ابن عبد البر،‌ الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ص۱۱۷.
  5. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۳۳ق، ص۸۳.
  6. طباطبایی،‌ المیزان، ۱۴۳۰ق، ج۴، ص۲۹۹- ۳۰۱.
  7. طبرسی،‌ مجمع البیان،‌ ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۱۹؛ فیض کاشانی، الصافی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۹۲.
  8. ثعلبی،‌ تفسیر ثعلبی، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۶۰.
  9. ابن جوزی، زاد المسیر، ۱۴۲۳ق، ص۲۵۹.
  10. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۴۲۷ق، ج۶، ص۷۸.

سرچينې

  • ابن اثیر، عزالدین، اسد الغابة فی معرفة‌ الصحابة، بیروت، دار ابن حزم، ۱۴۳۳ق.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، زاد المسیر فی علم التفسیر، بیروت،‌ المکتب الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبیر، قاهره،‌ مکتبة الخانجی، ۱۴۲۱ق.
  • ابن کثیر، الحافظ، البدایة و النهایة، بیروت،‌ مکتبة‌ المعارف، ۱۴۱۰ق.
  • ابن عبد البر ،‌ یوسف بن عبدالله،‌ الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، بیروت،‌ دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن هشام، عبدالملک، السیرة‌ النبویة، بیروت،‌ دارالکتاب العربی، ۱۴۱۰ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، تفسیر الثعلبی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، منشورات جماعة المدرسین، ۱۴۳۰ق.
  • طبرسی،‌ فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن،‌ بیروت، دار المرتضی، ۱۴۲۷ق.
  • فیض کاشانی،‌ محسن، تفسیر الصافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۱۹ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، بیروت، ‌موسسة الرسالة، ۱۴۲۷ق. ‌