بکائین

د wikishia لخوا

بَکّائین‌ یا بَکّائون ‌(ډېر ژړیدونکي) د رسول الله(ص) د اصحابو اوه تنه چې په غزوه تبوک کې د ګډون نه کولو له امله یې ډېر وژړل نو په دې لقب سره مشهور شول. د مفسرینو په اند د سوره توبه د ۹۲ آیت د نزول لامل د دې خلکو ژړا وه.


همدارنګه د يو روايت له مخې حضرت آدم(ع)، حضرت يعقوب(ع)، حضرت يوسف(ع)، حضرت فاطمه(س) او امام زين العابدين(ع) په بکائینو كې شامل دي.

له اصحابو اووه تنه

بکائین په صحابه کرامو کې اوه تنه وو چې د مالي کمښت له امله رسول الله(ص) ته راغلل او د تبوک په جګړه کې یې د ګډون لپاره سپرلې وغوښتې، رسول الله(ص) وفرمایل چې سپرلې نه لري چې دوي  پرې جنګ ته لاړ شي.  هغوي له دې سببه چې په جنګ کې یې ګډون ونه کړی شو سخت خپه شوو او ډېره ژړا یې وکړه. او غوښتل یې چې بېرته ستانه شي نو ځینې اصحابو ورته سپرلي ورکړه او هغوي یې جنګ ته بوتلل.[۱] په سرچینو کې دغه اوو کسان چې نومونه یې بیلا بیل یاد شوي دي[یادونه ۱] په بکائین یاد شوي دي.[۲] په غزوه تبوک په ۹ هجري کې[۳] او په سخته ګرمۍ کې ترسره شوه[۴] او دې ته به یې د صحابه کرامو د تنګلاسۍ له امله "جیش العسرة" په نوم یاده شوې ده[۵] په دې غزوې کې جنګي وسایل او سپرلې د جنګیالو  په غاړه وو.[۶] بکائین د ډیر ژړیدونکو په معنی دي.[سرچینې ته اړتیا لري]


د ځینو مفسرینو په وینا دا آیت «وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنفِقُونَ؛ او پر هغو کسانو هم څه ګناه نشته چې کله تا ته د دې لپاره راغلل چې دوي سپاره کړې[او] تا وویل: «زه داسې څه نه مومم چې تاسو ورباندې سپاره کړم،» دوی بیرته وګرځیدل او له سترګو یې اوښکې وریدې. ځکه چې [ولې] دوی هیڅ ونه موندل، د [د جهاد په لاره کې] یې جرچ کړي»[۷] د دې خلکو په اړه نازل شوی[۸] که څه هم د ياد شوي آيت د شان نزول په اړه نور احتمالات هم شته.[۹]

پنځه نور کسان

له امام صادق(ع) څخه په يو روايت کې راغلي چې بکائین پنځه کسان دي: حضرت آدم(ع) له جنت څخه د ويستلو له امله، يعقوب د خپل زوى يوسف په جلاوالي کې، يوسف د خپل پلار يعقوب په جلاوالي کې، فاطمه(ع) د خپل پلار حضرت محمد(ص) او امام زین العابدین(ع) به د عاشورا د پیښو په غم کې ډیر ژړل.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹۳-۹۹۴.
  2. مثال په توګه وګورئ: صالحی شامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۴۳۸؛ ابن هشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۵۱۸؛ ابن حبیب بغدادی، المحبر، دار الآفاق الجدیده، ص۲۸۱؛ واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹۳-۹۹۴.
  3. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۶۸.
  4. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹۰.
  5. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۶۸.
  6. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹۰.
  7. سوره توبه، آیه۹۲.
  8. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۸، ص۲۲۸؛ طوسی‌، التبیان‌، دار احیاء التراث العربی، ج۵، ص۲۸۰؛ طبرسی‌، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۹۱؛ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۲۶۲.
  9. وګورئ: طوسی‌، التبیان‌، دار احیاء التراث العربی، ج۵، ص۲۸۰.
  10. صدوق، الامالی ۱۳۷۶ش، ص۱۴۰-۱۴۱.

سرچينې

  • ابن حبیب بغدادی، محمد بن حبیب، المحبر، تحقیق ایلزه لیختن شتیتر، بیروت، دار الآفاق الجدیده، بیتا.
  • ابن‌ هشام‌، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم ابیاری و عبد الحفیظ شبلی، بیروت، دار المعرفه، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق محمد حمیدالله، مصر، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • صالحی شامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۴ق.۱۹۹۳م.
  • صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷ش.
  • طوسى‌، محمد بن حسن، التبيان‌ فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبيب‌ قصير عاملى‌، بيروت‌، داراحياء التراث‌ العربى‌، بی‌تا.
  • قرطبی، محمد بن محمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • واحدی، علی بن محمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق کمال بسیونی زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، حقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۹۸۹م/۱۴۰۹ق.