توابین

د wikishia لخوا
دا لیکنه د امام حسین د وینو پور غوښتونکو شیعو د یوې ډلې په اړه ده. د دوي د کړنو لپاره، د توابینو پاڅون وګورئ.

تَوّابین (یعنی توبه کونکي) د کوفې د خلکو یوه ډله وه چې په ۶۵ هجري قمري کال کښې د سلیمان بن صُرَد خُزاعی په مشرۍ کې د امام حسین(ع) د وینو د پور غوښتلو لپاره د اموي حکومت په خلاف راپاڅیدل او زیاتره یې په عینُ الوَرده کې د ابن زیاد له لښکرو سره په جنګ کښې شهیدان شول.[۱] په دوي کې ځینو امام حسین(ع) ته په یو لیک لیکلي وو چې کوفې ته راشي او دوي به له هغه سره مرسته وکړي؛ خو دوي د کربلا په پېښه کې له امام سره مرسته ونه کړه. د کربلا له پېښې وروسته دوي په خپلو کړو پښیمانه شول او د امام حسین د وینې د پور غوښتلو لپاره یې د اموي حکومت پر ضد پاڅون وکړ او د توابینو په نوم مشهور شول.[۲] د کربلا له پیښې وروسته دا لومړنۍ پاڅون و.[۳]

د توابينو شمېر څلور زره تنه ګڼل شوى دى.[۴] سلیمان بن صرد، رِفاعة بن شَدّاد بَجَلي، مُسَیّب بن نَجبه، عبد الله بن سعد اَزْدي او عبد الله بن وال تیمي د توابين له مشرانو څخه وو، له رفاعه پرته څلور نور کسان په دې پاڅون کې شهيدان شول.[۵]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات الکبیر، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۱۴۸.
  2. ابن‌سعد، الطبقات الکبیر، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۱۹۷.
  3. سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ۱۴۲۸ق، ج۷، ص۲۴۶.
  4. ابن‌سعد، الطبقات الکبیر، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۱۹۷.
  5. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۳۹۵.

سرچيڼې

  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبیر، علی محمد عمر، مکتبة الخانجی، قاهره، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۴م.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۲۸ق.

بهرنۍ لینکونه