جهر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

جَهْر د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په لومړيو دوو رکعتونو کې د حمد او سورت تلاوت په لوړ اواز سره ذکر کول د مشهور قول له مخې د نارينه عبادت کوونکو لپاره واجب دي. جهر د بحث حکمونه د لمانځه، حج او ديې په فصلونو کې راغلي دي. د فقهاوو يوې ډلې د جهر معيار د اواز څرګندیدل ګڼي او دا خبره یې عرف ته پریښې ده چې کوم څه جهر دي. فقهاء د آیات په لمانځه کې، د جمعې، اختر، د باران په لمانځونو کې او په قنوت او تلبیه کې د نارینه و لپاره په جهر سره کول مستحب ګڼي. د مشهورو فقهاوو په نظر د لمانځه په نورو ذکرونو کې جهر د مقتدي لپاره مکروه دی. البته په تسبیحات اربعه کې اخفات (ټیټ اواز سره ویل) واجب دي.

هغه څوک چې بل چا ته يې تاوان رسولی وي چې له امله يې د خپل غږ جوهر نه شي څرګندولی، بايد پوره دیه ورکړي.

مفهوم پیژندنه او موقعیت

جهر د اخفات په مقابله دی یعنی د اواز اوچتول او ښکاره کول.[1] ځینې فقهاو د جهر معیار دا ګڼي چې د غږ جوهر څرګند شي.[2] او د دې تشخیص یې عرف ته پریښی دی.[3] د فقهای په وینا، د جهر غږ نباید د نورمال کچې څخه ډیر لوړ شي او د چیغې په څیر غږ وکړی.[4] د دې موضوع په هکله د لمانځه، حج او دیې په برخو کې بحث شوی دی.[5] د جهر اصطلاح په علم تجوید کې په دې معنا ده چې ساه بنده کړي او په یوځل کې ازاده کړي، چې د ځینې توریو د تلفظ په وخت کې په کار راځي.[6] د عربی ژبې له 28 تورو څخه 18 هغه توري دي چې دا صفت لري او ورته «حروف مجهوره» (د مهموسه حروفو په مقابل کې، کوم چې نورو تورو ته اشاره کوي).[7]

د جهر حکمونه

د شیعو فقیهانو د جهر د واجبیدو، مستحبیدو، جایزیدو او مکروه کیدو ځایونه بیان کړي دي چې په دې ډول دي:

د واجبیدو ځایونه

د مشهور قول له مخې د سهار په لمانځه او د ماښام او ماسخوتن په لومړيو دوو رکعتونو کې د حمد او سورت تلاوت په لوړ اواز سره ذکر کول د مشهور قول له مخې د نارينه عبادت کوونکو لپاره واجب دي.[8] ویل شوي دي چې په دې باندې اجماع ده چې بسم الله د سهار، ماښام، ماڅښوتن او جمعې په لمانځه کې په لوړ اواز ویل مستحب دي.[۹] د فقهاوو له نظره که په قصد سره لمونځ کوونکی د ورو او لوړ آواز د قرائت د واجباتو خیال ونه ساتي نو لمونځ يې باطل دی او که د هېرېدو يا نه پوهېدو له امله وي نو صحيح دی.[۱۰]

هغه څوک چې بل چا ته يې تاوان رسولی وي چې له امله يې د خپل غږ جوهر نه شي څرګندولی، بايد پوره دیه ورکړي.[11]

د مستحب او جایز جهر ځایونه

په لاندې ځایونو کې د فقیهانو له نظره جهر مستحب دی:

  1. د آیات لمونځ [۱۲]
  2. د جمعې لمونځ[۱۳]
  3. د سړو لپاره حمد او سوره د جمعې د ماسپښین په لمانځه کې.[۱۴]
  4. د اخترونو لمونځونه (عید فطر او قربان)[۱۵]
  5. د باران لمونځ[۱۶]
  6. د شواروز مستحبي لمونځونه.[۱۷]
  7. د قنوت ذکر د مشهور قول له مخې.[۱۸]
  8. بسم الله، کله چې قرآئت په ټیټ اواز ویل واجب وي حتی که د تسبیحات اربعه ځای هم حمد وايې بیا هم بسم الله په لوړ اواز ویل مستحب دي.[19]
  9. په امام باندې د جنازې د لمانځه د تکبیرونو ویل.[20]
  10. په امام جماعت باندې د تکبیرة الاحرام ویل[21]
  11. د سړو لپاره تلبیه[22]

همدارنګ جهر په لاندې ځایونو کې جایز ګڼلی شوی دی او لمونځ کوونکی هغه تیز یا ورو اواز سره ویلی شي:

  • د سهار، ماښام او ماڅښوتن د لمانځه حمد او سوره، د ښځې لپاره، که چرې نامحرم د هغې اواز نه اوري.[23]
  • له حمد، سورې او تسبیحات اربعه پرته د لمانځه نور ذکرونه.[24]
  • د طواف لمونځ.[25]

اړونده لیکنې

مکروه جهر

مشهور فقها د مقتدیانو لپاره حمد او سوره او تسبیحات اربعه په جهر سره ویل مکروه ګڼي.[۲۶] په تسبیحات اربعه کې اخفات (په ورو اواز ویل) واجب دي.[۲۷]

فوټ نوټ

سرچينې