اخفات

د wikishia لخوا

اِخفات، ورو ورو د لمانځه ذکرونو لوستل دي. ځینې د لمانځه ذکرونه، لکه اربعه تسبیحات، او د غرمه او مازیګر لمونځونو حمد او سوري باید چې ورو ورو لوستل شي. اخفات په ورځنۍ نافلي لمونځونو، مستحب(غورنۍ) او په ځینی ځایونو لکه د آیات لمونځ کې جواز لري.

مفهوم پیژنه

اخفات(چوپتیا) د جهر(پور) په وړاندې د ورو لوستلو معنی لري.[۱] په فقهي کتابونو کې، دا کلمه د لمانځه د قرائت په موضوع کې بحث کیږي.[۲] ډیری فقیهانو د اخفات ملاک ته د غږ جوهر په ګوته نښول ګني [۳] او د دې تشخیص د عرف(ودیز) پر غاره وي.[۴]

د اخفات اړتیا(وجوب) ځایونه

په لاندې ځایونوکې، دا اړینه(واجب) ده چې ورو ورو لمونځ ولولئ:

  1. حمد او سوره د غرمه او مازیګر لمونځونو، پرته د جمعې ورځ د غرمه لمونځو.[۵]
  2. په غرمه، مازیګر، ماښام، او خفتن لمونځونو کې اربعه تسبیحات[۶]
  3. د جماعت په لمانځه کې د ماءموم ذکر او قرائت کول.[۷]
  4. د میرمنې لمانځه که نامحرم د هغه غږ واوري او له فساد څخه ویره وي.[۸]
  5. د احتیاط په لمانځه کې د حمد سوری.[۹]

د ډیری تقلیدو مراجعو په فتوا؛ په قصدي ډول د لمانځه د اخفات مراعات نه کول د بطلان لامل کیږی. البته که چیرې د هیر کول یا ناپوهې لاملونو اخفات مراعات نشی، لمونځ باطل نه دی.[۱۰]

د اخفات مستحب او جایز ځایونه

په لاندې ځایونوکې اخفات مستحب(غورنۍ)ګنل کیږي:

  1. په مستحبي لمونځونو چې په ورځ لوستل کیږي.[۱۱]
  2. د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ذکر، د حمد سوری مخکي لوستل [۱۲]

همداسې په لاندې ځایونو کې اخفات جایز دی، او لمونځ کونکۍ کولۍ شي دوی په ورو یا لوړ غږ ولولي:

  1. حمد او سوره په سهار، ماښام او خفتن لمونځونو کې ، د ښځې لپاره، که غیر محرم دهغی غږ نه اوري. [۱۳]
  2. د لمانځه ذکرونه، پرته له حمد او سوره او د اربعه تسبیحات[۱۴]
  3. د طواف او آیات لمونځونو.[۱۵]

د جهر او اخفات حکمت

د "علل‌الشرائع" په کتاب کې د یو حدیث پر بنسټ د جهر او اخفات علت په اړه ویل شوي دی سهار، ماښام او خفتن لمونځونو چې په تیاره کې به لوستل شي، نو دوی په لوړ غږ لمونځ وکړه ترڅو نور پوه شي چې لمانځه ترسره شوې، مګر د غرمه او ماسپښین لمونځونو کې، ځکه چې د ورځې په جریان کې لوستل شي او لمونځ کول دلیدو وړده، اړتیا نه و چی جهر و لوستل شي.[۱۶] دا دودونه وروسته هم دوام درلود کله چې جوماتونه په ړنا تجهیز شو.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ذیل واژه.
  2. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱۳.
  3. د مثال په توګه وګورۍ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۳۷۶؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۶۵۰، م۲۶؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج‌۱، ص۱۶۶، م۱۱.
  4. خویی، موسوعة الإمام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ج‌۱۴، ص۴۰۲؛ «جهر و اخفات در نماز»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله سیستانی.
  5. نجفی، مجمع الرسائل (محشّٰی صاحب جواهر)، ۱۴۱۵ق، ص۲۵۳، م۷۷۹؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۹، م۹۹۲؛ گلپایگانی، مجمع المسائل ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۱۷۱، س۱۸۰.
  6. عاملی، جامع عباسی، ۱۴۲۹ق، ص۱۴۲؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۶، م۱۰۰۳.
  7. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۷۹۰، م۲۲.
  8. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج‌۱، ص۱۳۰؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۹، م۹۹۴.
  9. نجفی، مجمع الرسائل (محشّٰی صاحب جواهر)، ۱۴۱۵ق، ص۳۲۸، م۱۰۲۲؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۶۰، م۱۲۱۶.
  10. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۰، م۹۹۵.
  11. گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج‌۴، ص۱۱۶، ص۳۲۶.
  12. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۶۶۱؛ امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۵۹.
  13. امام خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۵۴۹، م۹۹۴.
  14. «مخیر بودن نسبت به جهر و اخفات سایر اذکار نماز ظهر و عصر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی.
  15. فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ج‌۱، ص۱۳۰؛ گلپایگانی، مجمع المسائل ۱۴۰۹ق، ج‌۱، ص۲۵۳.
  16. شیخ صدوق، علل الشرایع، المکتبة الحیدریة، ص۲۶۳.
  17. «فلسفه جهر و اخفات نمازها»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.

سرچینې

  • امام خمینی، سید روح‌اللّٰه، تحریر الوسیلة، قم، دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، توضیح المسائل (محشی)، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۲۴ق.
  • «جهر و اخفات در نماز»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله سیستانی، مشاهده مطلب ۱۱ مرداد ۱۴۰۰ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئی، قم، مؤسسة إحیاء آثار الإمام الخوئی(ره)، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه، تهران، مؤسسه لغت‌نامه دهخدا، چاپ دوم، ۱۳۷۷ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، نجف، المکتبة الحیدریة، بی‌تا.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • عاملی، بهاءالدین، و ساوجی، نظام بن حسین، جامع عباسی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبداللّٰه، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • «فلسفه جهر و اخفات نمازها»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی، مشاهده ۱۵ آبان ۱۴۰۱ش.
  • گلپایگانی، سید محمدرضا، مجمع المسائل،‌ قم، دار القرآن الکریم، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • «مخیر بودن نسبت به جهر و اخفات سایر اذکار نماز ظهر و عصر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت‌الله مکارم شیرازی، مشاهده مطلب ۱۱ مرداد ۱۴۰۰ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام،‌ بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • نجفی، محمدحسن، مجمع الرسائل، مشهد، مؤسسه صاحب‌الزمان(عج)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت، ۱۴۲۶ق.