حارثة بن نعمان

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حارثة بن نُعمان (وفات ۵۰ق) د پېغمبر (ص)او امام علي(ع) له اصحابو دی. هغه په بدر، احد، حنین او د امام علي د حکومت په جنګونو کې ګډون درلود، حارثه خپل کور د خدای رسول (ص) ته ډالۍ کړ چې له مېرمنو سره یې هلته ووسیږي. همدارزا د امام علي (ع) او فاطمې (س) د اوسېدو لپاره یې یو کور د خدای رسول (ص) ته ډالۍ کړ. هغعه جبراییل د دحیه کلبي په شکل لیدلی او هغه ته یې سلام کړی و.

هغه روایتونه چې د حارثه له لارې له پېغمبر (ص) څخه په حدیثي سرچینو کې راغلي دي

مقام

پېغمبر (ص):

ما د خوب په عالم کې په جنت کې یو قرائت واورېد؛ ومې ویل: دا سړی څوک دی؟ وویل شول هغه حارثه بن نعمان دی؛ «داسې دي ستاسو نیک کسان» [۱]

حارثه بن نعمان د خدای د رسول (ص) او امام علي (ع) له اصحابو و.[۲] هغه همداراز په بدر،[۳] اُحُد، حُنَین او نورو جنګونو کې برخه واخسته.[۴] د شیخ طوسي په وینا، هغه د امام علي (ع) د حکومت د زمانې په جنګونو کې هم برخه لرله.[۵]

حارثه داسې صحابي ګڼل کیږي چې په حنین جنګ کې د مشرکانو ناڅاپي برید له امله د یو شمېر مسلمانانو له تښتېدو وروسته، د پېغمبر په څنګ کې پاتې شو او د هغه دفاع یې وکړه.[۶]

روایي مقام

حارثه د حدیث له راویانو و [۷] چې ویل شوي روایتونه یې په روایي، رجالي او تاریخي جوامعو لکه مُسند احمد بن حنبل، کتاب المَغازی، المؤتلف و المُختَلف کې راغلي دي.[۸] د عبدالله بن عباس، عبدالله بن عامر بن ربیعه او ثعلبة بن ابی‌مالک په شان راویانو د هغه له لارې له پېغمبر (ص) څخه روایتونه نقل کړې دي.[۹]

د جبراییل لیدل

د صحابه و د ژوند لیکنو په سرچینو کې حارثه یو فاضل صحابي یاد شوی دی.[۱۰] د شیخ طوسي په وینا، هغه دوه ځله جبراییل د دحیه کلبي په شکل لیدلی او هغه ته یې سلام کړی دی.[۱۱] همداراز ابن عبدالبر په الاستیعاب کتاب کې راوړي چې حارثه له مور سره د مرستې او درناوي په وجه په نیکه مشهور وه.[۱۲]

پېغمبر ته یې د کورونو بخښل

حارثه لومړی کس ګڼل کیږي چې په مدینه کې یې خپل کورونه پېغمبر ته ډالۍ کړل.[۱۳] د دریمې قمري پېړۍ د تاریخ لیکونکي ابن سعد په راپور د حارثه حجرې (خونې) د خدای د رسول (ص) خونو ته نزدې وې.[۱۴] کله به چې هم پېغمبر بل واده کاوه حارثه به له خونې وته او لرې خونې ته به تله او په دې ډول یې خپل ټول کورونه پېغمبر (ص) ته ورکړل چې له مېرمنو سره یې هلته ووسیږي.[۱۵] منجمله د ماریه بي بي [۱۶] کور او هغه کور چې پېغمبر پکې صفیه بي بي استوګنه کړه او بي بي عایشه او انصارې مېرمنې به هغه کور ته تلې راتلې.[۱۷] پېغمبر (ص) ځان او مهاجرینو ته د کورونو د بخښلو په وجه حارثه ته دعا کړې ده.[۱۸]

د حضرت علي او فاطمه د استوګنې لپاره د کور ډالۍ کول

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) کور

اهل سنت تاریخ لیکونکی (وفات ۲۳۰ق) په الطبقات الکبری کې له امام باقر (ع) نقل کړي چې امام علي (ع) له فاطمه (س) سره له واده وروسته یو کور چې د پېغمبر (ص) له کوره لږ شان لرې و تیار کړی و. پېغمبر (ص) وویل غواړم لور مې زما کور ته نزدې په یو کور کې استوګنه شي. فاطمه (س) له پېغمبر (ص) وغوښتل چې له حارثه سره خبرې وکړي چې دهغه په کور کې استوګن شي.[۱۹] پېغمبر (ص) وفرمایل: شرمیږم چې حارثه ته دا خبره وکړم ځکه چې هغه مخکې هم ماته څه کورونه راکړې دي او په خپل له دې کوره هغه کور ته منتقل شوی دی.[۲۰] حارثه له دې خبرې خبر شو او خپل کور یې پېغمبر (ص) ته ډالۍ کړ.[۲۱] د ځینو شیعه سرچینو د نقل له مخې، علي او فاطمه، له واده وروسته په هغه کور کې چې حارثه ډالۍ کړی و استوګن شو.[۲۲]

اهل سنت تاریخ لیکونکي اِبن‌شَبَّه (وفات: ۲۶۲ق) راوړي چې د حارثه کور د ابو ایوب انصاري د کور په خوا کې او د امام صادق (ع) ملکیت شو او د هغه حضرت د اوسېدو کور شو.[۲۳] دغه کار د ۱۳۶۵ کال د پراختیا په طرحه کې وران شو.[۲۴]

نسب او وفات

حارث نعمان بن نفع یا نقع[۲۵] انصاری خزرجی[۲۶] او جَعْدة بنت عبید بن ثعلبة زوی دی.[۲۷] کنیت یې اباعبدالله[۲۸] او له بنِ نجار له طایفي او په مدینه [۲۹] کې استوګن و.[۳۱] ویل شوي چې په ابوالرجال مشهور محمد بن عبدالرحمن بن عبدالله بن حارثه د هغه له لمسیو دی.[۳۲]

اهل سنت رجال لیکونکي ابن‌حِبّان (وفات: ۳۵۴ق)، د یو روایت په اساس ویلي چې حارثه په بدرغزا کې شهید شوی دی؛[۳۳] خو ځینو کسانو د پېغمبر (ص) د زمانې په جنګونو کې د حارثه د شتون په دلیل د ابن حبان نظر رد کړی دی.[۳۴] د تاریخ لیکونکي ابن سعد (وفات:۲۳۰ق) په وینا، تاریخ لیکونکو په دې بیان سره چې حارثه د معاویه د خلافت په زمانه کې وفات شو بسته کړې ده.[۳۵] البته ذهبي (وفات ۷۴۸ق) د هغه د وفات کال ۵۰ ق ګڼلی دی.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱،ص۳۰۷.

سرچينې