د حضرت فاطمه(س) کور

د wikishia لخوا
مسجد النبي ته د ننوتلو دروازه چې د پیغمبر(ص) قبر او د فاطمې(س) کور موقعیت لري.

د حضرت فاطمې(س) کور مسجد النبي سره لګیدلی کور دی چې د حضرت علی(ع) او حضرت فاطمه(س) د استوګنې ځای وو. هغه فضیلت چې د فاطمې د کور لپاره یاد شوی دی دا دی چې خدای د سَدُّالاَبواب په پیښه کې حکم وکړ چې له جومات سره لګیدلی د ټولو کورونو دروازې دې بندې شي او یوازې د دې کور دروازې دې جومات ته خلاصه پاتی شي.

د امام صادق(ع) په یوه حدیث کې راغلي چې په دې کور کې لمونځ کول د پیغمبر په زیارت کې د لمانځه په پرتله ډیر فضیلت لري. دا کور د اموي واکمنۍ پر مهال د مسجد النبي د پراختيا په موخه ويجاړ شو او د هغه حجرې تر څنګ دی چې رسول الله(ص) پکې ښخ شوى دی، دا په یوه ضریح کې موقعیت لري. زیاتره شیعه عالمان په دې باور دي چې د حضرت فاطمې قبر د هغې په کور کې دی.

د سقیفې له پېښې وروسته امام علي(ع) له خپلو څو ملګرو سره د فاطمې په کور کې کښیناستل او پرلتۍ ووهله چې د ابوبکر له بیعته ډډه وکړي. د ابوبکر ځینې پیروان د بیعت اخستلو لپاره په هغه کور یرغل وکړ. په دغه یرغل کې فاطمه بی بی ټپي شوه چې د شیعو د باور له مخې همدا د هغې د شهادت لامل شو. ځینې ​​په دې باور دي چې پر هغه کور برید نه دی شوی چې نبوي جومات سره لګیدلی و، بلکې په هغه کور برید شوی و چې کوم د بقیع هدیرې ته څېرمه و.

د مسلمانانو په منځ کې د فاطمې د کور حیثیت او د هغه فضیلت

د فاطمې کور په مدينه کې د فاطمې استوګنځي ته اشاره کوي چې د هغې په اړه په شيعه او سني روايتونو او تاريخي منابعو کې فضیلتونه[۱] او د په هغه باندې د بريد پېښه په کې راغلې ده.[۲] همدارنګه ځينې شيعه عالمان دا د فاطمې د ښخولو ځاى هم ګڼي.[۳]

د فاطمې بی بی کور د هغې د اولادونو د زوکړې ځای و[۴] او د یو روایت له مخې د امام سجاد(ع) د زوکړې ځای هم و.[۵] په الکافی کتاب کښې د ذکر شوی روایت له مخې امام صادق(ع) فرمايي چې د فاطمې(س) په کور کښې لمونځ کول د پیغمبر په روضه کښې له لمانځه څخه غوره دی.[۶] همدارنګ امام جواد(ع) په هره ورځ د فاطمې(س) په کور کې لمونځ ادا کاوه.[۷]

د ایران په ځینو ښارونو کې د بی بی فاطمې د شهادت په ورځو کې د بني هاشم د محلې او د حضرت فاطمه سلام الله علیها د کور نندارتونونه او عکسونه جوړیږي او عام خلک یې نندارې ته ورځي.[۸]

د فاطمه(س) د کور بدلولو لپاره له پیغمبر غوښتنه

د درېیم هجري قمري کال مورخ ابن سعد له امام باقر(ع) څخه روایت کوي چې امام علي(ع) له فاطمې(ع) سره له واده وروسته یو کور جوړ کړ چې د پیغمبر له کور څخه لږ لرې و. پېغمبر(ص) ورته وفرمایل چې هغه غواړي لور یې د هغه کور ته نږدې ژوند وکړي. فاطمه(س) له رسول الله(ص) څخه وغوښتل چې له حارثه بن نُعمان سره خبرې وکړي، ترڅو هغوي د هغه په کور کې ژوند وکړي،[۹] حارثه خپل يو څو کورونه رسول الله(ص) ته ورکړي وو چې هغه حضرت په کې خپلو مېرمنو سره واوسېږي.[۱۰] له دې سببه رسول الله(ص) وفرمایل چې د دې خبرې په کولو شرمیږي. حارثه په دې خبرې پوه شو، خپل کور يې پېغمبر ته دالۍ کړ او ويې ويل، چې د پېغمبر له خوا د ده د مال قبلول تر نه قبلولو ورته ډېر خوښ دي.[۱۱]

د ځینو شیعه سرچینو په وینا، پیغمبر(ص) له امام علي(ع) څخه وغوښتل چې د واده وروسته یو کور چمتو کړي چې هلته ولاړ شي. علي(ع) وفرمايل چې د حارثه بن نعمان له کور پرته د رسول الله(ص) کور ته نږدې بل کور نشته. رسول الله(ص) وفرمایل چې حارثه هغه ته خپل یو څو کورونه ورکړي دي او هغه ترې د نورو په غوښتلو شرمیږي. حارثه له دې خبرې خبر شو، رسول الله ته راغی او خپل کور یې ورته وبخښه. په دې طریقې علي(ع) او فاطمه(س) د حارثه کور ته لاړل.[۱۲]

یوازینی کور چې جومات ته یې ور خلاصیږي

اصلي مقاله: سد الابواب

د حضرت فاطمې کور د مسجد نبوي په ختيځ کې او د رسول الله(ص) د حجرو په منځ کې و.[۱۳] دغه کور دوه دروازې درلودې: يوه دروازه يې جومات ته خلاصیده او بله يې له جوماته بهر ته.[۱۴] د سَدُّ الاَبواب په پیښه کې پیغمبر(ص) د الله(ج) په حکم امر وکړ چې د مسجد نبوي په لور د ټولو کورونو دروازې دې وتړل شي، پرته له دې کور د دروازې.[۱۵] سَدُّ الاَبواب د علي(ع) لپاره ځانګړې فضيلت ګڼل کېږي.[۱۶]

په مسجد النبي کې د حضرت فاطمه(س) د کور موقعیت

د فاطمې(س) کور د پېغمبر اکرم د کور (د عائشې کوټې) شاته و.[۱۷] د دغو دوو کورونو تر منځ يو سورې و[۱۸] چې پېغمبر اکرم د هغې سورې له لارې د خپلې لور د حال پوښتنه کوله.[۱۹] یوه شپه د پېغمبر اکرم(ص) د مېرمنې عایشې او حضرت فاطمې تر منځ شخړه وشوه، چې د فاطمې(س) د خپګان سبب شوه، او د فاطمې په غوښتنه رسول الله(ص) هغه سورې وتړه.[۲۰]

د فاطمې په کور برید

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل پېښه

د شيعه او سني منابعو له مخې د پېغمبراکرم(ص) له وفاته او د سقيفې له پېښې وروسته يو شمېر اصحابو د فاطمې په کور برید وکړ، تر څو له امام علي(ع) او نورو هغو کسانو چې د ابوبکر له بيعته یې ډډه کړې ده او په خپل کور کښې ناست دي او پرلتۍ ووهله، بیعت واخلي.[۲۱] د شیعو د سرچینو له مخې په دې پیښه کې یې د کور دروازې ته اور واچوه،[۲۲] همدارنګ د هغه ګوزارونو له سببه چې بی بی فاطمه خوړلي وو د هغه یې ماشوم (محسن) سقط شو[۲۳] او فاطمه لږه موده پس شهیده شوه.[۲۴]

یرغل په کوم کور شوی؟

ځینې څېړاندې په دې باور دي چې برید په هغه کور نه دی شوی چی جومات ته نژدې ده بلکې په کور چې برید شوی و هغه له جوماته لری و.[۲۵] د محمد صادق نجمي (وفات: 1390) په تاریخ حرم آئمه بقیع کتاب کې په وینا ځینې تاریخي راپورونه دا نظریه تاییدوي. له هغو ځینې یو دا روایت چې وايي: کله یې چې علي(ع) د ابوبکر سره د بیعت لپاره جومات ته بوتله نو خلکو د مدینې په کوڅو کې هغه لیده.[۲۶] دا راپور د احمد بن عبدالعزیز جوهري بصري (متوفی: ۳۲۳ هـ ق) په کتاب السقیفه او فدک کې راغلی دی.[۲۷] همدارنګ ویل کیږي چې دا کور د مسجد النبی په ختیځ لوري کې د بقیع تر شا او د ابو ایوب انصاري د کور څنګ ته و چې په کې یو انګړ، ګودام، څو کوټې او د لرګیو یوه لویه دروازه وه.[۲۸]

سمهودي (وفات ۹۱۱ هـ ق) چې د اهل سنتو د مدینه په اړه ماهر عالم دی، هم د امام علي(ع) بل کور د بقیع هدیرې ته څېرمه یاد کړی دی.[۲۹] د طبقات الکبري کتاب له تاریخي منابعو څخه دی چې په دریمه پیړۍ کې لیکل شوی دی دې کتاب هم بقيع ته نژدې د امام علي(ع) یو کور یاد کړی دی.[۳۰] البته ځينو کسانو دا کور هماغه کور ګڼي چې حارثه بن نعمان فاطمې ته د اوسېدو لپاره ډالۍ کړی و.[۳۱]

خو د جعفر مرتضی عاملی(وفات: ۱۴۴۱هـ ق) شیعه تاریخ څیړاندي په وینا، برید په هغه کور شوی، چې په اړه یې د سد الابواب پېښه د هغې په اړه نقل شوې ده.[۳۲]

ایا فاطمه په خپل کور کې ښخه شوې وه؟

اصلي مقاله: د حضرت فاطمه(س) د دفن ځای

د شيعه علماوو له نظره د فاطمې د قبر د ځاى مشخص کول ناشوني دي.[۳۳] خو بیا هم شیعه عالمانو د ښخولو د ځای په هکله ځینې احتمالات ورکړي دي. په الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء کتاب کې د اسماعیل انصاري زنجاني له قوله راغلي، زیاتره شیعه علماوو دا احتمال ورکړی دی چې فاطمه په خپل کور کې ښخه شوې ده.[۳۴] همدارنګ آیت الله مکارم شیرازی دا عبارت: «النَّازِلَةِ فِي جِوَارِكَ؛ ستا په ګاونډ کې نازله شوې یعنی خاورو ته سپارلی شوې» چې د فاطمې(س) د ښخولو په وخت کې د امام علی(ع) په وینا کې راغلی دی، د هغو کسانو د نظریې تایید ګڼي چې وايي فاطمه په خپل کور کې دفن شوې ده.[۳۵]

د مسجد النبي په پراختیا کې د رسول الله(ص) په ضریح کې د کور راتلل

د فاطمې کور د عبد الملک بن مروان (پاچاهي: ۶۵-۸۶هـ ق)[۳۶] یا ولید بن عبدالملک (پاچاهي: ۸۶-۹۶هـ ق) [۳۷] ​​په واکمنۍ کې د جومات د پراختیا په موخه وران شو. دا کوټه سره د هغه کوټې چې پیغمبر(ص) په کې دفن دی په یو ضریح کې راغلې.[۳۸] دا ضریح په ۱۳۹۷ کال کې د چچن د ولس مشر د کتلو لپاره خلاصه شوه.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. بېلګه په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‏۱، ص۴۹۳، ج۴، ص۵۵۶.
  2. مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۱۴۶.
  3. شیخ صدوق، من لا يحضره الفقيه‏، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۷۲.
  4. طبسی، «گزارشی از خانه زهرا علیها السلام»، سایت حوزه.
  5. طبری آملی، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۱.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۵۶.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‏۱، ص۴۹۳.
  8. «روایتی از «کوچه‌های مادری»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  9. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‏۸، ص۱۳۲.
  10. عاملی، الصحیح من سیرة الإمام علی(ع)، ۲۰۰۹م، ج۳، ص۱۳۲-۱۳۳.
  11. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج‏۸، ص۱۳۲.
  12. طبرسی، إعلام الوری بأعلام الهدی، ۱۳۹۰ق، ص۷۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۹، ص۱۱۳.
  13. طبسی، «گزارشی از خانه زهرا علیها السلام»، سایت حوزه.
  14. قائدان، درسنامه اماکن مذهبی مکه مکرمه و مدینه، ۱۳۹۰ش، ص۱۷۷.
  15. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۴۲.
  16. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، ج۳، ص۱۲۵.
  17. قائدان، درسنامه اماکن مذهبی مکه مکرمه و مدینه، ۱۳۹۰ش، ص۱۷۷.
  18. الصغیر، الامام علی علیه السلام سیرته وقیادته فی ضوء المنهج التحلیلی، ۲۰۰۲م. ج۱، ص۳۱.
  19. سمهودی، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۵۷.
  20. صبری باشا، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ۲۰۰۴م، ج۳، ص۲۶۲.
  21. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‏۳، ص۲۰۲.
  22. سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۰.
  23. مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۴۶.
  24. طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
  25. موسوی، «پاسخ به شبهات تاریخی آتش زدن خانه وحی در آیینه‌ی تاریخ و روایات فریقین»، ص ۱۴۰- ۱۴۱.
  26. نجمی، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، ۱۳۸۶ش، ص۱۶۳-۱۶۶.
  27. جوهری بصری، السقیفة و فدک، تهران، ص۷۲.
  28. الله‌اکبری، «خانه حضرت فاطمه(س) کجا بوده است؟»، شیعه‌نیوز
  29. سمهودی، وفاء الوفاء، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۵۹.
  30. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۴۰.
  31. وګورئ: قزوینی، فاطمة الزهراء(ع) من المهد الی اللحد، ۲۰۰۶م، ج۱، ص۱۵۷.
  32. عاملی، مأساة الزهراء(ع)، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۷۷.
  33. عاملی، مأساة الزهرا(ع)، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۵۲ و ۲۵۳.
  34. انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء، ۱۴۲۸ق، ج۱۶، ص۱۱۳.
  35. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۲.
  36. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۱۱.
  37. سمهودی، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۸۹.
  38. جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۷ش، ص ۲۹۵.
  39. «تصاویری از گشودن درب خانه حضرت زهرا (س) برای اولین بار»، خبرگزاری مهر.

سرچينې

  • تصاویری از گشودن درب خانه حضرت زهرا (س) برای اولین بار خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱بهمن ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید:۲۱ مرداد ۱۴۰۲ش..
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی‏، المنتظم، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود، علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق محمدعبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب علیهم السلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • الصغیر، محمدحسین، الامام علی علیه السلام سیرته و قیادته فی ضوء المنهج التحلیلی، بی‌جا، مؤسسة العارف، ۲۰۰۲م.
  • انصاری زنجانی خوئینی، اسماعیل، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء سلام الله علیها، قم، دلیل ما، ۱۴۲۸ق/۱۳۸۶ش.
  • جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
  • جوهری بصری، احمد بن عبد العزیز، السقیفة و فدک، تحقیق و تصحیح محمدهادی امینی، تهران، مکتبة نینوی الحدیثة، بی‌تا.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، دارالمعرفه، بیروت، بی‌تا.
  • سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، قم، الهادی، ۱۴۲۰ق.
  • سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۲۰۰۶م،
  • صبری باشا، ایوب، موسوعة مرآة الحرمین الشریفین و جزیرة العرب، ترجمه ماجده معروف، قاهره، دارالآفاق العربیة، ٢٠٠٤م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبری امامی، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الإمامة، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، مؤسّسةالاعلمی، بیروت، چهارم، ۱۴۰۳ق.
  • طبسی، محمدجواد، «گزارشی از خانه زهرا علیها السلام»، سایت حوزه، مجله مبلغان، شماره ۱۹، مرداد۱۳۸۰ش.
  • عاملی، سید جعفرمرتضی، الصحیح من سیرة الإمام علی(ع)، بی‌جا، مرکز مطالعات اسلامی، ۲۰۰۹م.
  • عاملی، سید جعفرمرتضی، مأساة الزهراء علیها السلام، بیروت، دارالسیرة، ۱۴۱۸ق.
  • قائدان، اصغر، درسنامه اماکن مذهبی مکه مکرمه و مدینه منوره، تهران، مشعر، ۱۳۹۰ش.
  • قزوینی، محمدکاظم، فاطمه الزهراء علیه السلام من المهد الی اللحد، قم، دار الانصار، ۲۰۰۶م،
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دارإحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة، قم، انصاریان، ۱۳۸۴ش.
  • نجمی، محمدصادق، تاریخ حرم ائمه بقیع و آثار دیگر در مدینه منوره، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • الله‌اکبری، «خانه حضرت فاطمه(س) کجا بوده است؟»، شیعه‌نیوز، تاریخ درج مطلب: ۱۳ دی ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید:۲۱ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمومنین، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • موسوی، سید محمدتقی، «پاسخ به شبهات تاریخی آتش زدن خانه وحی در آیینه‌ی تاریخ و روایات فریقین»، تاریخ اسلام در آیینه اندیشه‌ها، سال دوازدهم، شماره۱۸، پاییز و زمستان ۱۳۹۹ش.